مایوسي

0 908

 

مایوسي

مایوسي ښه نوي ملګرو خو هر یار مایوسه کړۍ یمه
زه خپل کردار ، رفتار هر چار مایوسه کړۍ یمه
د دربدرو ناخبرو او خپل سرو نه ګیله نلرم
ځان چې ګڼي پوی او عالم او هم هوښیار
مایوسه کړۍ یمه

وعظ او نصیحت سپينو جامو د رئيا کار مایوسه کړۍ یمه
اوږدو شملو ببرو ګیرو لوی دستار مایوسه کړۍ یمه
وایی یوه کوي به بله بد عمله بد کرداره !
د هر مذهب دین او ایمان هر ټيکه دار مایوسه کړۍ یمه

هو زه نه دې کلي نه دې ښار مایوسه کړۍ یمه
زه دلته میشت هر یو غدار مایوسه کړۍ یمه
اوس چې هویت کې ځان افغان او مسلمان نه ګڼي
په خپل لستوڼي کې پټ مار مایوسه کړۍ یمه

ژبې چې پلوري او کړي ژباړې د اغیار مایوسه کړۍیمه
د څو پيسو او څو ټنګو اجاره دار مایوسه کړۍ یمه
د ځان په ګټه په هر څه کې روایت وباسي
زه دلته هر یوه نا اهله غوړه مار مایوسه کړۍ یمه

ګیره زما واک د بل چا زه دې ناتار مایوسه کړۍ یمه
وطن زما مېنه زما د بل اختیار مایوسه کړۍ یمه
ځينې لا اوس هم د خپل واک او اختیار لافې کړي
چې تظاهر د خپلواکۍ کړي دې واکدار مایوسه کړۍ یمه

اوبه له بره نه وي خړې هر شاخدار مایوسه کړۍ یمه
حق او حقدار په څپکو څپک شو لوی مکار مایوسه کړۍ یمه
ټولې نړۍ به چې د دوۍ په ګام خپل پل اخیستو
نن د نړۍ دا دیموکرات علمبردار مایوسه کړۍ یمه

غولوي ځان او که جهان زه دې چوتار مایوسه کړۍ یمه
زه ځان ځاني، خود غرضي د نفس ښامار مایوسه کړۍ یمه
ښه پرې پوهېږي چې د تورې غوا شېدې سپينې وي
زه دا کم بخت , عقل بیمار مایوسه کړۍ یمه

اوس راته وه وایاست ملګر چې اغیار مایوسه کړۍ یمه ؟
نه ، نه زه خپل عمل ، رفتار کړنلار مایوسه کړۍ یمه
نو ته او خدای چې ددې صفاتو سره څوک خپلواک وي
زه ظالم نفس حرص او هوس دا کږې لار مایوسه کړۍ یمه

حامد الوتاند

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply