د حمل پر مهال ډېر کچالو خوړل د شکر لامل ګرځي/ نبیله یوسفي

0 1,128

امريکايي ډاکټران وايي، چې ښځې بايد د حمل پر مهال د کچالو له ډېر خوراکه ځانونه وساتي؛ ځکه چې د اوونۍ په اکثرو ورځو کچالو يا چپس خوراک د شکرې پيدا کولو ستونزې ډېروي.
د برتانيې طبي ژورنال ليکلي، چې د ۲۱۰۰۰۰ حامله ښځو معاينه يې کړې، چې ډېری يې د حمل پر مهال د کچالو خوړلو له امله په شکرې اخته شوي دي.
د برتانيې خوراکي مشورو ادارې دا نه دي ويلي، چې اوونۍ کې بايد څومره کچالو وخوړل شي، خو حاملو ښځو ته يې سپارښتنه دا ده، چې د کچالو په خوړو کې ډېر احتياط وکړي.
د طبي کارپوهانو په وينا کچالو په وينه کې خواږه په ډېره چټکتيا خپروي.
د حمل پر مهال د بدن اړتياوې زياتې وي او په ځينو حامله ښځو کې دغه وخت د شکرې پيدا کېدو چانس ډېر وي.
د حمل پر مهال پيدا شوې شکرې ناروغي ژر ورکيږي، مګر دمور او ماشوم پر روغتيا اوږدمهالې اغېز لرلی شي.
۱۹۹۱م راهيسې تر ۲۰۰۱۱ د حامله نرسانو په روغتيايي حالت څېړنې ښيي، چې له حمل وړاندې يوې يې هم د شکرې ناروغي نه درلوده.
ډاکټرانو به هر څلور کاله وروسته د دغو نرسانو طبي معاينه کوله او د حمل پر مهال به يې د شکرې ناروغۍ هم راجستر کولې.
د لسو کالو په ترڅ کې د ۲۱۶۹۳ ښځو د روغتيايي حالت له څېړلو وروسته په دوی کې ۸۵۴۴ ښځې په شکرې اخته ښوول شوي دي.
د طبي کارپوهانو په وينا د حمل پر مهال شکره د بې هوښۍ، کانګو او لوړ فشار لامل ګرځي.
زموږ د معلوماتو له مخې ښځې بايد په خپل ژوند او په ځانګړې توګه د حمل پر مهال خپل وزن مناسب وساتي، معتدل خواړه وخوري او په فزيکي توګه فعاله ښځه د شکرې له ګواښه خوندي وي.
مننه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply