امانیه دورې ښووني او روزنې ته یوه لنډه کتنه/ زلمی کرزی

0 882

میونشن

د امیرحبیب الله خان سراج تر وژلو ورسته زوی یی امان الله خان د واک پر اورنگ کیښناست، د (۱۹۱۹تر۱۹۲۹)کلنو پوری یی پاچهي وکړه. دی په داسی مهال کی پاچا سو چي د هیواد سیاسي، اقتصادي، فرهنگي او ټولنیز شرایط او وښتون وموند، او په هیواد کی د تاریخ یو نوی پړاؤ پیل سو، افغانستان سیاسي خپلواکي تر لاسه کړه او د نړۍ د خپلواکو هیوادونه په ډله کي وشمیرل سو. د افغانستان مناسبات د نړۍ د مختلفو هیوادونو سره ټینگ سول، او د هیواد ور د راز راز فرهنگونو، اختراعاتو او پرمختگونو لپاره خلاصه سوه . د هیواد پوهنه، پر مختیا وموندله.

اعلحضرت امان الله خان پدی تلاښ او لټه کي و چي د سمونیزو پر مخ تللو پلانونو په پلي کولو سره افغانستان په یو عصری او پر مخ تللي هیواد، غیر وابسته او پر خپل ځان متکي تبدیل کړي. په ملی سویه د اکثرو نظامنامو، مهم هدفونه په ولایتونو، ولسوالیو او کلیو کي د یوه مرکزی اداری سیستم جوړول وو. د ځینو نظامنامو هدف لکه (ښوونه او روزنه، د ښځو ښوونځي، مطبوعات او عامه سوکالي) کلتوري او ټولنیز سمونونه وه، څو په نړۍ کی د افغانانو ملي هویت تثبیت کړي او هم یي غوښتل چي د هیواد پوهنه د پلازمیني له انحصار څخه راوباسي، او پوهنه په نورو ولایتونو کی خپرښت او پر مختگ وکړي او ټول ملت د علم او فرهنگ څخه بهره من سي، زیات استادان او پوهنوال یي د نوروهیوادونو څخه خپل هیواد ته راوغوښتل څو د افغانانو د تعلیمی چارو چی په سمون کي مرسته وکړي.  په افغانستان کي یي د لومړنی منظم عصری او نوی ښووني او روزني تهداو کښيښود.

فرهنگپال غازی امان الله خان د ځوانۍ راهیسي د هیواد د ابتدایي او ثانوي ښوونځيو د پر مختګ او د سواد د پراختیا سره زیاته مینه درلوده. په (۱۹۱۴م) کال د خپل واده د لګښت پيسي یي ښوونځۍ جوړولو ته ورکړی. ده د معارف انجمن جوړکړاو د دولت د هر ډول کومک ژمنه یي وکړه او خپله حبیبی لیسی ته ولاړ او پخپل لاس یي د دارلامان بیرغ ځوړند کړ، لومړی یی د معارف د اداری او ملی کتابتون ودانۍ لپاره په بوستان سرای کي د (زرافشان) ودانۍ وټاکله او وروسته د (شهرآرا)ودانۍ یي د معارف د نظارت لپاره وټاکله.

دغه د ابتدایی تدریساتو عمومی اداره په (۱۲۹۸ش)کال کي جوړه سوه.

لومړی یي ایشیک آقاسی عبدالحبیب خان بارکزی د معارف ناظر وټاکی، په (۱۳۰۰) د افغانستان په تاریخ کي دغه  د (معارف نظارت) د پوهني په وزارت تبدل سو او سردار محمد سلیمان د سردار محمد آصف خان زوی د پوهنی وزیر وټاکل سو. دپوهنی وزیر د معارف د انجمن په جوړولو کي فعاله ونډه درلوده. د انجمن چاري لکه : د معارف لپاره د ابتدایی زده کړوپروگرامونه، د کتابو تألیف او ترجمه، د ښوونځیو لپاره د نظامنامو ترتیب، په ولایتونو کی د ښوونځیو جوړول، د پوهني د ادارو لپاره د جندي راټولول وو. دغه انجمن (۱۹) غړي درلودل، د انجمن د علمي غړیو ټاکل، تشکیل او لګښتونه هم منظور سول، په (۱۲۹۸ش) کال یی په کار پیل وکړ.

په (۱۳۰۳ش) کال غازی امان الله خان د کابل په ښار کی د آلماني ښوونځی جوړول اړین او لازم وبلل، پوهني وزارت ته يي لارښوونه وکړه چي د افغانی سفارت په مرسته دي د ښوونکو هيأت کابل ته راسي، افغاني سفارت د داکتر ایون Dr.Iven سره تړون لاسلیک کړ، د ده لپاره يي میاشتنۍ تنخواه (۳۰) سترلنگ پوند وټاکله ، ایون د خپل مرستیال (مارکوفسکی) او نورو ښوونکو سره کابل ته راورسید.

داکتر ایون په( ۱۸۸۰م) په جرمني کی زوکړی و، په فلسفه کی یی دکتورا درلوده، په تهران کي یي(۶) کاله ژوند کړی و. او هلته یي فارسی ژبه زده کړی وه کله چي افغانی شاگردان برلین ته ورسیدل د دوی د تدریسی چارو سرپرست و او میرمن یي شاگردانو ته آلماني ژبه ورزده کوله. داکتر ایون او د پوهني وزارت د آلمانی ښوونځی د پرانیستلو په ورځ د امان الله خان په درناوی پر دغه ښوونځي د (امانی مکتب)نوم کښیښود، وروسته د پوهني وزیر فیض محمد خان زکریا وینا وکړه او بیا داکتر ایون پخپله وینا کی وویل: اعلحضرت، شاهنشاه  د حکومت غړیو او افغان نجیب ملت ته ډاډ ورکوم چي جرمني ښوونکي خپل ځانونه افغان احساسوي، په سیاست او دهیواد په چارو کي لاس وهنه نه کوو، بیله مدني ښووني او روزني او زده کړو څخه، موږ نور اصول نه څارو، په لوړ ږغ يي وویل:ژوندی دي وي پاچا امان الله خان.

(۱۳۰۱ش) امانیه ښوونځی د فرانسوی موسیو ((Dr Teneber په مرسته د کابل په ښار کی جوړه سوه، موسیو د پنځو فرانسوی ښوونکو او دوولسو افغانی ښوونکو سره یو ځای په تدریس پیل وکړ. وروسته امانیه لیسه د(لیسه استقلال)په نامه سوه. پاچا د دواړو ښوونځیو(امانیه – امانی)د چارو د سمبالښت لپاره، محمد ادیب خان افندی رئیس وټاکی، دا یی هم سپارښتنه وکړه چي محمود طرزی دي هم د ده سره په علمي او اداري چارو کی مرسته وکړي څو د دواړو ښوونځیو زده کوونکي د ملی ګټو، اسلامی او افغانی خصلتونو په در لودلو و روزل سي پالنه او څارنه یي وکړی، پری نښوول سی چي شاگردان د پردیو زیانمن افکار پیدا کړي، په دواړوښوونځیوکی د یووالي فکر او رښتنولي پیاوړی سي. ادیب خان دي په دغو چاروکي هڅاند او کوښښ وکړي ادیب د طرزی اخښی و کله چي د پاچا لخوا ادیب ته د تقرر فرمان راغی نو طرزی هم د دواړو ښوونځیو د سمون او څارني مسوولیت په غاړه واخیست، پاچا هم د دوی په ټاکنو خوښ و.

 

اعلحضرت امان الله خان په یوه وینا کي خلکو ته وویل:

 

«ما هر څومره چي ستاسو ملت د پر مختگ او ښیګڼو په باره کي فکر کړی دي، بیله علم څخه مي بله لار پیدا نه کړه، د علم لومړنی بنسټ ښوونځی دی، ښه به دا وي هر شي چي ستاسو په خیر وي او تاسي سمي لاري ته راوبولم، غواړم په علم خبرسي، تر څو چي په دغه کنډواله کي جهل وي د علم څخه به ناخبره او بی برخي یاست. ما پخپل کوښښ ستاسو ملت د پوهي او زده کړي لپاره ښوونځي جوړ کړل، ولی د علم په زده کړه کي ټنبلي کوي؟ د خدای لپاره ولی خپل اولاد ښوونځیوته نه شاملوی، ولی د خپل اولاد په راتلونکی او ژوند باندی زړه سوی نه کوی، بی علمه، نا پوهه، جاهل او بی کماله پاته کیږی، والله که تاسو،ښوونځیو ته ولاړل نه سۍ خپل ځان خپله تباه کوي.»

سردار محمد سلیمان د پوهنی وزیر د کابل د چهاردهی د ابتدایی ښوونځی د جوړولو لپاره، امان الله خان ته وړاندیز وکړ ، پاچا د دی لپاره چي معارف  د کابل په ښار کی محدود نه وي د کابل په شش کروهي کي د ابتدایی ښوونځیو د جوړولو امر ور کړ او هم یی د (۲۲) ودانیو د جوړولو سپارښت وکړ. دغه مکتب د چاردهی د (هند کی ) په کلي کي جوړسو او د(مکتب دانش) نوم يي پر کیښښود.

 

د پوهني وزارت د کابل په چاپیریال کي په دغو ځایونو کې د ښوونځیو د جوړولو پروگرام درلود. بني حصار، شیوه کی، بگرامی، بتخاک، تره خیل، ده خداداد، یکه توت، بی بی مهرو، ده سبز، چهلستون، علاوالدین، ده قلندر، تنگی، ده بوری، مهتاب قلعه، موسایی، چهار آسیاب او قلعه قاضی په پلازمینه کابل کي د حبیبیي، استقلال او اماني لیسو سر بیره غازی رشدیه، تلگراف، رسامی،ترکاڼي، معماری، کرهنه، د مزار شریف رشدیه، د هرات دارالمعلمین او ښوونځي، د قطغن رشدیه، په تاشقرغان او میمنه کی د ښوونځیو جوړول، د پولیسو او موزیک ښوونځی، د غالیو اوبدل، د ښځو تدبیر منزل، طبیه ښوونځی، د هیواد په ټولو ولایتونوکي د(۳۲۲) څخه زیات ابتدایه ښوونځي او تعلیمی مرکزونه جوړ سول.

 

د پوهني وزیرد(۴۱)ښوونځیو سر بیره د درو ښوونځیو د جوړولو امر د پاچا څخه واخیست، یو د شرقیه علومو ښوونځي چي موخه یي (شرعیه دارالعلوم)، و، او دوهمه ښوونځۍ چي شاگردان عربی، انگلیسی، فرانسوی، آلمانی او روسي ژبي پکښي زده کړي، دریمه ښوونځۍ د صنایع ښوونځۍ وه چی راز راز څانگی يي درلودی. په کابل کی د حکام ښوونځۍ په داخله وزارت کي جوړه سوه چي دینیات،جغرافیه، هندسه، سیاق، نړیوال حقوق، د داخله وزارت تر سر پرستی لاندی تدریس کیدل، پاچا غوښتل د هیواد اداری اصول د ترکیي د قوانینو، سره سم جوړ کړی، لومړی ځل په کابل کی دارالمعلمین جوړسو.څو وطنپال ښوونکي وروزل سي، تعلیمی نصاب یي نوی سو  د پوهني وزارت په وړاندیز درې استادان د ښووني او روزني، سا پوهني (سایکالوژی)، لاسی کارونو، تاریخ او جغرافیي د تدریس لپاره له ترکیی څخه راوغوښتل.

 

د اعلحضرت امان الله خان په لارښوونه، د باندینو چارووزارت وپتییل چي د سیاسی علومو مدرسه په وزارت کي جوړه کړی د دغه مقصد لپاره یی د حقوقو استادان یو علی اکبر خان دفتري او بل آقا خان اشرفي له ایران څخه راوغوښتل، د سیاسی علومو مدرسي دوي څانگي درلودي.

1-دغه څانگه د نورو هیوادونو د سیاسی مدرسو په شان وه، په ځانګړی ډول د دولت د ځوانانو لپاره وه.

2- دوهمه څانګه د دباندنیو وزارت د مامورینو لپاره وه ، پسله رسمی وخت څخه، دوی د ورځي دوه ساعته درسونه زده کول،پوهني وزارت په مرکز کي د رشدې او دارالمعلمین شاگردانو لپاره لیلیه جوړه کړه په دغه باره کي نظامنامه هم جوړه سوه، لیلیه  د ولایتونو د شاگردانو لپاره وه .

(۱۳۰۳ش) په لویه جرگه کي عالمانو، سیدانو، او شیخانو د امان الله خان څخه وغوښتل چي یو (عربی دارالعلوم او د حفاظ مدرسه)په ولایتونه کي جوړه سي، څواحادیث، تفاسیر، عقاید، فقه، د میراث اصول او تاریخ تدریس سي

اعلحضرت امان الله خان وویل:

دغه مسأله د عدلییی وزارت  د تمیز عالمانو تر څیړنی او غور لاندی ده موږ په دغو ورځوکي د احتساب نظامنامه جوړو، ستاسو د ښه نظر او کومک له مخي به دغه نظامنامه ستاسو په خوښه پلي سي. په اماني دوره کي لومړی په ښوونځیو کي عصري مضمونونو تدریس د هندي ښوونکو لخوا پیل سو او بیا د ایټالیا ، فرانسی، آلمان ، ترکیي او سویس هیوادونو څخه زیات ښوونکي مقرر سول.

(۱۹۲۱م)د نجونو، ښوونځۍ د (مکتب مستورات ) په نامه په شهرآرا کي د علی احمد خان والی په کور کي جوړه سوه، ملکې ثریا د دی لپاره چي د نجونو ښوونځۍ د شاهي کورنۍ تر نظر لاندی اداره سي پخپله مفتتشه او موریی (اسما رسمیه) مدیره او مشره خور خیریه د (معین السلطنه میرمن) مرستیاله مقرره کړه. ملکي ثریا د ښوونځۍ د پرانسیلو په ورځ و ویل: الحمد الله، زموږ ښځو ته نن د خوشالۍ ورځ ده چه د غازی اعلحضرت په لارښوونه موږ د نجونو ښوونځۍ پرانیزو. هیله لرم چي زموږ د هیواد اولاد د دغه ښوونځۍ څخه ګټه واخلي. په دغه ښوونځۍ کي ورو ورو د شاگردانو شمیر زیات سو د ده افغانان د (گلستان سرای) لوي ودانۍ  ته انتقال سوه، دغه ودانۍ د پولادي امیر عبدالرحمان خان میرمني( بوبو جانی ) ښوونځۍ ته ورکړه دغه ښوونځۍ د ابتدایي څخه متوسطي ته پر مختګ وکړ، د داکتر ایون میرمن د تدبیر منزل درس ورکاوه.

همدا رنګه ملکي ثریا او موریي په خپلو پیسو د (مکتب عصمت)دوهمه ښوونځۍ په کابل کي د باقر خان په کلاه کي جوړه کړه، وروسته د (لیسه ملالی) په نامه سوه. بله ښوونځۍ د (چنداولو) په ناحیه کي د(سه دکان مکتب) په نامه، او په تنور سازی کي د (همت) په نامه مکتبونه تأسیس سول. وروسته د (عصمت او مستورات )مکتبونه په ګلستان سرای کی یو ځای سول.

په لومړی سر کي ابتدایي ښوونځي پخپل تشکیل کي دیر ساده اداره کیدلی، یعنی د یوه یا دوو ښوونکو لخوا چی خصوصی زده کړه یي په جوماتونو کي کړی وه، تدریس ورکول کیدی. د ښوونځیو،لپاره دولتي ودانۍ نه وي په جوماتونویا په کرايي کورونو کي یي هلکانو ته درس ورکاوه، دولتی ودانۍ وروسته ښوونځیو ته جوړې سوي.

په دغه دوره کي د پوهني د عصری کولو لپاره د پلان سوي تعلیمی نصاب لمړني گامونه واخیستل سول، مدرسو د ملایانو او روحانیونو د تسلط څخه خلاصون وموند، او هم لومړی ځل د کوچیانو سیار ښوونځۍ د دوی د کوچیدو او حرکت سره یو ځای جوړه سوه، ویاړن امان الله خان په ولایتونوکی هم د علم او پوهني د خپرښت او پر مختیا په فکر کي و.(۱۳۰۰ش) د کندهار تنظیمه هيات ته لار ښوونه وکړه چي یو عصری مکتب جوړکړی. د کندهار د ښار سودا ګرو او شتمنو(یو زر اته سوه کابلی روپۍ) د گمرک محصول سربیره پخپله خوښه ومنل، چي هر کال به معارف ته د جندی په نامه د دولت خزانی ته ورکوی. په کندهار کي لومړنی ښوونځۍد( مکتب تجار)په نامه تأسیس سو. کله چي پاچا د ادارو د تفیش لپاره کندهار ته سفر وکړ د معارف په باره کي یی داسی وویل:

 

«ستاسو زامن زما زامن دي، ما په ښوونځیو کي ولیدل د دوی لیک لوست زما ډير خوښ سو، د دوی په ذکاوت او زیار ایستلو ډیر خوشاله سوم، اوس ډاډمن سوم چي دغه ستاسو زامن به یوه ورځ د کندهار او ټول افغانستان د پر مختګ سبب وګرزي.»

 

اعلیحضرت امان الله خان پخپل اثر (حاکمیت قانون در افغانستان) کي کاږي:

«د شعلهٔ ماه ښوونځۍ، د علی زیو ښوونځۍ او د هندوانو ښوونځۍ چي د مخه هری ښوونځۍ په جلا ډول درسونه زده کول،دغه ترتیب زما خوښ نه سو، لارښوونه می وکړه چي ټول شاگردان دي په يوه مکتب کي درس زده کړي څو د افغانانو او فارسیوانانو تر منځ توپیر له منځه لاړ سي ، د کندهار مکتبونه جوړ سول او مایی بودجه منظوره کړه.»

پر وطن مین پاچا د معارف په تفتیش کی زیاته کړه:

د هندوانو په ښوونځي کي مي یوه غلطی ولیدله، د پوهني پر مدیر هیچ نیوکه نه کیږی، ځکه د ښوونځي په پروگرام شامل نه و په هر تعلیمی ساعت کي چي د اسلام اهل د دنیات درس زده کوي باید هندوان شاگردان خپل دنیات زده کړي، بله غلطی داده د فارسیوانانو او د تجار ښوونځۍ ده، د کندهار ښوونځي دي تر دی وروسته په دغو نومونو نه یادیږي، عمومی ښوونځي دي د ابتدائی ښوونځیو په نامه و نومول سي. ټولو ښوونځیواو زده کوونکو ته په یوه نظر گورو، امتیاز او توپیر باید نه وي. د کندهار د پوهني مدیر (مولوی صالح محمد هوتک) د رښتوني خدمت څخه مننه وکړه او د ستور دوهمه درجه نښان یی ورکړ، همدا رنگه د ملا محمد جان خان او ملا عبدالحسین خان سر معلمانو د خدمت ستاینه يي هم وکړه او د ستور دریمه درجه نښانونه یي ورکړل.

د(۱۲۹۹ش) معارف پالونکي پاچا، سپه سالار سردار محمد نادر خان د ننګرهار د ملکی او نظامی خدمت لپاره وټاکي، د ننګرهار مشران یی د کنار نهر شاهی د طره باز خان دجومات په انګړ کی د ښوونځي د جوړولو لپاره راوغوښتل، د ننګرهار مخورو خپل زامن را غونډ کړل، سپه سالار د علم او عرفان د ګټو او د جهالت د زیان په باره کی وینا وکړه او بیایی زده کوونکو ته دوی، دوی روپۍ انعام ورکړ، پر دغه ښوونځي یی د (مکتب راستی)نوم کښیښود، او سر نګران یی سپه سالار الله نواز خان وټاکی. سر نګران وویل: د وطني ټوکر څخه به( ۶) شاګردانو ته جامی جوړي سي. دغه د خلکو د هڅولو لپاره و ځکه په امانی دوره کی د افغانستان اکثره خلک  د رسمي ښوونځيو سره علاقه نه درلوده، او حتی مخالفت یی کاوه  او د خارجی ښوونکو تدریس او خارجی ژبه، تاریخ او جغرافیه یی خوښ نه وه .او یا شاګرد خارج ته ولاړ سي. د امانیه دوری حاکمانو، په ډیرو ستونزو او مشکلاتو مکتبونه جوړول.

د حکومت په لار ښوونه، په هرات کی مکتب بشارت، مکتب عدالت،او په بامیان کی مکتب ذکاوت تأسیس سول، او همدا رنگه په فراه کی  د حفاظ مدرسه جوړه سوه. د پوهني مطبعه فعاله سوه (۱۳۳) تدریسی کتابونه چاپ سول، لومړنی د آيینه عرفان مجله د پوهني وزارت لخوا له چاپه راووتله.

پاچا د هر مکتب لیدنه کوله، د ده علاقه د معارف سره دومره زیاته وه، چي د لیسو په آزموینو کی یی ګډون کاوه، ځینو خلکو د معارف د پرمختیا لپاره جنده ورکوله، څنګه چي د معارف لګښتونه زیات سول نو دولت ګمرکی مالیه ډیره کړه،

اعلحضرت امان الله خان د سواد زده کړي نوی طرز جوړ او آزمایښت کړ. که یو نا لوستي لس ورځی په هره ورځ کی دوه ساعته (ټوله شل ساعته) درس زده کړي، لوستل او لیکل يي زده کول، پاچا دغه طرز په ۱۹۲۷ کال کی پیدا کړ، امان الله خان لومړنی پاچا دی چي لویانو ته يي خپله درس ورکاوه او د شاگردانو څخه یی آزموینه هم اخیستله. نو د (اصول صوتی امانی) د طرز له مخي د شلوساعتونو لیک لوست زده کول، یوه سړي کولای سوای چي بشپړ کلمات ولولي.پاچا مدام د شاګردانو د تدریسي چارو خبر اخیست، امانی دولت ښوونځیو ته د هلکانو د هڅولو په هکله هر هلک ته تنخواه وټاکله او د غرمي ډوډۍ یي هم ورکوله څو خلک ښوونځیو ته دخپلو زامنو د تګ خنډ و نه ګرزی، خو بیا هم خلکو خپل زامن ښوونځیو ته نه لیږل، نو په دی توګه یي په اساسی قانون کی د کوچنیانو ابتدایی زده کړه اجباري کړه، د هندوانو زامن په ملکی او پوځی (حربیه او حبیبیه) لیسو کی شامل سول، څو دوی په ادارو او پوځ کي خدمت وکړي.

 

اروپا ته د افغاني شاگردانو لیږل :

 

اعلحضرت امان الله خان په افغانستان کي لومړنی پاچا دی چي د پوهني په پراختیا او خپرښت کي یي نه هیریدونکی خدمت کړی دی.

پاچا لارښوونه وکړه چي (۳۰۰) شاگردان دي خارج ته ولیږل سي، دوزیرانو مجلس او د دولت شورا پریکړه وکړه چي د حبیبي او حربیه ښوونځیو څخه یو شمیر شاگردان وټاکل سي. وزیران، سلاکاران، مدیران، منصبداران او د شاگردانو پلرونه د ستور ماڼۍ ته د مخه ښي لپاره راغلی وه ، امان الله خان د شاگردانو سره ډیره مهرباني وکړه، د وینا لنډیز يي په دی ډول دی.

زما د شهید پلار پخپل خط او لاسلیک چي د پوهني وزیر سره دی، کښلي دي چي: څو هلکان خارج ته ولاړ نه سي او له خارج څخه ښوونکي راونه غوښتل سې، افغانستان پر مختګ نه کوي. مګر نن ورځ هغه اراده پر ځای سوه، زموږ د هیواد هلکان د باندنیو هیوادو ته ځي، ټول هلکان زما اولاده ده او مشران یی زما وروڼه دي، سفیر ته می وویل: زما زوی، زما د اکا زوی او نورو ټولو هلکانو ته به په يوه نظر ګوري، په دوی کي توپیر و نه کړی، مګر زامنو ته یو نصحیت کوم، د نننۍ نړۍ علوم او فنون زده کړی او خپل افغاني وقار او حیثیت وساتی، د خدای لپاره د افغانستان شرف، عزت، او د افغان ملت نوم برباد او تر پښو لاندی نه کړی، تاسي د افغانستان نمونه یاست وخت پر نورو شیانو تیر نه کړی خپل درسونه ووایاست، دهیواد د امید سترګي تاسو ته دي، یو د بله يووالي او اتفاق ولری، د خدای لپاره ډیر پام وکړی، ټول پر لوی رب سپارم.

د کابل ښاریان او شاگردان، اروپا ته د افغانی شاگردانو د سفر پر وخت د ارگ څخه بیا تر سیاه سنګ پوری د دوی مخه ښې ته ولاړ وه ،  څنګه چي د مخه مو وویل د افغانستان خلکو خارج ته د هلکانو د لیږلو سره موافقه نه درلوده، نو لومړی پاچا او د باندنیو چارو وزیر خپل زامن، وروڼه او دوستان په دغه فهرست کي شامل کړل، که د اروپا په سفر کی ځانی خطر وي نو دا خطر به پر ټولو وي. د علومو او فنونو د زده کړو لپاره دغه پرتمین ناستون  د خلکو د عمومی هڅونی لپاره و چي د افغانستان د بشپړی خپلواکۍ له برکته اروپايي هیوادونو علمی او فنی کومک وکړ.

(۳۵)افغانی شاگردان له بمبي څخه د اروپا پر لوری د سمندر له لاري وخوځیدل ، څو (مارسیلز) ته ورسیدل د فرانسی حکومت په درناوی او مینه د افغانی شاگردانو هرکلي وکړ  په تیره بیا د دفاع د وزیر مرستیال او د امیر البحر رئیس او د فرانسی د پوهنۍ وزیر د شهزاده هدایت الله تود هرکلی وکړ په دغو شاگردانو کي پخوانی ټولواک محمد ظاهر شاه او شهید سردار محمد داود خان هم ګډون درلود. سردار محمد عزیز خان د شاگردانو سر پرست و.

د حبیبي د لیسی یو شمیر شاگردان چي ۱۴ او۱۵ کلن وه د زده کړو له پاره آلمان ته وټاکل، د آسانو په وسیله له کابل څخه هرات ته ورسیدل او د شوروی له لاری آلمان ته وخوځیدل، دشاگردانو شمیر (۴۸) ته رسیدي، په آلمان کي د شاگردانو سر پرستان، لومړی غلام غوث خان، او دوهم سید محمد هاشم خان د(سید محمد قاسم خان ورور) او دریم عبدالرسول خان د(داکتر عبالقیوم رسول پلار) مقرر سول څو د شاگردانو د تعلیمی چارو څارنه وکړی

همدا رنگه د پوهنی وزارت د امانی او حبیبی ښوونځیو یو شمیر شاگردان په پوځی، طب، تخنیک او راز راز علومو د زده کړو لپاره، ترکیې، شوروی، انگلستان او ایتالیا ته ولیږل، په( ۱۳۰۷)۲۸ نجونو د لوړو زده کړو لپاره خارج ته سفر وکړهم دغه کار د دولت د مخالیفونو او ارتجاعی ښورښت د تبلیغاتو یوه حربه سوه. ټول شاگردان د دولت په پیسو او لګښتونوخارج ته واستول سول.

په حقیت کی د امان الله خان واکمنی او عصر د افغانستان د سواد او پوهني يوه ځلانده  او مترقي دوره شمیرل کیږی په گران هیواد افغانستان کی د علم،فرهنگ او ټولنیزو اصلاحاتو پیل و، له بده مرغه د انګلیس د توطیو او داخلی ګوډاګیانو او توري ارتجاع په لمسون او بغاوت، حکومت لس کاله وروسته ړنګ سو . دمشرانو په خبره:«خوش درخشید ولی دولت مستعجل بود! »

پای  ۰۳/۰۸/۲۰۱۸

 

اخځونه :

سلطنت امان الله شاه و استقلال مجدد افغانستان،  پوپلزی

حاکمیت قانون در افغانستان،  امان الله خان

تاریخ معارف در افغانستان،  کامگار

بازنگری دوره امانی و توطیه های انگلیس  داکتر زمانی

مقالات کاندید اکادمیسن آقای  اعظم سیستانی

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply