نهه بریالۍ مشورې / حقمل معینزی

0 804

لومړی:  چې هر څومره ډېرې خولې تویې کړئ؛ همدومره ډېرې بریالۍ پایلې به ترلاسه کړئ. د ډېر زیار او زحمت ډېرې ګټې وي.

دویم: د کړنو او هڅو ډېرښت له پایلې څخه ډېر ارزښتمن دی. که کړنې او هڅې کمې وي، نو پایله کمزورې او حتا نشت کېږي.

دریم: په غوره توګه کار سرته رسول یعنې غوره پایله لاسته راوړل دي. که چېرې یو کار په هغه ډول سرته ورسوو په کوم ډول چې اړین دی، نو له غوره پایلې به لرې نه یو.

څلورم: د کار کیفیت وخت غواړئ. که یو کار ته ډېر وخت ور نکړو، نو کیفت یې خرابېږي او بې کیفیته کار سمې پایلې نه لري.

پنځم: د یو کار د سرته رسولو تر ټولو غوره لار هغه ده په کوم ډول یې چې په خپله سرته رسولای شئ. په بېلا بېلو ډولو پسې یې مه ګرځئ.

شپږم: د یوې کړنې ترسره کولو تر ټولو سمه لار هغه ده په کوم ډول چې ساده او اسانه وي؛ د کار ستونزمنول د زړه تورول دي.

اووم: کار باید خورا ډېر خوندور نه وي. د کار یا کړنې له کچې ډېر خوندورتوب انسان لټ روزي.

اتم: هر کار یوازې یوه سمه د حل لاره لري. په هر ډول حل لارو پسې مه ګرځئ؛ بلکې یوه او تر ټولو غوره حل لاره ورته ولټوئ.

نهم: تر ډېر کاري فشار لاندې ځان عادتول غوره دي. کله چې تر ډېر کاری فشار لاندې ځان عادت کړو، نو بیا په هر ډول شرایطو او حالتونو کې ځان بریا ته رسولای شو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply