حکمتیار که بیا تیروتنې کوي تاسو زلمي حزبیان به څه کوی؟/ اباسین بریال

0 1,439

ډېرو خلکو زړې کوت کوت حزبي دریشۍ و څنډلې-واغوستلې د حکمتیار لپاره بیرته حزبیان شول. دا خلک د حکمتیار هرکلي ته ترلغمانه نه ورځي،له حکمتیار سره عکسونه په چا ددوزخ اور نشي حرامولی، دوی په خپله مقامي اینده پانګونه کوي. حکمتیار په دولت کې سهم لري او دوی د دندو ضرورت. هلته چې د تقرر رواج د لیاقت پر ځای روابط وي دا خلک یو هم ندی ملامت چې دې حکومت او دې ټلوالې ته حکمتیار خېل شي، اما زما زړه دې ته خوږیږي چې دې لوستو زلمیانو یا نسلي حزبیانو هیڅ فکري تغیر ندی کړی، دوی، د رواج له مخې د تمثیل هڅه کړې وه.
که زه حزبی وای، له حکمتیار به مرور وای، ما به حساب ورسره کولو چې له نظام مرور په څه دلیل وې، را پخلا په څه دلیل شوې؟ ددښمن په کور کې پنا اخیستو دې څه منطق درلود؟ امریکایان خو لا هم وطن کې ګرځي تا خو ویل ترڅو یو امریکایی افغانستان کې وي جهاد به روان وي اوس څه وشول؟ ما به حکمتیار ته ویل؛ په تیرو شپاړسو کلونو کې د میدان وردګو په نرخ ولسوالۍ، تنګي دره، کنړ، ازره او غزني کې د ملي اردو او دولت پرضد د جنګیدلیو وژل شوو حزبیانو کورنیو ته څه ووایو او هغوی چې حزبیانو وژلي هغوی ته څه دلیل راوړو؟
که حزبی وای ما به د حکمتیار ملاقات له ملت تربښنې غوښتلو بایکاټ کړی وای، ما به دا فکر کړی و، چې زه د حکمتیار شخصي نوکر او عسکر نه یم، زه د حزب د فکر پلوی یم، ما به حکمتیار ته ویلي وای، چې ته خپلې تیروتنې په دومره سادګۍ نشې کتمان کولای، تاته د هر حزبي وخت ضایع شوی، انتظار یې درته ایستلی او ستا د کړیو اشتباهاتو او جنایاتو په ګناه کې موږ عاطفي حزبیان ولې لتاړ شوو؟
لنډه داچې نوی نسل هم بدل شوی ندی، د تیاتر یوه نیمه لسیزه تمثیل یې کړی. اوس سریال بیرته ختم شو او ممثلین خپل اصلیت ته ستانه شول.
یو څوک د تقدس هغه مرحلې ته مه رسوئ چې بیا یې نقد کولای ونشی.
حکمتیار که بیا تیروتنې کوي تاسو زلمي حزبیان به څه کوی؟
ولې اشخاص تر وطن او ملت سترګڼو؟ څه دلیل درسره شته؟

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply