د پيسو مديريت / ژباړه : محب الله آرمل

0 750

  که خپلې پيسې مديريت نه کړئ، نو ښايې بېځايه او بې ګټې خرچې مو وار په وار زياتې شي، بيا که هر څومره زياتې پيسې هم ګټئ خو پس انداز کولی به يې نه شئ. دلته به تاسې ته د پيسو د مديريت او کنټرول په پار ځينې لارې چارې وړاندې کړو ، چې د پيسو په مديريت کې به  مرسته درسره و کولی شي.

۱ ـ ګټه او لګښت مو کنټرول کړئ

خپل ټول لګښتونه مو معلوم او مشخص کړئ، آيا له يوې ټاکلې ګټې يا معاش برخمن ياست چې هر مياشت مو عوايدو ته اضافه کيږي؟ که کوم آزاد کسب و کار لرئ چې ګټه مو مشخصه نده؟ د ګټه مشخصول د بوديجې د مديريت آساسي ټکی دی . تر څو وکړای شئ لګښتونه له عوايدو سره همغږي کړای شئ .

۲ ـ سپما وکړئ .

تاسې بايد دا مسئله وختي حل کړې وي چې هره مياشت له معاش يا ګټې وټې څومره پيسې د کور او تفريح په چارو ولږوئ او څومره سپما کړئ . که تاسې ته معلومه وي چې څومره لګښت او برعکس څومره ګټئ،کولی شئ آرام و اوسئ او د غه چاره مرسته درسره کوي چې بېځايه خرچې ترک کړئ .

۳ ـ له ځان سره حساب وکړئ .

اړينه ده چې لګښتونه نوټ کړئ او بيا يې له عوايدو سره پرتله کړئ . وګورئ چې پايله منفي ده که مثبت ، که مو لګښت تر ګټې زيات وي نو پايله منفي ده چې تاسې تر خپلو عوايدو زيات مصرف کړی . هغه کسان چې معاش تر مياشتې نه شي رسولی پيسې نشي سپما کولی، د سپما پيسې د عاجلو پيښو لپاره په کاريږي او يا هم کله نا کله د کور د ترميم، موټر اخستو يا نورو چارو لپاره بايد له پس انداز کار واخستل شي خو که کور کې نغده پيسه نه وي ستاسې تشويشات هم زياتيږي .

۴ ـ کورنۍ بوديجه رامنځته کړئ .

بوديجه او مالي موخې وټاکئ . دغه موخې په لنډ او اوږده مهال ووېشئ. لنډه مهاله موخې کېدای شي يوه يا دوو مياشتو کې له سپمول شوو پيسو تر لاسه کړئ خو پام مو وي چې د اوږد مهاله موخو برخه پيسې له لنډ مهاله موخو مه لږوئ او اوږد مهاله موخې کېدای شي کال کې تر لاسه کړای شئ خو که مو د بوديجي له قانون سره سم چلند کړی وي او خرچې مو کنټرول کړې وي.

۵ ـ د هغه لګښتونو لېست وليکئ چې اړياست هره مياشت يې واخلئ .

په دغه شان لګښتونو کې د کور د خوراکي توکو، کرايې، د جامو … او د ماشومان د کورسونو پيسې شاملې دي. دغه اړين لګښتونه له خپلو عوايدو منفي کړئ او باقي پيسې د سپما بوديجې ته ور اضافه کړئ ، البته دا مهمه ده چې د حتمي لګښت نوټ او لېست ولرئ .

۶ ـ له ټېکنالوژي ګټه واخلئ .

تاسې ته معلومه ده چې دولتونه او شخصي کار و بار يان خپلې بوديجې د ټېکنالوژي په مرسته مديريت کوي، آفېس او ورته نور پروګرامونه د پيسو د مديريت د قيق سېسټمونه دي چې ګټه ترې اخستای شئ .

۷ ـ له بوديجې ساتنه وکړئ .

له پيسو سره بې باقي ډېر آسانه کار دی او هر کس يې کولی شي . وايي د پيسو موندل داسې دي لکه د غره له سره چې يوه درنه ډبره را ښکته کوې خو مديريت يې داسې دی لکه همدا ډبره چې د غره له بېخه د غره سر سر ته پورته کوې . نو اړينه ده چې خپله اشتها او حرس کنټرول کړئ .

۸ ـ د يادښت کتابچه ولرئ

د دې لپاره چې خپل ورځني لګښتونه مو هېر نه شي بهتره ده يوه کتابچه کې يې نوټ کړئ، هغه څه چې اخلی په ورځني ډول يې وليکئ ، پدې حساب د تکراري خريد او دغه شان نورو غير ضروري لګښتونو مخه نيولی شئ .

۹ ـ په هغه پيسو چې چانسي مو ګټلې ډېر تکيه مه کوئ .

هغه پيسې چې ستاسې د مياشتنيو عوايدو برخه نه وي يانې کله نا کله د يوه لامل يا يو چانس په آساس په لاس درځي، چې دوامدارې نه وي اړينه نده چې تکيه ورباندې وکړئ او خپلو دايمي عوايدو برخه يې و شمېرئ . تاسې يوازې هغه پيسې مديريت کړئ چې هره مياشت يا هر وخت لاس ته درځي .

۱۰ ـ د بانک کارت جېب کې مه ګرځوئ .

له بانک د خپلې اړتيا په اندازه پيسې واخلې او کارت کور کې وساتئ ، کله چې تفريح ته ځئ او کارت درسره وي دا ډېره ممکنه ده چې په لګښت کې اسراف وکړئ او تر هغه حد واوړئ چې ټاکلی مو دی، کله چې چکر ته ځئ د خپلو اړتيا په آساس نغدې پيسې درسره يوسئ.

۱۱ ـ په اونۍ کې يوازې يوه ورځ له زياتو پيسو سره بازار ته ووزئ .

د کور اړتياوې مشخصې او نوټ کړئ ، په لومړيتوبونو يې ووېشئ. هغه څه چې تاسې ورته اړ ياست پيسې ورته بېلې کړئ  او سودا وکړئ ، که له دغسې پيسو څه اضافه کېدې په هغه څه يې لږولی شئ چې نسبي ضروتونه مو دي . خو هره ورځ ډک جېب ښار ته مه ځئ کنه داسې به ډېر څه ووينئ چې د اخستو به  يې شوق وکړئ خو اصلي اړتياوې به مو نه وي .

۱۲ ـ تاواني لګښتونه اصلاح کړئ .

که ستاسې له جېب هره مياشت دوه زره افغانۍ يا زياتې په نشه يي توکو مصرفيږي بهتره ده چې د نشه يي توکو د پرېښودو په لارو چارو فکر وکړئ ، دا کار ستاسې د مادي تاوان تر څنګ ستاسې د روغتيايي تاوان مخ نيوی هم کوي او بله يې لا داچې روږدي کسان تل د سستي احساس کوي او هغومره پيسې نشي ګټلی لکه نارمل وګړي .

۱۳ ـ هغه وسايل چې لا هم کار کوي پر ځای يې نوي مه اخلی .

ډېری خلک عادت لري چې نوی ماډل موبايل يا موټر وويني خپل موټر او موبايل زاړه او له کاره لوېدلي ورښکاره شي ، هڅه وکړي ټول هغه وسايل چې يو وخت مو په شوق اخستي تر هغه وکاروئ چې له بيا ترميم هم ولويږي او نور د جوړېدو او کارېدو نه وي .

۱۳۹۶-۵-۳۰

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply