خواجه محمد آصف

0 423

خواجه محمد آصف :
د امريکا په مشرۍ د ترهګرۍ ضد په نوم جګړه ((زموږ نه وه، بلکې موږ پردۍ جګړه او جعلي جهاد کړی دی))
پاکستاني عالمانو انتحاري حملې ناروا وبللې

د پاکستان د حکومت، نظاميانو، څارګرو، سياستوالو او ملايانو ((سياسي دلالانو)) د پام وړ :
دا تخصيص مو له کومه راوړ؟ اسلام خو د عالم بشريت دين دی چې کله ناکله قرآن په ((ياايها الناس)) ټول عالم بشريت رانغاړي. اسلام خو د بشريت د دنيوي واخروي او اجتماعي ښېګڼو دين دی. حلال يې ټولو ته حلال، حرام يې ټولو ته حرام ان تر دې چې د غيرمسلمو وژنه، خو لا څه ان چې سپکاوی وښکنځل يې روا نه دی، نو دا څنګه کېدای شي چې ځانمرګي بريدونه دې يوازې په پاکستان کې حرام او په نورو ځايونو کې جايز وي؟ د پاکستان اسلام لکه چې له نورې نړۍ نه جلا دی که څنګه؟

د څڼورو احمقانو طالبانو، حقانيانو او داعشيانو د اسلامي وسياسي پوهاوي په پار:
دا چې د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت د رسمي دريځ له مخې روښانه شوه چې موږ د پردۍ جګړه او جعلي جهاد کړی، نو تاسې ته څه مشروعيت درپاتې شو؟ ژوند مو هم تباه او آخرت مو هم خراب دی، نو فاعتبروا يااولی الابصار! اوس ستاسې خوښه چې څه کوئ؟

د بهرنيو چارو ورازت تل د حکومت رسمي دريځ روښانوي. دا چې خواجه محمد آصف د پاکستان د بهرنيو چارو وزير په زغرده له رسنيو سره دا مني چې د ترهګرۍ ضد ((خلاف)) په نوم جګړه زموږ نه وه، بلکې موږ پردۍ جګړه او جعلي جهاد کړی دی، نو زما نيوکه د خپلو احمقانو، ساده ګانو ((لوده ګانو)) طالبانو، حقانيانو او داعشيانو نه علاوه د لرې پښتونخوا د اکوړې مدرسې پر بنسټګر مولانا سميع الحق چې خلک يې د طالبانو رواحي پلار هم بولي او نوموړي هم منلې چې زياتره طالبانو د ده د مدرسې شاګردان دي. مانا دا چې مولانا صاحب پر افغانوژنه او د افغانستان پر ورانونه کې سيده له پنجابي بنسټ Panjabi Establishment سره شريک دی.

زه پر مولانا فضل الرحمان باندې حساب نه کوم، ځکه چې هغه لا پخوا د پنجاب پر اخور لوی شوی او تړل شوی دی او نه يې پر جماعت اسلامي باندې کوم. ځکه چې دا سياسي دلالان ول، خو مولانا ته خلکو په لروبره پښتونخوا کې د يو ديني نوموتي عالم په سترګه کتل، خو دی هم د مولانا فضل الرحمان غوندې د خپل مرحوم (متوفی) پلار له دايرې وتلی وو. دا ځکه چې مفتي محمود له بوټو سره لاس يو کړی وو او ضياء تازه بوټو اعدام کړی وو، نو د بوټو يا د خلکو ګوند او د مولانا مفتي محمود د ګوند ((جمعيت العلماء)) د پاشلو او نابودولو او کمزوري کولو لپاره يې د مولانا سميع الحق په غوږ کې ورته د خپلې پنجابي شيطانۍ او نظامي برترۍ لپاره اذان وکړ او دغه ډله يې دوه نه، بلکې درې څلور ځايه کړه. مولانا فضل الرحمان يوې خوا ته شو، مولانا سميع الحق بلې خوا ته شو. چا د بوټو لکۍ ونيوله او چا بيا د ضياء لکۍ ونيوله. مولانا عبدالله درخواستي خپله خوا ونيوله او داسې نورو هم خپله لاره بيله کړه، خو د خلکو ګوند تر يو وخته پر ځای پاتې شو، خو بيا وروسته ترې شيرپاو هم خپله لار جلا کړه.

زما نيوکه مولانا صاحب سميع الحق ته متوجه ده چې ښه مولانا صاحب چې د بهرنيو چارو وزير مو له رسنيو سره په زغرده وويل چې موږ د پردۍ جګړه او جعلي جهاد کړی او تاسې ومولانا فضل الرحمان د طالب ايله جار چې د پنجاب تپل شوې جګړه يې مخته وړله او تاسې ورته جهاد ويلو، نو اوس چې په لروبر پښتونخوا خلک د افغانستان د حکومت يعنې په افغانوژنه او هم په لره پښتونخوا کې د جهاد په نوم جنګېدلي او ژوند يې له لاسه ورکړی ستاسې ځواب د دوی کورنيو او ورثه وو ته او نړيوالو ته څه وي؟

تاسې خو يو ديني عالم ياست او طالبان مو د پنجاب له لورې له خپل ولس سره په يوې نااعلان شوې جګړه کې اچولي وو او هم مو پرې په ميلياردونه ډالره له امريکا اخېستي چې نن د امريکا ولسمشر ښاغلي ټرمپ په زغرده وويل چې پاکستان موږ ته له ترورېزم سره د مبارزې ضد (خلاف) جګړه کې له دروغو پرته بل څه نه دي راکړي، نو تاسې به رب العالمين ته د محشر پر ورځ څه ځواب ورکوئ؟

اوس د طالبانو، حقانيانو او داعشيانو اړوندو کورنيو او ورثه وو ته دا په کار دي چې خپل زامن، وروڼه او خپلوان له جعلي جهاد او د پنجاب له نااعلان شوې جګړې چې له کلونو راهيسې پر افغان ولس د سياسي واقتصادي موخو د لاسته راوړلو لپاره تپل شوې وپوهوي او ترې راويې ګرځوي. دا اوس زموږ د نړيوالو په شمول د ټولو افغانانو او هم د حکومت ملي – اسلامي، افغاني واخلاقي دنده ده چې خپله ټولنه او خلک وپوهوو چې د نورو يا د پرديو له جګړې او له جعلي جهاده لاس پر سر شي. هر څوک خپل مسووليت وپېژني او خپل عادي ژوند ته راوګرځي او د پاکستاني ملايانو ((سياسي دلالانو)) له سياسي فتواو نه ځانونه خلاص کړي. موږ د قرآن وحديث په رڼاکې د ټولو اسلامي ارزښتونو پر وړاندې مکلفيت لرو نه د سياسي دلالانو د فتواو پر وړاندې چې خوله کې ژبه يې خپله، خو خبره پرې د نورو کوي.

اوس د ټولو افغانانو، طالبانو، حقانيانو او داعشيانو په شمول په کار دي چې ورثه يې په پردۍ جګړه او جعلي جهاد کې د دې پاکستاني ملايانو ((سياسي دلالانو)) په فتوی وژل شوي او تاوان يې ليدلی د پاکستان د حکومت پر خلاف په نړيواله جنايي محکمې ته شکايت وکړي او محکمه پرې وچلوي. د افغانستان حکومت او نړيواله ټولنه ورسره بايد خپله مرسته وکړي چې لږ تر لږه اجتماعي عدالت تطبيق شي چې په راتلونکې کې بيا څوک له مذهب نه ناوړه او پر دروغو ګټه پورته نه کړي.

په درنښت
سيد حسين پاچا

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply