لومړنی پاچا/ ګل بلوڅ

0 2,027

ـ غازي امان الله خان چې د خپل پلار -حبیب الله خان- په مستبده پاچهې کې یې، د هغه د شخصي ګټو خلاف، د افغانستان د مشروطیت غورځنګ غړیتوب درلود او د دغو منورینو مبارزه د امان الله خان د پلار -حبیب الله خان- د وژلو سبب شوه، نو پر همدا اساس، غازی امان الله خان، لومړنی پاچا وو چې د خپل پلار د شخصي ګټو پر ځاي یې، د وطن لپاره د روشنفکرانو د مبارزې ملاتړ وکړ. په دې اړه تاریخ پوه -دکتور حسن کاکړ- په یوه مقاله کې لیکلي: ( د افغانستان په تاریخ کې، دا لومړی ځل وو چې یو افغان واکمن، د ملي مفکورې په خاطر، د دغسې افغانانو له خوا، له مېنځه یووړل شو چې خپل زوی هم ور سره ملګری وو.)
همدا ډول فریزر ټایټلر وايي: ( هغه ولسي پاڅون چې د حبیب الله خان سنه یې ختمه کړه، امان الله خان یې په خپلو څپو کې راپورته کړ.)

ـ د افغانستان لومړنۍ پاچا وو چې د جنګ تر څنګ یې، د بحث، منطق او خبرو له لارې خپلواکې واخیسته.

ـ د افغانستان لومړنی پاچا وو چې اساسي قانون یې د ۷۳ مادو په درلودو سره رامنځته کړ او افغانستان د لومړی ځل لپاره، د اساسي قانون خاوند سو او د هغه له مخې کابینه رامېنځ ته شوه چې پاچا ته ځواب ورکوونکې وه؛ د هری برخې لپاره یې منظم قوانین وضع کړل.

ـ د ښوونې و روزنې په برخه کې، د افغانستان په تاریخ کې، نه له غازی امان الله خان څخه مخکې او نه هم وروسته، چا دغې برخې ته په دومره ریښتني ‌ډول پام ښودلی وو، لکه غازی امان الله خان. د «اصلاحات او اغتشاش» کتاب لیکوال -لیون پولادا- وايي چې د غازی امان الله خان له نظره، د ښوونې و روزنې د اهمیت اټکل له دې څخه کېدای سی چې د ده د پاچهۍ به وخت کې، د ښوونې و روزنې مډال، تر ټولو ملکي او پوځي مډالونو مهم وو. لومړنی پاچا وو چې له ښوونې و روزنې سره یې، دومره انقلابي مینه درلوده.

ـ لومړنی پاچا وو چې په افغانستان کې یې د انسانانو خرڅول او رانیول منع کړل او د تبعیض د له منځه وړو په منظور یې حکم وکړ چې ټول قومونه او هندوان دې په یوه ښوونځي او ګډو ټولکیو کې درس ووايي؛ په دې اړه «افغانستان در مسیر تاریخ» لیکوال -میرغلام محمدغبار- وايي ( دیګر تبعیض و تفریق از نظر نژاد و مذهب و قبیله وجود نداشت)

ـ لومړنی پاچا وو چې خارجي اړیکو ته یې مډیرن شکل ور کړ، ډیپلوماټیک اړیکي يې ټینګ کړل، په ډیرو هیوادونو کې یې سفارتونه پرانیستل او ډیر منورین یې سفیران کړل.

ـ لومړنۍ پاچا وه چې د مالیاتو ټول سسیټم یې له سره نتظیم کړ او مالیات یې د جنس پر ځاي په نقدو د اخیستلو حکم او لومړنی کلنۍ بودجه یې منظور کړه.

ـ لومړنی پاچا وو چې خلکو ته یې د انتقاد کولو حق ورکړ او په  کندهار کې طلوع افغان، په کوهستان کې ستاره افغان، په قطغن کې اتحاد خان آباد، په بغلان کې اتحاد بغلان، په جلال آباد کې اتحاد مشرقی، په هرات، مزار شریف او کابل کې بیدار، اتفاق اسلام او انیس په نومونو ورځپاڼو په خپرونو پیل وکړ. په کابل کې د راډیو اداره جوړه سوه.

ـ لومړني پاچا وو چې ښځو ته یې حقونه ورکړل او پاچا په کندهار کې، په دې اړه خلکو ته وویل:(له خپلو مېرمنو سره ښه سلوک وکړئ! له هغوي سره بد مه کوئ! ځکه چې دوی هم خدای تعالی ته امید لري، بشر دی او حقوق لري، تر یوې ښخي زیاتي مه په نکاح کوئ! ځکه تاسي یې ساتلای نه سئ!)

ـ د افغانستان لومړنی پاچا وو چې د خانانو، شاهي کورنۍ او ملایانو امتیازات یې لغوه کړل.

ـ د افغانستان لومړنی پاچا وو چې مرکزي او ولایتي شوراګاني یې منځته راوړې، انتصابي او انتخابي غړي یې درلودل.

ـ لومړنی پاچا وو چې په روغتیايي چارو کې یې ملکي او پوځي روغتونونه جوړ کړل، د اکسرې ماشینونه یې راوړل او ډاکتران یې له ترکیې راوستل.
ـ لومړنی پاچا وو چې د تلیفون دستګاوې یې تاسیس کړې. د هوايي او موټرې پوسته رسونې یوه برخه یې رامنځته کړه.
لومړنی پاچا وو چې په پوځی چارو کې یې هوايي ځواک رامنځته کړ چې ۱۱ الوتکې یې لرلې او په دې برخه کې یې ۶۵ کسه زده کوونکي روسیې، فرانسې او ایټالیا ته واستول.

ماخذونه:
۱- غبار، میرغلام محمد، افغانستان در مسیر تاریخ
۲ـ حبیبي، پوهاند عبدالحی، په افغانستان کې د مشروطیت غورځنګ
۳ـ کاکړ، دوکتور حسن، زما غوره لیکنې
۴ـ لوډویک اډامیک، د شلمې يېړۍ تر نیمايي د افغانستان د بهرنیو اړیکو تاریخ
۵ـ جهاني، عبدالباري، تاریخي څېړني

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply