کرکیله او اقتصادي وده / شوکت الله عابدافغان

0 870

د زراعتي سیستم اصلاح او پرمختګ د اقتصادي ودې اساسي لار …

د یوه هیواد د خودکفایې او پرمختګ لپاره زراعت او صنعت دوه مهم فاکتورونه دي او سکتورونه دي، د قدرت او قوت ترلاسه کول د هیواد لپاره که په سیاسی، ټولنیزه او یا هم اقتصادي برخه کې وي د نورو سکتورنو او برخو تر څنګ زراعت اړین سکتور دی  ، هغه په دې مفهوم چې د یوه هیواد اکثریت وګړی چې په کومه برخه کې مصروف وی که څه هم صنعت او یا زراعت وی ، نو نوموړي برخه د ډیر اهمیت درلودونکي وي . په همدی اساس زمونږ د هیواد لپاره زراعت ډیر ارزښناکه او حیاتي موضوع  ده .

له بده مرغه تر اوسه پوری مونږ دغه ارزښت ته خاصه توجه نه  ده کړی همدا علت دي چې د اړتیا وړ توکي په کور دننه نشو برابرولی او په بهرنیو وارداتو مو اتکا کړي ده .

خپل زراعت ته د نه پاملرنی له امله یو شمیر ستونزي د زراعت په برخه پراخه شوي دي .

  • د مسلکی کدرونو کموالی
  • د اوبو کموالی
  • د ځمکی کموالی
  • کارې بی کفایتی او نا انډولی
  • جګړی او ناامنی
  • زوړ دودیز کرنیز سیستم

دولت باید د مسلکی کدرونو روزلو ته ځانګړی پاملرنه وکړی تر څـــو د زراعت د توسعی لپاره د مسلکی کدرونو په وسیله تر هـــر څه ډیره توجه وشی ، او کـــرنیز سیستم ستندرد او پرمختللی شی.
د اوبـو کموالی او یا هم په بعضو سیمو کې یی نشتـوالـی زراعتی سکتور فـلج کـړی دی ، دولت باید د بندونو جوړولو لپاره لازمه اقدامات تر سره کړی تر څو په دی صورت کې د هغه اوبو مخه و نیول شی  یا یې د مقدار کم شې کومې اوبه چې ګاونډیو هیوادونو ته په وړیا ډول بهیږی ، (یاده دې وي چې فقط 30  سلنه اوبه په کور دننه کارول کیږي او پاتې 70 سلنه اوبه په وړیا توګه ګاونډویو هېوادونو ایران او پاکستان ته بهیږي.) چې په دی سره د اوبو د کمبود ستونزه حل ، بی اوبو ځمکی خړوبیږي ، اوبه ذخیره کیږي ، د برښنا د تولید امکانات زیاتیږي ، د وچ کالۍ مخه تر یوه حده نیول کیږي او تر ټولو مهمه نقطه چې د زراعتی ځمکو د کمبود ستونزه حل کیدای شی چې اوسمهال د زراعتی ځمکو کمبود یو د بحث وړ ستونزه ده ، د هیواد ټول پراخوالی 647500 کیلو متر مربع دی ، په دې کې تقریباْ 7.8 میلیون هکتاره ځمکه یا 78841.75 کیلو متر مربع ځمکه قابل د کښت ده چې په دغه اندازه کې 2.36 میلیون هکتاره چې 23860 کیلو متر مربع ځمکه کیږي اوبه ایزه ده او پاتی 5.46 میلیون هکتاره ځمکه چې 54680 کیلو متر مربع ځمکه للمي ده .

د اوبه ایزی ځمکې اندازه ډیره کمه ده چې زمونږ کورنۍ اړتیاوی نه شي پوره کولی ، هغه په دې معنی چې منظم زراعتي سیتم شتون نلري تر څو د اقتصاد له هغه فورمول څخه کار واخلي چې له لږې ځمکې ډیر محصول تر لاسه شي ، نو په دې صورت کې باید د اوبو لوی او وچت بندونو په جوړولو سره للمی ځمکی خړوب او یو منظم با اهمیته او مؤثر کرنیز سیستم را مینځته شی او په ضم کې د خاوری د حاصلاتو ظرفیت او د کمیاوی کود د با کیفیه  کیدو لپاره لازمی اقدام وشی .

د ځمکو ویش ، د دولت له لوری باید د ځمکو په مدیریت کې سالمه وړتیا پيدا شی او هغه  بی کفایتی باید له مینځه ولاړه شی تر څو د غصب شویو ځمکو د راګرځولو تر څنګ  د ځمکو د اساسی پراخوالی لپاره کار وشی.

تیری ناخوالی (جګړی) هغه توری تیارې وی چې د حیواناتو او انسانانو تر څنګ یی  نباتات هم زورولی دي ، زمونږ زراعت د جګړو په فانی پایلو کې ډیر ځپل شوی دی ، نو امنیت او سوله هغه څه دی چې د غوره زراعت لپاره زمینه برابروی او غوره زراعت اقتصادي پرمختګ ته قوت او سرعت وروبښي .

دودیز زراعتی سیستم باید نوین او مدرن شی .

کرنیز تخمونه باید دودیز وي خو سیستم دې مدرن او پرمختللی شی .

د ځمکو د حاصلاتو ظرفیت باید پیاوړی شی چې په دی برخه کې لا تر اوسه هم زمونږ دهقانان متاسفانه کره معلومات نلری خصوصاْ د لیری پرتو سیمو هستوګن ، نو په ټوله کې باید هغه اساسی فکتورونو ته پاملرنه وشی چې زراعت او تولید کې مهمه ونډه لری . چې په ټوله کې د هغه اساسي فکتورونه عبارت دی لکه ، ځمکه ، اوبه او کاري قوه . په اقتصادي وده کې د زراعت له پلوه دغه درې واړه افشنونه اصلی لاملونه دی .

له بله پلوه د زراعت په فرهنګ کې د مخدره توکو د کرکیلی پر ځای قیمتی توکی مروج کړو لکه زعفران او داسی نور .

د زعفرانو د پراختیا لپاره کار کول باید د دولت په لومړیتوبونو کې قرار ولری او همدارنګه بازار موندنه او مارکیټ برابرول ، په دغه برخه کې د دهقانانو د ظرفیت لوړاوی او د سوداګرو او خصوصی سکتور هڅونه هم دولت له پامه و نه غورځوی . د دی تر څنګ ځمکنی اصلاحات او د کرنیزو ځمکو پراخوالی لپاره باید یو زراعتی انقلاب رامینځ ته شی او په دی برخه کې باید پرمختګ وشی .

که پورته اصلاحات او اړینو نقطو ته پاملرنه وشی نو هیواد مو خودکفا او خپلو ټولو ستونزو د حل څخه پرته بهرنیو هیوادونو ته  د خوراکی توکو او نورو موادو منظم صادرات هم لرلی شو .

د یو په ځان بسیا پرمختللې او هوسا افغانستان په هیله .

شوکت الله عابدافغان

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply