توره سپرډول سينګار دى د پښتون/ امان الله سېلاب ساپي

0 1,180
پښتونخوا ښكلى ګلزار دى د پښتون
 چې هم بڼ دى هم بهار دى د پښتون
 د وطن په پاڼه سرقربانوي تل
 په همدغه افتخار دى د پښتون
 د ښمنان يې همېشه دي زغلولي
 خونريزۍ كې سروكار دى د پښتون
 هميشه يې ښكاره كړې ده مېړانه
 ننګ غيرت ميراث د پلار دى د پښتون
 غلامي يې هيڅ منلې دچانه ده
 خان ملك كه خان او خوار دى د پښتون
 توپ ټوپك د پښتنو زلمو ګاڼه ده
 توره سپرډول سينګار دى د پښتون
 خپلواكۍ په لار كې سرقربانوي دوى
 دغه كار دغه روزګار دى د پښتون
 د غيرت او شجاعت سارى يې نشته
 دا صفت ښكلى يادګار دى د پښتون
 معشوقه د هر پښتون پښتونستان دى
 دغه يار او دا نګار دى د پښتون
 كه هدف دى كه مطلب خو آزادي ده
 دا خزان او هم بهار دى د پښتون
 خدايه زر جوړ يو آزاد پښتونستان كړې
 چې هم داشرف وقار دى د پښتون
 اى “سېلابه” ښه آزاد قلم پيدا كه
 آزادۍ ته انتظار دى د پښتون
1331

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply