د یوې ورځې او شپې واکمن او د یوې ورځې او شپې ملکه/ ډاکټر لطیف یاد

0 736

که چا دهند دمغولو ددورې تاریخ لوستلی وي نو تاسو ته به جوته شي چې په هندوستان کې دیوې ورځې اوشپې واکمن ( پاچا) او دیوې ورځې او شپې ملکه هم تیره شوې ده .
کله چې د۱۵۳۹ زیږدیز کال دجون دمیاشتې په ۲۶۶ نیټه دپښتون شیرشاه سوري اودهند دمغولي واکمن همایون تر مینځ دبیهار په چوسه کې دګنګا دسیند پر غاړې جګړه وشوه نو همایون دشیرشاه له لاسه ماتې وخوړه نو نږدې و چې همایون دګنګا په سیند کې ډوب شي نوپه دغه وخت کې د یو سقاو په مرسته چې نظام نومیده داوبو نه راوایستل شواو دمرګ نه وژغورل شو او کله چې همایون تر دغې جګړې وروسته خپل بایتخت آګرې ته ستون شو نو نظام سقاو یې دیوې ورځې اوشپې لپاره دده دهغه ښیګڼې په وجه چې له ده سره یې کړې وه دهندوستان پاچا وټاکه او سکه یې دده په نامه جاري کړه او په دې توګه نظام سقاء دیوې ورځې لپاره دهندوستان پاچا شو .
همداراز کله چې دهمایون پاچا زوي اکبردهندوستان واکمن و نو دده زوی شهزاده سلیم چې په جهانګیر سره مشهور و ددربار دیوې وینځې ( کنیزې ) سره چې انارکلي نومیدله مینه پیداشوه. دانارکلي نڅا ، انداز او ښایست دشهزاده سلیم پام ځانته ورواړاوه او خپل زړه یې پرې بايلود او پرې مین شو. وروسته یې پلار اکبر دخپل زوی شهزاده سلیم دمینې په راز خبر شو او غو ښتل یې چې انارکلي شهزاده سلیم ته واده او دهندوستان ټولواکمنه ( ملکه ) ترې جوړه کړي ، خو بیا اکبر پاچا دخپلې مور حمیده بانو په حساسیتونو پوه شو ، ځکه موريې نه غوښتل چې دهندوستان ټولواکمنه ( ملکه ) دې ددوی ددربار او حرم یوه وینځه وي. د شهزاده سلیم او دانارکلي مینه نوره رسواشوه او اکبر انارکلي دلاهور په یوه خطرناکه زندان کې قید کړه ،خو د هغې سره دشهزاده سلیم دمینې برکت و چې دایې په زور له زندانه خوشې کړه او له ځانه سره یې په یوه پټ ځای کې وساتله .دا نارکلي پر سر دشهزاده سلیم او اکبر پاچآ اړیکي دومره خراب شول چې شهزاده سلیم دخپل پلار سره دجګړې اعلان وکړ .خو په دغه جګړه کې شهزاده سلیم ماتې وخوړله .اکبر پاچا خپل زوی سلیم ته دوه شرطونه وړاندې کړل چې یا به انارکلي ورته سپاري او یابه دمرګ سزا مني . انارکلي چې کله د دغه شرایطونه خبره شوه او دشهزاده سلیم مرګ یې نه شو زغملی نو پخپله داکبر پاچا دربار ته ورغله او ځان یې اکبر پاچاته تسلیم کړ.اکبر پاچا انارکلي ته وویل چې تا خو ژوندۍ نه پریږدمه خو مخکې تر دې چې تا ووژنمه خپل یو شرط ماته ووایه چې
ویې منمه . انارکلي ورته وویل : چې یوازې یو شرط لرمه او هغه دا چې غواړم چې دیوې
شپې لپاره دشهزاده سلیم سره واوسمه او دیو ې شپې لپاره د هندوستان ملکه شمه . اکبر پاچا دانار کلي داشرط ومانه او هغه دیوې شپې لپاره دهندوستان ملکه شوه ،خو سبا سهار اکبرپاچا خپلو پوځیانو ته امر وکړ چې انار کلي ونیسي او ژوندۍ یې دخښتو دیوال ترې تاو کړ او په دې توګه انارکلي دخښتو په دیوال کې مړه شوه .ویل کیږي چې دانارکلي نه په هغه ځای کې دخښتو دیوال راتاو شوی وچیرې چې اوس دلاهور د ښار دانارکلي بازار دی

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply