د قانون چاړه / مجید ژړاند

0 904
یوه ټولنه هغه مهال د تکامل پړاوونه وهلی شي، چې خلک یې د رڼا په ارزښت او د تیارې په زیانونو خبر وي.
کله چې د رڼا استازي د رڼا خورولو د کاروان سالار جوړ شي، کله چې ځوانو استعدادونو کې د وطن د ابادي او ازادۍ فکرونه پیدا شي.
کله چې هرې ستونزې ته دهنر ورخونه وتړي او د پرمختګ په لوري د روان کاروان ساتونکی او پالونکی شي.
زموږ په ټولنه کې ډېر په ایرو کې پټ لعلونه شته، چې د ځوان نسل د روزنې لپاره یې ملاتړلې وه، د افراطیت قرباني شول، د شپې خوښو ښاپرکو په دې پلمه چې رڼا خوروي، نو په همدې ګنا یې د علم او پوهې دښمنانو هره نادوده  پر ځان ومنله، خو د سبا راتلونکې لپاره یې بنسټیز ګامونه پورته کړل.
نه یواځې  افراطیت یې  دارادې پر وړاندې موانع کېښودلې.
بلکې هغه چا یې هم د ستړو قدر ونه کړ، چې ظاهرا داسې فکر کېږي، چې ګواکې د پوهنې د پراختیا او پرمختیا لپاره هڅې کوي، خو حقیقت بل څه دی، دلته دا خلک د تیارو استازي رابولي او د رڼا د مخنیوي هڅې کوي، دلته همدا خلک د رڼا له شغلو څخه وېریږي، ځکه د دوی تورې څېرې بربنډیږي او په وړاندې یې د قلم لښکر درېږي.
دا څو کرښې د یو نوم ورکي امر په نوم دي، چې د پېریانو په کاله کې یې د قانون تطبیق خپله دنده او مسوولیت ګاڼه پېریان یې رام کړي و، خو د پېریانو ډله استازي د رڼا کورته لاړل او په تیاره محیط یې د تیارو پېڅول خورول وغوښتل، قانون چاړې يې د هیلو غاړې غوڅې کړې، مخربینو اتڼ وکړ، په تمسخر به یې د رڼاګانو په استازو ملنډې وهلې.
نن د پوهنې دغه ځلاند ستوري بیا د تیارو له غېږې ووت، د تیارو پېڅول په ټولېدو دی، د قانون تطبیق په جرم تر زندانه ولاړې، همدا زندان  ستا لپاره ستر ویاړ او بریا ده، تیارو خوروونکو ماتې ومنله، ستا د هوډ مراندې  غښتلې شوې، د رڼا څرک تیارې وخوړلې.
د تره زویه!  تل دې  په ستونزو برلاسی غواړم، ستا مسوولیت تر پرونه  نن لا ډېر دی، د  رڼا منزل ته روان کاروان لا ډېر کار، حوصله او کلک عزم غواړي، پر مخ درومه او د پوهنې رقیببان نیمخوا او ارمانجن پرېږده

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply