یوه شیبه د سیند

پروین ملال

643

د سیند  ټټرکي کاڼي وه په غیږکي وړل لالونه

په غاړویې ګلونه وه په سریې نګهتونه

لمرکښته کتل سیند ته طلایې دسیند څپې

وږمو، ووغسل کړی وي نمجنې مرحلې

دغرب لوڼې بربنډې په ساحل یې کتارونه

ښایست ورته سجدې کولي جوړ یې وه صفونه

بي باکه بي پروا زلمي چابک تله تراسونو

هوایې غیږکي اخیستل په سپکوقدمونو

ګلمخي، یو سف مخي ماشومان په منډو، منډو

دمیندو یې پام، پام نارې ولاړې وي په څنډو

جوړې د سرواوسپینوارواګانو لکه خوب

ورو،ورو یې قدمونه،اوخندا دلیونتوب

په ملاوو یې زرین، زرین موجونه لکه خیال

په شونډویې لفظونه دوایلون دسراوتال

شیبې ، شیبې د ناز اودنیاز په نعمتونه

په ریګوانځورشوی دمئینو، پلونه، پلونه

په کاڼو به راتاوشوه لکه دوه دیار لاسونه

اوبه، اوبه څپې ، څپې شورونه پریادونه

وهرلوري ته مینه اوریدله له اسمانه

 لفظونه جادوګردهرجانان تربل جانانه

تشیال و ډک د ږوږ اودهاها په موسیقۍ

ځوانان وځوانې ټوله په پایکوب اوپه مستۍ

دګلو،پاڼو، لپوکې په لارشیندل رنګونه

رنګونو شیندل لاروکې عطرونه نګهتونه

څوک ستړې دمستي وه په نګاه کي وړل لفظونه

د چاپه سرکوشونډوکې محشر، محشر خواستونه

د چاپه ارواګانو کې لیکلي ښکلي شپې

وشپي ته تلوسې د بسترونو دکیسې

وچاته وي پردۍ دا واړه ښکلي نندارې

د چا په غم کي ډوب دچاځوانۍ دچانشې

څوک لیري ، لیري ناست وه هیروله یې غمونه

ژورو اندېښنویې لرزول دزړه تارونه

څپې ، څپې دسیند شیبې، شیبې وړلې هر،وار

ژوندچاته لکه شات و چاته تریخ ترزهرمار

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.