پاکستان د دوهمې کاسا-۱۰۰۰ پروژې په لټه کې دی / بریالی نایاب

0 865

پاکستان هیواد له تاجکستان څخه د ۱۰۰۰ میګاواټه بریښنا د پیرلو په لټه کې دی

د پاکستانۍ (Express Tribune ) ورځپاڼې د راپور پر بنسټ پاکستان هیواد له تاجکستان سره د دوهمې کاسا پروژې په موخه یوه کمیټه رامنځته کړې چې دا کمیټه به پدې کار وکړي ترڅو پاکستان هیواد له تاجکستان څخه ۱۰۰۰ میګاواټه نوره بریښنا وپیرې چې د دې پروژې نوم هم کاسا-۱۰۰۰ -۲ نومول شوی.

له مرکزي آسیا څخه سهیلې آسیا ته د بریښنا دا پروژه به هم پاکستان ته ۱۰۰۰ میګاواټه نوره بریښنا ولیږدوي چې پدې سره به خپله د آړتیا وړ انرژی ترلاسه کړي.

د تاجکستان هیواد لیوالتیا لري ترڅو د دوهمې کاسا ۱۰۰۰ له لارې خپله آضافی بریښنا په پاکستان هیواد وپلورې.
د لوړ پوړو چاوراکو په وینا ټاکل شوې ده چې دا کمیټه به د دی یادې پروژې د پلي کیدو په موخه دقیقه او سمه آرزونه ترسره کړي او هم به د دې پروژې امکانات او پایداري وڅیړي.

د یادونې وړ خبره داده چې د یادې پروژې د پلي کیدو لپاره د نړیوالو مالي مرستندویانو ملاتړ ته پوره آړتیا ده او پاکستان هیواد د دې پروژې د پلی کیدو په موخه د مالي نلاتړ په لټه کې ده.

ټاکل شوې ده چې دا پروژه هم د افغانستان هیواد له سرحدي سیمو له تاجکستان هیواد څخه پاکستان ته ولیږدول شي او افغانستان به لکه د کاسا-۱۰۰۰ پروژې په شان له دې پروژې څخه هم د ترانزیت فیس اخلي.

د پاکستاني لوړ پوړو چارواکو په وینا چې د دې پروژې د پلي کیدو په موخه چینایي (TBEA) د تبیان کمپنۍ خپله دلچسپي ښودلې ده تر دکاسا-۱۰۰۰ پروژې ترڅنګ دوهم کاسا-۱۰۰۰ ډیزاین او پلې کړي.

د تبیان چینایي (TBEA) کمپنۍ د ترانسفرمرونو او د بریښنایی توکو د تولید او د بریښنا دلیږد په برخه کې کار کوي.
د دې پروژې ټول اوږدوالی ۷۵۰ کیلومتره آټکل شوی چې ۱۶٪ سلنه یې د تاجکستان په خاوره ۷۵٪ سلنه یې د افغانستان په خاوره کې او ۹٪ سلنه برخه د دې پروژې په پاکستان هیواد کې پلې کیږي.

د تبیان چینایي (TBEA) کمپنۍ همدا اوس مهال د کاسا-۱۰۰۰ پروژې د دوه کونرټر شټیشونو په داو طلبي پروسه ګډون کړی یو یې په پاکستان او بل یې په تاجکستان هیواد کې رغول کیږي او دوی اسناد ترآرزونې لاندې دي او وروسته به یې په هکله پریکړه وشي.

د یادونې وړ ده چې په اوس وختکې د یادې پروژې لپاره اسلامي پراختیايي بانک ۳۵ میلیونه ډالرو ژمنه کړې او راتلونکی کې به د آړتیا وړ پیسې ورته برابرې کړي.

د چارواکو په وینا تخنیکي داوطلبي رابلل شوې ده ترڅو د کنورتر سټیشن د جوړولو لپاره خپل غوښتنلیکونه ورکړل شي او دا داوطلبي د می د میاشتې تر ۱۵ پورې دوام لاره.

پدې داوطلبي کې پنځه نړیوالو کمپنیو خپل غوښتنلیکونه وړاندې کړی چې (Alstom ) فرانسوي، (GE) آمریکایي، (Siemens) جرمني ABB (سویډن او سویټزرلینډ) او TBEA د دې پروژې لپاره نړیوال بانک هم ژمن ترڅو یوه اندازه مالی مرسته وکړي چې دا پیسې به په پاکستان کې د کنورټر سټیشن په جوړولو لګول کیږي او هم به نورې د آړتیا وړ مرسته برابروي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply