دا وړه وړه ټکا، بده ګواهي ورکوي

0 708

څه موده وړاندې د ايران ولسمشر حسن روحاني په يوه غونډه کې وويل چې په افغانستان کې د اوبو د بندونو په جوړېدو غلي نه شي پاتې کېدای.
تر هغه وروسته د ايران د پارلمان يوه غړي په ډک مجلس کې په ډکه خوله وويل چې بايد ايران په افغانستان کې خپل شته ځري او لاسپوڅي په شا وټکوي، کار ځنې واخلي او ويې هڅوي چې د افغانستان د حکومت پر ضد راپورته شي او حکومت پرې نه ږدي چې بندونه جوړ کړي.
د ده هدف د حکومت مخالف اپوزيشن او وسله‌وال دښمنان و.

له همدې سره جوخت په افغانستان کې د حکومت پر ضد دسيسي، ډلې، اتحادونه، ايتلافونه او نور بلا بتر جوړ شول، په يوه وار يې سر راپورته کړ او لا هم کېښناستلي نه دي.
کيسه پر همدې ځای نه پاتې کېږي، بلکې په دويم اړخ کې طالبان هم د پخوا په پرتله د جګړې رخ بدلوي.
په غور او فارياب کې د ولسواليو سقوط، پر روغتون بريد، د بندونو ساحې ته ځان نږدې کول او د جګړې پر مهال د وحشت انتها د طالب په جګړه کې نوي بدلونونه دي.

په دې سربېره، څو ورځې وړاندې په ښوراوک کې د اوبو يوه ذخيره په بمونو الوځول او وړمه شپه په نيمروز کې د کمال خان بند پر تاسيساتو بريدونه چيغې وهي چې طالب د ايران په فرمايش دا مهال توپک غاړې ته اچولی دی.
طالبانو وړمه شپه د نيمروز په چهاربرجک ولسوالۍ کې د کمال خان بند پر تاسيساتو باندې د لوېديز له خوا بريدونه وکړل، خو له نېکه مرغه سرتېرو نيم ورڅخه ووژل او نيم نور يې په تېښته کړل.

د تر لاسه شويو مالوماتو په اساس، د دغو بريدونو پر مهال طالبان سيمې ته په پرمختلليو موټرو کې راغلي وو او د شپې دوربينونه هم ورسره وو.
هلته په فراه کې هم ايرانيانو لاس اچولی، درګرده د طالبانو کورنۍ ايران ته باسي او بيا يې ځوانان په وسلو بار بېرته د جګړې له‌پاره رالېږي.
ايران هلته هڅه کوي هم د بخش اباد بند د جوړېدو مخه ونيسي او هم د ټاپي پروژې مخه ډب کړي.
حکومت چې اول د بندونو د جوړولو وس نه درلود، ولې يې اعلانونه کول چې بندونه جوړوي.

چې د ساتلو وس يې نه لري، ولې د سيمې حساسيتونه راپاروي، ولې د جګړې اور ته په دې توګه لا نور هم تېل ورپاشي.
تر هغه وخته بايد هر څه پټ پاتې وای، هر وخت چې يې په ځان کې د بندونو جوړولو زور او د ساتلو ځواک پيدا کړی وای، نر غوندې دي يې بندونه جوړ کړي وای، بيا به يې چا مخه هم نه شوای نيولای.
اوس چې هر څه شوي، شوي دي، په تېرو اوبو پسې بېل وړ ګټه نه کوي، اوس بايد حکومت دغې برخې ته بشپړه پاملرنه وکړي.

حکومت بايد ياد وساتي چې په هيڅ صورت يې پاکستان او ايران د بندونو جوړولو ته نه پرېږدي. د دغو دواړو هېوادونو او په هېواد کې دننه د دوی د شته اجيرانو سپين سترګۍ ورځ تر بلې پسې زياتېږي. څو ورځې وړاندې طالبانو هم د ښوراوک د اوبو ذخيره الوځولې وه، هم يې چيغې وهلې چې هلته کله اوبه شته. وړمه شپه يې د کمال خان بند پر تاسيساتو بريدونه کړي او بيا په سپين سترګۍ چيغې وهي چې نه، پر پوستو يې بريدونه کړي دي.

اوس چې د بندونو جوړولو نغارې وهلې شوې دي، دا وړه وړه ټکا هم بايد جدي ونيول شي. په ټول زور بايد د بندونو او د اوبو د ذخيرو ساتنه وشي او ټول پام د بند جوړولو چارو ته واړول شي.
اوبه اوس زموږ په ابرو او ناموس اوښتې دي او ساتنه يې په ډېر تاوان ارزي. که په دې برخه کې بيا هم حکومت لوټه ږدي او تر وياله اوړي، نه به بندونه جوړ وي، نه به د حکومت خښتې پاتې وي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply