د وږي نهمه، له پښتنو او بلوڅو سره د پیوستون د ورځې لمانځنه

0 1,707

د وږې نهمه، له پښتنو او بلوڅو سره د پیوستون ورځ نن سه شنبه د ۱۳۹۶ لمریز کال د وږي په (۷۷) نېټه د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت لخوا ولمانځل شوه.
په هغه غونډه کې، چې له همدې امله د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د تایمني میلمستون د کنفرانسونو په تالار کې جوړه شوې وه، د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ معین ښاغلي محمد یعقوب احمدزي ، مالي او اداري معین ښاغلی سید احمد حقبین، رییسانو د کابینې، ولسي او مشرانو جرګو یو شمېر غړیو، علمي او فرهنګي شخصیتونو ، د پښتونخوا اوکوېټې علمي او سیاسي شخصیتونو، د قومي شوراګانو ، استازو، قومي مشرانو، د مدني ټولنې غړیو، ځوانانو، خویندو او د رسنیو استازو ګډون کړی وو. د غونډې پیل د عظیم الشان قرآن د څو مبارکو آیتونو تلاوت وشو. ورپسې د وزارت د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ معین د غونډي برخه والوته له هر کلي او ښه لاغلاست وروسته د سرحدونو او قبایلو چارو د سرپرست وزیر ښاغلی محمد شفیق ګل آغا شېرزي سلامونه او نیکې هیلې، چې د رسمي سفر له کبله یې ونه شو کولای په یاده غونډه کې ګډون وکړي ورسول بیا یې د خپلې پرانستونکې وینا په ترڅ کې د سرحدونو او قبایلو چارووزارت د ټولو قومونو ګډ کور وبللو، وې ویل: چې دغه وزارت هېواد له ټولو قومونو سره نږدې اړېکې لري د دوی د ستونزو د حل هڅې کړي او تل یې د حق غوښتنې غږ یې پورته کړی دی. هیله یې څرګنده کړه، چې ملګري ملتونه د خپل منشور پر اساس لکه څنګه ،چې د نړۍ نور قومونو له خپلو حقونو څخه برخمن د د دوی حقونو ته هم باید پاملرنه وکړي، زیاته یې کړه ، چې پښتانه او بلوڅان پخپله مبارزه کې یوازې نه دي د هېواد ټول قومونه یې ملاتړ کوي.
احمدزي دا هم وویل: چې موږ خپلو ګاوندیانو ته ثابته کړې، چې له دوی سره په دوستانه اړېکو ولاړ ژوند وکړو، له دوی څخه هم د ښه ګاونډیتوب هیله لرو.
احمدزي همدا راز د جرګو او مرکو له لارې د ستونزو د حل او له هېواد څخه د جګړې لمنې د ټولیدو لپاره په یووالي ټینګار وکړ.
ورپسې دبلوڅو د مشر عبدالکریم براهوي پیغام ولوستل شو، چې د قومونو ترمنځ یې د شته ستونزو د له منځه وړلو په یووالي ټینګار کړي ؤ.
همدا راز په ولسي جرګه کې د خلکو ا

ستازي نادرخان کټوازي، نادر بلوچ له بلوچستان څخه بلوڅ سیاستوال حافظ حسن آبادي، د مشرقي شورا ریس فضل کریم فضل او د قومي شورا ګانو د دارالانشا ریس عبدالخالق حسینی پشه یی، د علومو اکاډمی سلاکر استاد حبیب الله رفیع، د بیاتو شورا ریس قاسمیار، د ناصرو قومي شورا مرستیال ظریف ناصري او ګل بلوڅ په وار سره د پښتنو او بلوڅو د مبارزو د څرنګوالي په تاریخي پس منظر ، چې د هند د نیمې وچې ته د بریتانویانو په راتګ او وتلو پیل شوې خبري وکړې. وې ویل، چې زموږ دښمنان له کلونو راهیسې په دې هڅه کې و او دي، چې موږ د راز راز توطیو په جوړولو سره وځپي، له ژوند اقتصادي پياوړتیا، پوهې څخه لرې مو وساتي او له خپلو حقونو څخه مو بې برخې کړي، پکار داده، چې د علمي او ملي سیاست له لارې د خپلو ملي موخو د لاسته راوړلو لپاره د عصر مطابق مبارزه وکړو، خپل راتلونکې نسلونه په پوهه سمبال کړو او د ټوپک پرځای قلم په لاس کې ورکړو.
همدا راز دوی دا هم وویل: راځي چې په ۲۱۱ پیړۍ کې یووالي له خپلو نیکونو او پلرونو زده کړو، چې هیڅ ډول زر او زرو ته یې غاړه نه اېښودله یوازې خپل هېواد اوخلک په ګران و.
د غونډي ګډونوالو او ویناوالو له نړیوالې ټولنې ، د بشر د حقوقو له ملاتړو سازمانونو او هېوادونو څخه وغوښتل ، چې له پښتنو او بلوڅو سره د دوی د حقه حقوقو په تر لاسه کولو د نړیوالو قوانینو مطابق مرسته وکړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply