دښمن د دولت په زړه کې؛ خطرناک تور چې بايد پلټنه يې وشي/ خوشحال آصفي

0 1,087

په داسې حال کې چې څه موده وړاندې د ملي شورا امنيتي چارواکو د مشرانو جرګې مشر ته ويلي، چې د يادې جرګې د يو شمېر وکيلانو ساتونکي له چرس او چلم سره يوځاى د ملي شورا ودانۍ انګړ ته رادننه کېږي چې په دې کار سره د پارلمان امنيت له ګواښ سره مخ کوي؛اوس د ولسي جرګې استازي وايې چې د دې جرګې د دارالانشا له لوري ورته خبر ورکړل شوی چې کوم وکيل يا سناتور قصد لري چې د پارلمان ودانۍ ته ځانمرګي دننه کړي. په ورته مهال مشرانو جرګې هم يادې موضوع ته غبرګون ښودلی او وايې چې کشفي او امنيتي ادارې بايد معلومه کړي چې د دوی کوم مامور له وسله والو مخالفينو سره لاس لري.

د مشرانو جرګې مشر  فضل الهادي مسلميار وايې: مونږ ته چې کوم مکتوب راغلی په هغه کې نه سناتور معرفي شوی، نه هم د کوم وکيل نوم اخيستل شوی، بلکې يوازې دوه مامورين ياد شوي چې له وسله والو سره ټليفوني اړيکي لري او زمونږ له خوا هم حکومتي ارګانونو ته لارښوونه شوې چې خپلې پلټنې وکړي. د يادې جرګې نور سناتوران هم وايې کومو کسانو چې دا ډول څرګندونې کړي بايد د خپلو ادعاوو د ثابتولو لپاره دغه کسان مشخص کړي.

که څه هم له وړاندې څخه له وسله والو مخالفينو سره د حکومتي چارواکو او د ملي شورا د ځينو غړو د لاس لرلو خبرونه ورکول شوي دي، خو دا لومړی ځل دی چې پخپله ملي شورا په خپل منځ کې د دښمن د نفوذي اشخاصو د شتون خبره کوي. اوس چې وکيلان وايې چې د دې جرګې د دارالانشا له لوري ورته خبر ورکړل شوی چې کوم وکيل يا سناتور قصد لري چې د پارلمان ودانۍ ته ځانمرګي دننه کړي، لومړی خو بايد د حکومت کشفي او امنيتي ياده مساله بابيزه ونه ګڼي او ژر تر ژره په دې برخه کې څېړنې وکړي.

دويم دا چې امنيتي او کشفي ادارې بايد پر ملي شورا له اوسني تور وړاندې، د ملي شورا پر غړو پخواني تورونه هم وڅيړي او معلوم کړي چې د دولت په زړه کې کوم پټ دښمن شتون لري چې د کابل په څلور دروازو کې او ځای ځای په ښار کې د امنيتي چک پواينټونو سره سره بيا هم وسله وال مخالفين د دوی په مرسته په ډيرې اسانۍ هدف په نښه کوي.

د کابل په ښار او يا په ټوله کې په مهمو دولتي بنسټونو باندې د وسله والو مخالفينو تيرو ترسره کړيو خونړي بريدونو ته په کتو داسې ښکاري چې حتماً د دولت په زړه کې څوک شته چې له دښمن سره لاس لري او هغوی ته ټرکالي اهدافو رسوي. ځکه که يوازې په کابل کې تيرو خونړيو بريدونو ته ګورو، نو پوښتنه پيدا کيږي چې د کابل په څلورو دروازو او د ښار په منځ کې ځای پر ځای چک پواينټونو سره سره بيا هم يو ځانمرګی څنګه توانيږي چې د ښار په منځ کې دولتي تاسيسات په نښه کوي او په خپلو بريدونو کې کاميابيږي؟

ځواب همدا راوځي چې د دولت مخالف وسله وال د دولت له منځ نه رهنمايې کيږي او يا د دولتي چارواکو په تورو ښيښه لرونکو موټرو کې د ښار منځ ته داخليږي. که همدا د دتورو ښيښو لرونکي دولتي چارواکي په ځانګړې توګه همدا د ملي شورا ځينې وکيلان چې په ښار کې نه تلاشۍ ورکوي او نه هم کوم چک پواينټ کې ودريږي، له دښمن سره لاس ونه لري او هغوی د ښار منځ ته په خپلو موټرو کې را انتقال نه کړي؛ نو وسله وال خو څه وزرې نه لري چې د هوا له لارې په ښار نازل شي. که وزرې هم ولري او هوا له لارې راشي نو بيا څنګه امکان لري چې يو نابلده وسله وال مهمې دولتي ودانۍ شعبه په شعبه پيژني او په کې دې خپل هدف په نښه کړي؟

فلهذا د ملي شورا پر وکيلانو او سناتورانو مخکنيو او اوسنيو تورونو ته په کتو د حکومت کشفي او امنيتې ارګانونه بايد په سمه توګه خپل رسالت سر ته ورسوي او د هيڅ وکيل يا سناتور او يا بل دولتي چارواکي له اخطارونو او ګواښونو ونه ډار شي او معلومه کړي چې څوک دی د ولس دښمن چې له امله يې دښمن په اسانۍ د ښار په منځ کې هم خلک په نښه کوي. اوس بايد کشفي ارګانونه د ملي شورا د غړو په منځ کې خپلې جدې پلټنې ترسره کړي او حکومت دې قاطع  امر وکړي چې له دې وروسته دې دهيڅ وکيل او يا بل چارواکي هيڅ موټر هم پرته له تلاشۍ نه تيريږي. که داسې ونه شي او يو ځل بيا دا مساله بابيزه وګڼل شي نو پرته له شکه چې دښمن به لا هم زړور شي او لا ډير به د دولتي تاسيساتو او عامو افغانانو په نښه کولو ته چمتو شي.

 

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply