که یوه برید کې ګیر شئ څنګه ځان ژغورلای شئ؟

0 721

په اوسنۍ نړۍ کې هر څوک او هر ځای ممکن یوه ورځ په داسې ځای کې ګیر شئ، چې له ترهګریزو بریدونو سره مخ وي. بیا هم دا ډول ډېره شونتیا نشته، خو باید ور ته تیار یو.

که داسې ځای کې وئ، چې برید وشو، څه باید وکړئ؟ ځواب یې له دې مطلب ترلاسه کولی شئ، چې د بي بي سي همکار کامیلا رز لیکلی دی.

ذهن مو تیار کړئ

ډېر کسان چې له ترهګریزو بریدونو وتلي، وايي د ډزو غږ یې د اور لوبې له غږ سره ورته بللی و. خو پوځي ښوونکی او د خطرناکو ځایونو پېژندونکی جان لېچ وایي، دا ډول تېروتنه ډېره دود ده.

څوک چې د ډز اورېدلو هیله نه لري، فکر کوي چې د بل شي غږ اوري، هغه هم داسې څه چې له هیلې سره یې ورته وي، لکه د اور لوبې اواز.

ښاغلی لیچ وايي، “موږ هغه څه ته غبرګون ښیو چې په ذهن کې مو دي، نه هغه څه ته چې شاوخوا پېښېږي او دا موږ زیانمنوي”.

تر هغه چې پوهېږو څه روان دي، ښايي زموږ د سر په بیه تمام شي. خو هغه کس چې په بده ممکنه پېښه یې فکر کړی وي، ژر پوهېږي چې باید څه وکړي.

هغوی چې یواځې دي تر هغو ډېر غبرګون ښيي، چې له بل چا سره را غلي دي.

ښاغلی لېچ زیاتوي: ” دا بس ده چې له ځان پوښتئ، که څه پېښ شي، نو اولنی غبرګون مې باید څه وي”.

که په هوټل، د سینما تالار یا عمومي ځای کې یاست، وتلارو (د وتلو لارو) ته پام وکړئ او که پکار وي، نو ژر له هغه ځای ووځئ.

ژر غبرګون وښيئ

د برید پر مهال ډېری کسان سربدال کېږي. ښاغلي لېچ د نړۍ په مختلفو سیمو کې مرګوني او خطرناک ځایونه ارزولي او لیدلي او وايي، یواځې ۱۵ سلنه کسان داسې غبرګون ښيي چې له ژغورلو سره یې مرسته کوي.

۷۵ سلنه کسان دومره سربدال وي چې ان هېڅ غبرګون نه ښيي او ۱۰ سلنه هم داسې کار کوي چې ممکن د ژوندي پاتېدلو امکان یې کم کړي او یا هم د نورو په تاوان تمام شي.

هغه څوک چې ژر او پرېکنده فیصله وکړي، ممکن وژغورل شي، خو د انسان طبیعت داسې دی چې صبر کوي ترڅو وویني چې څه پېښېږي.

د روانپوهانو یو دودیز ازمېښت داسې دی چې یوه ډله یوې خونې ته استوي، بیا خونه له لوګي (دود) ډکوي، چې وویني، خلک څه ډول غبرګون ښيي.

هغوی چې یواځې دي تر هغو ډېر غبرګون ښيي، چې له بل چا سره را غلي دي.

له ډزو ځان لرئ کړئ

که بریدګر مو ونه ویني، ویشتلی مو نه شي. په دې بنسټ اول ګام دا دی چې د لارې په سر ونه اوسئ او لږ ولیدل شئ.

ښه دا ده چې پر ځمکه څملئ، خو که شونې وي، داسې ځای ته پنا یوسئ چې کلک وي، لکه کانکرېټ دېوال.

خو لکه فېلمونو کې چې لیدل کېږي، موټر ته پنا وړل مناسب نه دي او مرمۍ ترې وځي، خو که له دې ښه شی نه وي، نو له نشت څخه موټر هم غوره دی.

که تړلی چاپېریال او خلک زیات وي، ممکن یوه ګولۍ څو کسان ټپي کړي. کله چې له سترګو لرې یاست، دا امکان کم دی چې قصداً په نښه شئ او یا یوه بې هدفه مرمۍ چې د ټولو په لور توغول شوې پر تاسو ولګېږي.

ښاغلی رېډ وايي، بریدګر “په خوځېدلو یا حرکت پسې دي او خوځېدل د دوی پام ور اړوي. په تېره په توره تیاره کې”.

ښکېلېدل

په ځینې پېښو کې له وسلوالو بریدګرو سره لاس ګرېوان کېدل هم ګټه کوي. تېر اګسټ په فرانسه کې څو مساپرو پر هغه وسلوال- چې غوښتل یې په یوه اورګاډي کې ډزې وکړي- برید وکړ او پلان یې ور شنډ کړ.

جالبه دا ده چې له دې څلورو کسانو چې د وسلوال په پېزوانولو یا مهارولو کې یې لاس در لود، یو په هوایی ځواکونو او بل په ملي ګارډ کې و. تر ټولو مهمه دا، چې دوی هغه مهال لاس پکار شول چې ویې لیدل وسلوال پر ماشه ګوته اېښې ده.

ښاغلی رېډ باوري دی چې څوک روزل شوی نه وي غوره دا ده چې له بریدګر سره لاس ګرېوان نه شي: “یواځې ځان له خطر سره مخ کوئ”.

له یاده مه باسئ چې ډېری بریګر یواځې نه وي بلکې ډله وي. ځینې ممکن د مرمۍ ضد واسکټ یا باروت( چاودېدونکي توکي) ولري.

خو ځینې کارپوهان باوري دي چې له ممکنه خطرونو سره سره سړی باید چمتو وي چې که اړتیا وي نو لاس پکار شي.

له تېښتې وروسته

هر څوک چې د برید له ځای تښتي، غوره ده بیا هم هوښیار اوسي. د ایان رېډ سپارښتنه دا ده چې “څومره ممکنه وي د پېښې له ځای لرې شئ”. د خورا سخت شي شا ته پټ شئ او له امنیتي ځواکونو مرسته وغواړئ.

ښاغلی رېډ باوري دی چې له تېښتې وروسته غوره ده د ډېرو خلکو په ډله کې حرکت ونه کړئ او نه هم د عمومي ټرانسپورټ موټر ته وخېژئ.

هغه وایي: “تل دا وانګېرئ چې بل برید هم کېږي”.

په دغسې حالت کې غوره دا ده چې په داسې امنیتي ځواکونو یا پولیسو پسې لاړ شئ، چې پر وضعیت ډېر واکمن وي.

په خپلو کې مرسته وکړئ

دا شونتیا لا هم ډېره کمه ده، چې موږ هر یو په داسې ترهګریز برید کې ایسارېدلی شو، خو که داسې پېښېږي، نو لکه روانپوه او د ټولیز چلن کارپوه کرېس کاکېنګ چې وايي، هغوی چې همغږي دي او ډله ییز کار کوي، د بچ کېدلو امکان یې ډېر دی.

ښاغلی کاکینګ پر ۲۰۰۵ کال د لندن له ترهګریز برید وروسته له هغو لسګونو کسانو سره خبرې وکړې چې په خطرناک ځای کې ایسار و.

د څېړنې پایله یې دا شوه چې له دا ډول وژلځي د ژغورنې لپاره خورا چټک او ګټور کار همکاري او همغږي ده.

که غواړو چې ټول بېړنۍ وتلار ( د وتلو لار) کې ګېر نه شو او نه هم تر پښو لاندې شو، نو له دې پرته بله لار نه لرو.

د کاکینګ په خبره، ډېر کسان ان په خورا بدو حالاتو کې هم له یو بل سره همکاري کوي.

وايي “دودیز تصور دا دی چې د خطر پر مهال هرڅوک د ځان په فکر کې دی، خو په عمل کې داسې نه دي”.

www.bbc.com/pashto

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply