د بريښنايي تذکرو ادارې ته امتحان کې د نادر نادري ”ځیرکه تیروتنه“/ . بهرام خیل پاڅون

0 1,806

نادر نادري چې کله د ولسمشر غني په ځانګړې پاملرنې د ادارې اصلاحاتو ریس وټاکل شو نو یوې امریکايي ورځپاڼې ته یې ډیر په دبدبه وویل چې دده ټاکنه د افغانستان د ژغورنې لپاره وروستي فرصت دی چې که بریالی شو او د خلکو باور یې پر حکومت پیدا کړ خو هیلمندي شته او کنه هر څه اوبو وړي بوله.

ښايي د بریښنايي تذکرو د توزیع په اداره کې د ګمارنې په امتحان کې د هیواد پر لویې رسمي ژبې ( پښتو ) د سوالونو نه شتون یې د همدې بریالیتوب او د خلکو د باور د تر لاسه کولو لپاره یوه هڅه وي.

نادر نادري په افغانستان کې په تیرو څو کلونو کې له ټولو هغو ادارو سره کار کړی چې هیڅ کله یې ملي دریځ نه درلود.

نوموړی اوږده کلونه د بشري حقونو د خپلواک کمیسون غړی او د سیما سمر ته نژدې کس و. دا هغه کمیسون دی چې بشر او بشري حقونه ورته یوازې په ډایکنډي، جاغوري، بامیانو کې متمرکز ښکاري.

دا هغه کمیسون دی چې باور لري ټول پښتانه جنګي جنایتکاران، ځانمرګي او بریدګر دی.

نادر نادري ددې کمیسون چې باید یو ملي کمیسون وی له پالیسي جوړونکو څخه و. او که په اوږدو کلونو کې یې دې کمیسون کې اداري اصلاحات رانه وستل نو نه پوهیږم چې د لال پاچا ازمون ” محبوب ولسمشر “ ولې باور لري چې نادري به په ملي کچه اداري اصلاحاتو رامنځ ته کړي.

د هشت صبح له افغان دښمنه ورځپاڼې سره هم د ښاغلې نادري اړیکې له چا پټې نه دي. دا هغه ورځپاڼه ده چې په تیرو څو کلونو کې د افغانستان د یو ملي ورځپاڼې په نوم له مرستندویه ادرو بودیجه اخلي، خو دلچسپي یې ډيره زیاته یوازې په غزني کې د پښتنو کوچیانو او هزاره ګانو په شخړو کې ده. د نادر نادرې د خوښې او ملاتړ لرونکې دې ورځپاڼې په تیرو کلونو کې د پښتنو د زپلو او د پښتنو قومي او سیاسي مشرانو د سپکولو لپاره هیڅ فرصت له لاسه نه دی ورکړی او لا یې هم نه ورکوي.

ما تر اوسه هم د ولسمشر اشرف غني سره د نادر نادري د محبوبیت رمز ونه موند، پرته له دې چې د سلام رحیمي اوښي دی. خو د ولسمشر غني په واکمنۍ کې پرلپسې حساسې او ستراتیژیکي دندې ورسپارل کیږي.

په پاکستان کې افغان سفیر حضرت عمر زاخلیوال جرات کړی د هغو افغان ځوانانو په ملاتړ یې غږ پورته کړی چې د بریښنايي تذکرو د ویش په اداره کې چې لا دمخه پرې ”د خراسان عاشقانو “ قبضه کړې د استخدام په امتحان کې د پښتو سوالونو په نه شتون انتقاد لري.

خو ښاغلی زاخلیوال چې له ښاغلي نادري سره یې په دې اړه خبرې کړي د نوموړې له خولې وايي چې نادر نادري دا د خپلې ادارې یوه تیروتنه بللې.

نو قدرمن نادري صیب؛

هیڅ عاقل او بالغ انسان دا ستا د ادارې د یوې تیروتنې په توګه نه شي منلی بلکې یوه قصدي کړنه ده چې هدف یې په دې ملي او لا دمخه لانجمنه پروسه کې د پښتنو د ګمارنې مخنیوي او یا لږ تر لږه د پښتنو مامورینو د شمیر کمول دي.

دا نه ټایپي تیروتنه ده، نه یوه خبرپاڼه ده چې پښتو ورژن پسې دې سر نه دی ګرځولی، بلکې دا ستا د پخوانیو هڅو په لړ کې یوه بله شعوري هڅه ده. دا کټ مټ هماغه څه دي چې د سیما سمر د بشري حقونو خپلواک کمیسون کې تاسو دوام ورکاوه. اوس ستاسو هڅه داده چې د اداري اصلاحاتو ملي کمیسون هم د سیما سمر په سټایل وچلوئ.

تیروتنه د یوې حساسې ادارې لپاره د ګمارنې په امتحان کې د یو سوال په ګډوډیدو کې راتلی شي، د یوې خبرپاڼې په خپریدو کې پيښیدی شي، خو دا چې د یوې پیچلې او لانجمنې ملي پروسې لپاره دې ګرد سره په یوې ژبې امتحان نه اخیستل کیږي دا تیروتنه نه ده، بلکې دا هماغه له سیما سمر او هشت صبح ورځپانې سره ستاسو د شریک کمپاین دوام او برخه ده.

له اداري سیستم څخه د یوې رسمي ژبې حذفول تیروتنه نه بلکې یوه قصدي او توپیري هڅه ده او د یوې ملي پروسې ناملي کول دي. کوم امتحان چې تاسو اخیستی که له دې لارې هر څوک تاسو اوس وټاکئ که عدالنه هم وي د خلکو شک مو پرې پیدا کړ.

تاسو په لوی لاس د خلکو تر منځ ستونزو، تعصب او کرکې ته لاره هواروئ.

ولسمشر غني باید پوه شي چې په ادارو کې د پښتو ژبې موجودیت دده تخلص ( احمدزی) نه دی چې د اړتیا په وخت یې ځان پسې وتړي او چې اړتیا یې پوره شي له ځانه یې لرې کړي او غني شي.

دا د یو ستر او ژوندي قوم ژبه ده، پر دې ژبه د خبرو کول د خلکو لومړنی حق او اړتیا ده. په پښتو او درې دواړو په رسمي ادارو کې د معلوماتو تر لاسه کول د خلکو لومړنی حق دی او دا حق دې ترې نه اخیستل کیږي.

خلک لا د مخه د بریښنايي تذکرو او د تذکرو د ویش د ادارې په اړه پراخې نیوکې او شکونه لري، او ښه ده چې ددې ملي پروسې په اړه د خلکو ذهنیت نور خراب نه کړی شي، بلکې په دې پروسه کې دې کارکونکې د یوې شفافې، عادلانه ملي پروسې له لارې وټاکل شي.

په ارګ ناست د ” محبوب ولسمشر “ ترنم غږونکي پښتانه پنډتان دې هم دې ته پام وکړي. او داسې چوپ دې نه کیني څو له اسلام اباده د افغانستان سفیر د بې عدالتۍ په وړاندې غږ پورته کړي.

ارګ میشتې پښتانه چارواکي په ځانګړې توګه فرهنګیان دې پښتنو ته اضافي برخه نه ورکوي خو د خپلو پنډو او نویو نیکټایانو په بدل کې دې د پښتنو روا حق پر نورو نه پلوري.

د یاران ویبپاڼې څخه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply