د هرې مېرمنې ارمان دی چې پوستکی یې ښکلی، نرم او داسې وي چې په لیدو یې زړه ويده پاتې نهشي، خو دې هیلې ته د رسېدو لهپاره لږ خوارۍ ته هم ته اړتیا شته.
تاسې ته نن ۸ داسې کارونه در ښيو چې بايد و يې نه کړئ، خو که مو کړل او پام ور ته و نه کړ، د پوستکي خیر مو نهشته.
۱. له سینګار سره مه ويده کېږئ
څېړنو ښوولې چې هر ډول د سینګار توکي په خپل ځان کې کېمیاوي مواد لري، ان ځینې خو یې داسې دي چې کولای شي چې تر پوستکي لاندې سوري مو بشپړ بند کړي او پوستکي ته مو زیان ورسوي، خو که له سینګار سره وېده شوئ، نه یوازې به مو پوستکی خراب شي، بلکې ژر به زړې هم شئ.
۲. د زړښت ضد کریم مه کاروئ
یو شمېر د دې لهپاره چې ځوانې ښکاره شي، داسې کریم کاروي چې زیات کېمیاوي مواد لري او د یوه لنډ مهال په مخه یې تازه ښکاره کوي، خو مه هېروئ چې دا ډول کریم مو پوستکی بربادوي او که مو وکارول د راتلونکي هېلې مه لرئ.
۳. د لمر ضد کريم مه هېروئ
په دې خو ټول پوهېږو چې پوستکي ته د لمر زیان هم کم نه دی، خو یو شمېر مېرمنې دومره ټنبلي کوي چې په لمر کې د ګرځېدو پر مهال هم لمر ضد کریم نه کاروي.
دا کار مه کوئ ګنې پوستکی به مو خراب شي.
۴. بېخوبي مه کوئ
د خوب کمی نه یوازې د روغتیا لهپاره زیان رسوي، بلکې پوستکی هم خرابوي. که تاسې کله هم کم خوب وکړئ، سهار مو د مخ پوستکي ته ځېر شئ، کاملا به یې بدلون کړی وي.
دا چې پوستکی مو و نه زيانېږي او ژر خراب نهشي، پر خپل وخت ويده شئ او سهار هم په خپل وخت له خوبه بیدارې شئ. خپل وخت هر انسان ته معلوم دی.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320