دعوت رسنۍ نهه ویشت کلنه شوه – عظم الدین علیمي

0 1,248

دعوت رسنۍ نهه ویشت کلنه شوه

عظم الدین علیمي – ناروې

دعوت رسنۍ نهه ويشت کلنه شوه څه د پاسه شل کاله د دعوت مياشتنۍ خپرونې د لوستنې وياړ را په برخه دی. دعوت د خپل نشراتي ژوند بشپړتيايي پړاوونه په ډېره ښه توګه وهلي او د رسنيو په کتار کې يې خپل وياړلی ځاي موندلی دی. دعوت په ډېر لږ وخت کې د هيواد د اديبو، ژبپوهو، تاريخپوهو، ټولنپوهو، سياستپوهو او په نورو برخو د مسلکي ليکوالانو پام ځان ته وراړولی او د هغوي همکاري يې خپله کړې چې په پايله کې د نشراتي ډګر ځلانده خپرونه ګرځيدلې او په زرګونو لوستونکي يې موندلي دي. په تېرو کلونو کې دعوت په بشپړې ناپلوۍ سره د هيواد ستونزې له ملي دريځه څيړلي او د هيوادوالو د اذهانو په روښانتيا کې يې خپله ملي دنده ترسره کړې ده. د دعوت مياشتنۍ خپرونې له لارې، د افغانستان ځوريدلو خلکو ته د خدمت په موخه، د رسنۍ د مؤسس او د امتياز د خاوند، ښاغلي محمد طارق بزګر، شپه ورځنۍ هڅې او زيار د ډېر قدر او ستاينې وړ دي. د دعوت خپرونې د نهه ويشتمې کليزې په مناسبت ښاغلي بزګر صيب، د خپرونې قلمي همکارانو او لوستونکو ته مبارکي وايم او د بزګر صيب د لا زياتې بريا هيله کوم.

هيره دې نه وي چې ښاغلي محمد طارق بزګر د دعوت میډیا ۲۴ په نامه د ويبپاڼې خپروونکی هم و چې اوس يې نوم افغان سباوون او دعوت میډیا۲۴ دي او له دې لارې يې هم د قدر وړ خدمتونه ترسره کړي او تر سره کوي يې.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply