مدني معلومات / احسان الله اریانزی

0 718

هغه وخت چې د پخواني ولسمشر حامدکرزي په مشرۍ نوې اداره، جوړه شوه، ډېرو خلکو فکر کاوه چې نور نو د افغانستان د بدمرغیو، ورانیو، کړاوونو، رنځونو او ستونزو توره دوره پای ته ورسېده او ژر به د نیکمرغۍ، ورورولۍ، تفاهم، هوساینې او پرمختګ لمر راوخېژي او ټول وطن به رڼا- رڼا شي!

ما هم په کلي کې د خپلې پلرنۍ کلا د اساسي ترمیم پرېکړه وکړه او ومې غوښتل چې د کورنۍ او مېلمنو دپاره له ښاري ګڼې ګوڼې څخه لیرې، د ګوربت سیند په څنګ او د شنو ونو په منځ کې زړه پلارنۍ کلا بیا له سره جوړه کړم او په دې توګه د هیلو او امیدونو له هغه ستر کاروان سره یو ځای شم چې د حامدکرزي د واکمنۍ په لومړنیو کلونو کې، په ټول هېواد کې روان و او خلک له ډېرو سترو غمونو او کړاوونو وروسته بیا هېلمن ښکارېدل!

خیر د کلا د ترمیم د کار په بهیر کې، یوه ورځ د کلي دوه مولویان راغلل او وې ویل چې که زه د نژدې جومات څنګ ته، د نجونو د درس له پاره درې څلور کوټې جوړې کړم؛ نو دوی، د سیمې نور اهل تدریس او کلیوال به ډېر خوشاله شي!

که رښتیا ووایم زه دومره خوشاله شوم چې په جامو کې نه ځایېدم! مولویان وایي چې د نجونو د درس له پاره کوټې ورته جوړې کړم! دا زما له پاره داسې و لکه یو لوی زیری!

ما ته، چې د اعلحضرت غازي امیر امان الله خان له وخته د نجونو د درس او تعلیم حساسیت ښه معلوم و، دا خبره ډېره په زړه پورې وه چې مولویان د نجونو د درس له پاره کوټې غواړي!

خیر کار پیل شو او په دوو میاشتو کې مو د کلي د کمکیو نجونو له پاره درې ښکلې کوټې جوړې کړې. فرش، المارۍ ګانې، دیني کتابونه او هر څه برابر شول او د کلي په مشرانو غږ وشو چې خپلې کمکۍ لورانې او لمسیانې ښوونځي/ مکتب یا د مولویانو په خوله مدرسې ته واستوي.

په یوه اونۍ کې پنځوس شپېته نجونې درس ته حاضرې شوې. د درسي نصاب مالیکت له مولویانو سره و. حفظ، قدري، شروط الصلوه، میراث، کنز او داسې نور.

ما مولویانو ته وویل چې دا خو ډېر مبارک مضمونونه دي؛ خو دا به زموږ د وروسته پاته کلیوالي کمکیو نجونو په ژوند کې څه تغییر راولي؟ دوی ویل چې د مسلمان اولادونه باید مسلمانان ورزول شي. ما ځواب ورکړ سمه خبره ده. موږ ټول الحمد الله مسلمانان یو؛ خو بدلون په لږ سواد، مدني پوهه او ساینسي مضامینو راځي، ما ټینګار کاوه چې د افغانستان د پوهنې وزارت یو مضمون ته چې مدني معلومات نومي اجازه ورکړئ. دوی پوښتنه وکړه چې دا څه شی دی؟ ما ورته وویل چې دا دې جنکو ته وایي چې وېښتان پاک وساتئ، غاښ پرېونځئ، نوکونه په وخت واخلئ، لمر ته کینئ، د کور کړکۍ پرانیزئ چې پاکه هوا او لمر وچلېږي، لاس په صابون پرېونځئ، جامی او بړستنې لمر ته وغوړئ او داسې نور؛ خو مولویانو حتی همدې 40 مخیز کتاب ته د شک په سترګه کتل.

دوی ډېره تلوسه درلوده چې دا کمکیانې د قرآن شریف حافظانې جوړې کړي. ما به ورته ویل چې دا نجونې به له حفظ وروسته څه شی شي؟ تاسو ښځې او نجونې جومات او جماعت ته نه پرېږدئ، ښځې په ادیرو او هېڅ ځای کې وعظ حق نه لري او تر ټولو مهمه دا کله چې تاسو له دې کمکیانو بېسواده جنکو څخه حافظانې او قاریانې جوړې کړئ، دوی به خپل کمال چېرته نندارې ته ږدي؟

ما دوی ته ویل چې په دې جنکو لس آیتونه حفظ کړئ؛ خو په مانا یې وپوهوئ چې دوی پوه شي چې قران شریف څه وایي! که دا جنکي یوازي حافظانې او قاریانې وي؛ نو وطن، ولس او دې کلي ته یې څه ګټه ورسي؟

اوس زما یادېږي چې هغه وخت د وردګو او غزني او هلمند او بدخشان او لنډه دا چې ټول افغانستان په کلیو کې داسې مدرسې جوړېدې چې د مدني معلوماتو څلوېښت مخیزه کتاب یې هم نه شوای برداشت کولای او دا دی اوس یې نتایج موږ په ټول هېواد کې په سترګو وینو چې وینې بهېږي او د هر ډول منځلاریتوب او مدني ژوند چیغه په ستوني کې ټپ کېږي او له دین څخه ډېره سیاسي ګټه پورته کېږي.

د نجونو د دې مدرسې جوړېدو په دوهم کال کې څو نجونې حافظانې شوې چې موږ سپینې جامې پرې ووېشلې؛ خو له کلي څخه په بېرته تګ کې مولویانو هغه د مدني معلوماتو کتابونه بېرته ماته راکړل او وې ویل چې دا په درد نخوري، بل ځل چې راتلې (منظره مرګ) کتابونه درسره راوړه چې دا ولس ډېره اړتیا ورته لري!!

اوس لسم کال دی چې زه خپل کلي ته نه شم تلای؛ خو دومره پوهېږم چې د هېواد- خپلواکۍ، نارې امان الله خان، مدني نهضت، عصري ژوند، پاکو جامو، موسقي، فلم- تلویزیون او لنډه دا چې پرمختګ او نوي ژوند د هر څرک په ضد تبلیغ روان دی او حتی خلک بیا د تیارې د راوستلو له پاره خولې بهوي!!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply