د جمعیت مشران ولي د اتمر ایسته کیدل غواړي؟/ نجیب الله خان

0 1,262

جمعیت اسلامي بلاخره د دوئ په اند یوه موقع پیدا کړه تر څو د ولسمشر غني‌ د ملي‌ امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر په ضد خوله خلاصه کړې، او یو کسان را ټول کړي. له تیرې څه مودې څخه کیږي چې د جمعیت له ادرسه مختلفو کړیو او د جمعیت د رهبري شورا غړو د ولسمشر د ملي‌ امنیت د سلاکار څخه ولسمشر او نړیوالو ته سر ټکولی. له هغو سفارتونو سره چې د جمعیت مشران نیږدې اړیکې ورسره لري په څو څو ځله ورسره اړیکې نیول شوي‌ او هڅه شوي‌ له هغه ادرسه د اتمر د صلاحیتونو د کمولو، د اتمر او ولسمشر غنی تر منځ د درزونو د ایجادولو او په ام111نیتي‌ سکتور کې له هر ډول ګمارنو،‌ تبدیلیو، او مصارفو څخه د ولسمشر او ښاغلي اتمر مستقیمې څارنې کمې کړي تر څو د دوئ خپلسري کارونو ته مخه پیدا شي.

اصلي خبره داده چې د ولسمشر غني د راتګ سره سم د جمعیت او شمالي‌ ټلوالې نفوذ او اختیارات په امنیتي سکتور کې په هغه کچه چې د پخوانې ولسمشر محترم حامد کرزي په دوره کې و کم شوې، بلکی په مهمو امنیتي تصمیمونو او مقرریو کې د جمعیت نفوذ تقریباً له هیڅ سره برابر دی. ددې کار څو دلیلونه دې. لومړی خو دا چې له امنیتي وزارتونو څخه د دوئ‌ لوړ پوړې چارواکې لکه وزیران او معینان د پخوا په پرتله کم شوې او تر هغه هم مهم دلیل دا چې د ملی امنیت شورا چې مشري یې خپله ولسمشر کوې د فیصلې په اساس په امنیتي وزارتونو کي هر ډول تغیرات، نوې مقرریانې او سترې فیصلې لومړی د ملي امنیت شورا دفتر ته وړاندیز کیږي او د ملي امنیت شورا دفتر چې په رأس کې یې محترم اتمر صیب دی له لورې منظوریږي او بیا د ولسمشر میز ته د وروستي‌ لاسلیک لپاره وړاندي کیږي. فکر کوم دا فیصله د ملي امنیت شورا د ټولو غړو ګډه فیصله وه چې تصویب شوي هم ده.

یعني‌ د امنیتي وزارتونو وزیر صاحبانو هره خپلسرې مقررۍ، او یا بودیجوې وړاندیز باید د ملي امنیت شورا دفتر یعنی ښاغلي اتمر صیب له فلتر څخه تیر شې او بیا د ولسمشر میز ته وړاندي شي. دغه کار د جمعیت د جنرالانو،‌معینانو او حتا وزیرانو صلاحیتونه کم کړي او که څه هم ځیني اجرائیوې سستیو سبب ګرزیدلی اما د یوه ستر شفافیت د رامنځته کیدو سبب هم شوي.

بله مهمه خبره چې شخصاً صلاح الدین رباني یې په غوصه کړی او تر یوې کچې په خپل ځای شاید په حقه هم وې په بهرنیو چارو وزارت کې خپله د صلاح الدین خان د صلاحیتونو،‌ او رول په هکله ده. خبره داده چې د افغانستان بهرنی سیاست د محترم حامد کرزي په وروستیو کې له اروپا، او امریکا سره او په سیمه کې له اکثره هیوادونو سره یوه نامعلوم لورې ته روان و. له امریکا سره د حامد کرزي اړیکې بلکل خرابې او د بې باورې فضا حاکمه وه.  او ددې کار دلیل هم دا و چې د حامد کرزي په وخت کې هم د ملي امنیت سلاکار او هم د بهرنیو چارو وزارت  تقربیاً دوه فلج ارګانونه وو. ولسمشر غني‌ له ولسمشر کیدو سره سم تر ټولو لومړی کار د بهرنیو اړیکو د رغولو چاره پیل کړه.‌ په دې لړ کې یې لومړی د امریکا، اروپا سره د خرابو شویو اړیکو د پاللو چاره مستقیماً په خپله په لاس کې واخیسته. د سیمې هیوادونو لپاره تر ټولو مناسب، وړ او د باوري کس ښاغلی محمد حنیف اتمر و. په دې کار سره اتمر د سیمې او ګاونډیو هیوادنو سره تر بل هر چا ډیر دخیل شو. اتمر حتا د یو څه وخت لپاره په میاشت کې یو ځل د سیمې سفیرانو په کچه د معلوماتو د شریکولو او همغږۍ د ایجاد غونډه رهبرې کوله او د افغانستان د امنیتي وضعې په اړه یې د سیمې هیوادونو سفیرانو او سیاسي او امنیتي نماینده ګانو ته معلومات ورکول. اتمر هره اوونۍ دوه تر دریو سفیرانو سره ملاقات کوې. اتمر په تیرو دوو کلونو کې د سیمې په کچه دوه دری ستر سیمه ایز سفرونه کړې. چې په هغه کې هند، پاکستان، روسیه، ایران،‌ د جنوبي او منځنۍ اسیا، او خلیج هیوادونه راځي. د ولسمشر او اتمر لخوا د دا ډول مستقیمو مداخلو سبب واضح دی او هغه دادی چې له بهرنیو سره پوهیدل ژپه، تفاهم، وړتیا، روابط، او مهارتونه غواړي چې نه په پخواني مقبل او سپنتا کې لیدل کیده او نه هم په اوسني صلاح الدین کې.

دلته صلاح الدین رباني خپل ځان منزوي شوی بولي، او په خپل رول، صلاحیتونو او مسولیتونو شکمن دی. ځکه هغه کارونه چې باید د بهرنیو چارو د وزیر په توګه یې صلاح الدین رباني وکړې اتمر یې کوې ځکه نو په ځانګړې ډول صلاح الدین د اتمر د ایسته کیدو غوښتنه کوې.

دا خو په بهرني سیاست کې د اتمر او ولسمشر مستقیمه مداخله ده چې په خپل لاس کې یې اخیستی او د جمعیت له منګولو یې خلاص کړی او یو زیات شمیر د مهمو هیوادونو سفیران هم د ولسمشر غنی اعتباري کسان دې لکه شکریه بارکزۍ، حمدالله محیب، ډاکټر قیوم کوچی، جاوید لودین، جانان موسی زی، او شیدا محمد ابدالي په مهمو هیوادونو کی د ولسمشر استازي دې.

دریمه خبره دا چې د ښاغلي اتمر وروستۍ مهمه لاسته راوړنه چې جمعیت اسلامي یې په واقعیت کې سرګردانه کړی دی له حزب اسلامي سره د سولې د پروسې پیل او د سولي د تړون امضأ کول وه. ښاغلي اتمر له ولسمشر سره په همغږۍ کې د ملي امنیت د سلاکار په توګه د دندې له پیل سره هڅې پیل کړې چې له حکمتیار صیب او د هغه تنظیم حزب اسلامې د سولې د افغانې پروسې له لارې له افغان دولت سره د خبرو میز ته کینوي. او حکمتیار هم له پیله د ولسمشر او اتمر صیب دې هڅو ته لبیک وویل. خو حقیقت دادی چې له حزب اسلامي سره د سولې د خبرو مخنیوی په څو څو ځله په مختلفو مرحلو کې وشول. هغه وخت چې امریکا او نړیوالې ټولنې د افغان حکومت دې حرکت ته چې دوئ غواړې حزب اسلامي او ددې ډلي امیر انجینر ګلبدین حکمتیار د سولي د پروسي له لارې خپل هیواد ته راولي نو د مذاکراتو، تړون د نهایې کیدلو او حتا لاسلیک تر نیټې له مختلفو لارو ستونزې ورته جوړیدي لکه د حزب د سیاسي بندیانو د خلاصون، د حکمتیار صیب د راتګ، ددې ډلي د مصارفو او حکمتیار صیب د اوسیدلو په اړه د جمعیت مشرانو چې هم حکومت نیم په نیمه خوري او هم اپوزیسیون دې ملاحظات لرل.

ددې کارونو دلیل دادی چې حزب د حضور، نفوذ، محبوبیت او سیاسې سابقې له پلوه تر نورو تنظیمونو قوې، ټول شموله او غوره تنظیم دی. او د حکمتیار صیب په راتګ سره یو ډول سیاسي او قومې موازنه چې تر اوسه یې جدي تشه محسوس کیده رامنځته کیدای شي او دا کار له سیاسي پلوه د جمعیت اسلامي سیاسي راتلونکي کمزوري کوي چې په ټوله کې ډ پښتون ټاکنیز ټکټ لپاره د حکمتیار صیب راتګ خورا زیات اهمیت لري. هغه د جنرال صیب دوستم خبره حکمتیار که پاچا نشي خو پاچا ساز به هرومرو وې. او بیا کله چې د حکومت او خلکو لخوا د حکمتیار صیب دا ډول هرکلی وشو نو بیخې سخته ورته تمامه شوه.

یوه بله اندیښنه چې جمعیت یې د تنظیم په توګه لري او دا اندیښنه له استاد عطا نیولي بیا تر صلاح الدین رباني او عبدالله ټول ورڅخه اندیښنه لري داده چې بهرنیان په اوس وخت کې تر بل هرچا زیات پر اتمر صیب باور کوې او د اتمر صیب وړاندیز، خبره او نظر ورته مقدم او د اهمیت وړ دی. دا خبره دوئ ته ځکه د اندیښنې وړ ده چې دوئ فکر کوې په راتلو ټاکنو کې به ښاغلی اتمر د ولسمشریزو ټاکنو نوماند وې او د بهرنیانو له پراخ ملاتړ څخه به برخمن شي. داسي‌ خبرونه هم و چې ګواکي‌ یو ځل استاد عطا اتمر ته ویلي‌ و چې‌که تاسو د ۲۰۱۹ کال د ټاکنو نوماند یاست زه حاضر یم چې ستاسو معاونیت وکړم خو د اتمر صیب ځواب ورته دا و چې زه نوماند نه یم او نه مې هم په دې اړه تر اوسه فکر یا فیصله کړي. دا چې ښاغلی اتمر د پښتنو ځوانانو او لوستي طبقې په منځ کې یو باوري سیاستوال دی او خاص محبوبیت لري او هم د بهرنیانو لپاره د باور وړ کس دی نو معنا دا چې دوئ د حنیف اتمر له سیاسي راتلونکي‌‌ څخه په شدت سره په ویره کې دې.

اخیرې خبره دا چې د جمعیت تنظیم اوس مهال له یوه سخت پړاو څخه تیریږې ځکه د جمعیت کاندید د نړیوالو فشارونو له کبله او د هغو وعدو له کبله چې د ټاکنیزو کمپاینونو په وخت کې یې کړې وې نشی کولای چې د جمعیت تنظیم ټولو سیاسي غوښتنو ته مثبت ځواب ووایې. جمعیت تنظیم له ډاکټر عبدالله سره د همدې پر سر چې ولي‌ د جمعیت سیاسي‌ غوښتنې نشي پوره کولای او شوی سیاسي توافق نشي پلی کولای ستونزې لرې. استاد عطا د جمعیت د رهبري شورا اجرائیه ریس څو ځله عبدالله په تندو ټکو کې مخاطب کړ او فشارونه یې پرې راوستل تر څو په حکومت کې ددوئ ونډه زیاته کړې، بلکې سیاسي موافقت نامه عملي کړي چې له مخلي یې حتا د اجرائیوي صدر اعظم راتګ او د اساسي قانن تعدیل هم د جمعیت اساسي شرطونه دې. استاد عطا چې له پیله یې له ولسمشر غني سره اړیکلې خرابې وې په حکومت د لا زیاتو فشارونو لپاره له روس سره اړیکې ټینګې کړی او په افغانستان کې یې د امریکا خلاف په شمال کې د روسانو د ګټو د تضمین ټټر ووهل. په دې سره امریکا سفارت ورته کلک اخطار ورکړ، او له اسني افغان حکومت، ولسشمر غني او امریکا سره د ائتلاف کولو وړاندیز یې ورته وکړ. عطا د امریکا وړاندیز ومنل او په دې ترتیب د افغانستان د سیاسې ایندې برخه شو او خپله سیاسي راتلونکې یې تضمین کړه. د استاد عطا، امریکا او ولسمشر غني تر منځ ددې خبرو وساطط‌ هم د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر وکړ. له ولسمشر غني سره د استاد عطا وروستی نیږدي والی د ټول جمعیت او په خاص ډول د ډاکټر عبدالله نارامه کړی دی. ځکه نو جمعیت انګیري‌ چې د عبدالله او عطا د اړیکو خرابیدو دلیل هم اتمر دی. چې دا خبره درسته نده.

دغه ټولې‌ خبرې ددې سبب کیږې چې جمعیت او ټلواله سیاسي‌ چاودنه وکړي‌ خو ددغې چارې لپاره یې مناسبه موقع کتله. د تیرې اوونۍ د تروریستې حملې نه وروسته د حکومت ضد ښه ذهنیت جوړ و او دوئ‌‌ په اسانه وکولای شول چې یو شمیر احساساتي ځوانان را ټول او د حکومت ضد مظاهرو ته یې‌ و هڅوي‌. همداسي‌ وشول. اما په مظاهرو کې د شخصي‌ دښمنیو له کبله د مشرانو جرګې د لومړي معاوین محمد عالم ایزید یار زوی د نامعلومو وسلوالو لخوا ووژل شو چې دوئ یې پړه پر ملي امنیتي ځواکونو واچوله چې دا خبره تر اوسه کره نده. د سالم ایزید یار د جنازې په مراسمو کې دری انتحارې حملې هم یوه بله ښه بهانه شوه چې د خلکو او حکومت تر منځ د فاصلي‌ لپاره وکارول شي او ټلواله پر حکومت خپلو فشارونو ته دوام ورکړي. بل خوا د سه شنبې په ورځ د جون میاشتې په شپږمه نیټه د کابل پروسې کنفرانس په کابل کې جوړیږي‌ چې پکې شا او خوا دیرشو هیوادونو د چین، امریکا، روسیې ، هند په شمول لوړ پوړې چارواکي‌ ګډون کوې او د افغانستان په امنیتی ستونزو، د تروریستانو په ځالو، او په وړندي یې مشترکه مبارزه او له منځه وړلو لارو چارو، د سولې افغانې پروسي په اړه هر اړخیز بحث کوي. نو د ټلوالي لاریونونو په غیر مستقیم ډول له مغرضو ګاونډیو سره هم مرسته وکړه تر څو افغانستان د سولې اجنډا تطبیق نکړي او هم نړیوالو ته افغان حکومت کمزوری وښیې او دا چې لا تر اوسه یې داخلی فرقونه او ستونزې ندي حل کړي.‌

د ټلوالې لومړنۍ غوښتنې د ولسمشر او اجرائیه ریس استعفاوې وې، خو پرون دوشنبه د صلاح الدین رباني په خبرو کې نوې او د هغه لومړۍ غوښتنه او خبره د امنیتي ارګانونو د مشرانو په سرکې د ملي‌امنیت د سلاکار استعفاوې وې. ځکه په اتمر د نیوکې لپاره تر دې بله ښه موقع دوئ‌ ته په لاس نه ورتله او بیا د صلاح الدین رباني‌ لپاره خو اتمر تر بل هر چا سرسخت مخالف دی ځکه د بهرنیو چارو د وزیر دندې هم د اتمر لخوا پر مخ وړل کیږي.

ښاغلی اتمر د ولسمشر لپاره هم ډیر مهم او باوري کس دی او د بهرنیو هیوادنو چې له افغانستان سره په نظامې، اقتصادي او نورو برخو کې میلیونونه ډالره مرسته کوې او په واقیعت سره غواړي د افغانستان په حالاتو او تغیراتو کې دخیل و اوسي هم یو مهم متحد او د باور وړ کس دی. ځکه نو د جمعیت دا غوښتنه هم د ارګ لخوا په څو ساعتونو کې رد شوه او اتمر صاحب د ولسمشر لپاره یو باوري‌ او په دنده کې یو صادق او مدبر مامور بلل شوی و چې باید خپلې دندې ته دوام ورکړې.

دا د جمعیت اسلامي له خوا په حکومت د نیوکو وروستی ستر ګوزار دی چې معلومیږي دا هم له ناکامي سره مخ شو. نن د جمعیت اسلامي د انسجام سراسري شورا د یوه کنفرانس له لاري د صلاح الدین رباني پرنۍ خبرې د هغه شخصي نظر وبلل او ددغې شورا لخوا یې رد کړي. دا ښيې چې جمعیت هم د فردي او فامیلي انحصار څخه د خلاصیدو په درشل کې دی. جمعیت اسلامي به یا ملي کیږي او یا به هم ویلي او اوبه کیږي. ځکه هغه ورځ چې په هیواد کې سوله حاکمه شي او نصبي عدالت هم راشي هغه ورځ به ددي خلکو لمن ټوله شوې وې.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply