اووه (۷) ناوړه عادتونه چې ستاسو د بریالیتوب مخه نیسي

0 995

لیکواله: لولي ډسکال 

ژباړن: حضرت عثمان نوري

که تاسو بریالي اشخاص وینئ، دوی په آسانې دې مقام ته نه دي رسیدلي او په دې لاره کې یې هر ډول سختۍ او تکلیفونه ګاللي دي. که غواړئ خپل هدف په اسانۍ ترلاسه کړئ، نو لومړی دا اووه عادتونه له ځانه لرې کړئ، بیا خپل فعالیت ته دوام ورکړئ.

لومړی: واک او صلاحیت نورو ته ورکول

که تاسو د بریاوو ژوند غواړئ، نو ددې لپاره ښه خبره دا ده چې خپلې چارې په خپله ترسره کړئ او خپل صلاحیت بل چاته مه ورکوئ. خپل کنترول هېڅکله له لاسه مه ورکوئ، ځکه ستاسو کنترول ستاسو اوسنی مقام ښه رهبري کولی شي او د کنترول نشتون ستاسو بریا شکمنوي.

دوهم: زړه نا زړه کېدل

که تاسو د ښه راتلونکي هیله لرئ او غواړئ بری ترلاسه کړئ، نو ددې لپاره باید هر اړخیزه فکر ولرئ، ددې ترڅنګ په هر ډول ښوونیزو (اکاډومیکو) غونډو او مجلسونو کې برخه واخلئ، زړه مه وهئ، هغویو ته غوږ ونیسئ، تقلید ترې وکړئ او چې څومره ژر امکان لري، هلته په سټېج (درېز) وینا وکړئ او خپل شخصیت نورو ته ور معرفي کړئ.

دریم: د منفي فکر لرونکو خلکو سره ناسته

تاسو په ژوند کې د څومره منفي خلکو سره ناسته پاسته لرئ؟ که تاسې په ورځنېو چارو کې له داسې ملګرو سره مخ کېږئ چې نظریات او مفکورې یې منفي او د تشویق له اړخه صفر وي، نو له داسې ملګرو له ناستې پاستې ځان را ټول کړئ او هغه انرژي چې تاسو یې له هغویو سره مصرفوئ، که په خپل ځان یې مصرف کړئ، آغېز یې ښه پایله لرلی شي.

څلورم: نوښت نه کول

که تاسې په تېر کې ژوند کوئ او د نوښت په اړه کوم پلان ونه لرئ، نو دا ستاسو ناکامي ده او د پرمختګ هیله مه کوئ. په تېر کې پاتې کېدل ستاسو د وروسته پاتې کېدو لامل ګرځي. لطفاً د خپلو فعالیتونو لپاره یو منظم او د نوښت ډک پلان جوړ کړئ؛ څو مو بری په برخه شي.

پینځم:ځنډ کول

ستاسو د ژوند هره لحظه تر هر څه ډېره ارزښتناکه ده، او ضایع کول یې ستاسې لپاره بد زیری دی،  ځکه وخت سره زر دی او باید قیمتي وګڼل شي. له وخت مو ښه استفاده وکړئ او بې ځایه یې مه تېروئ. دا هم مهمه ده، که مو چارې د ورځې پای ته ورسېدې، نو په مثبتو فکرونو خپل فري ټایم بوخت کړئ.

شپږم: مایوسه کېدل

که تاسې څو ځل د خپل ښه راتلونکي لپاره سترو ازموینو کې برخه اخیستې وي او بیا یې پایله منفي اعلان شوې وي، نو ورته مه نا امېده کېږئ او راتلونکې ازموینې ته پوره چمتوالی ونیسئ. کلک هوډ او قوي عزم ستاسو د بریالیتوب مزل راکموي.

اووم: راتلونکي ته هیله مندي نه لرل

که تاسې خپلې چارې مخته وړئ او ددې هیله نه لرئ چې کار مو ګټور دی او یا به ښه مخته ولاړ شي، په دې کار سره خپل بریالتیوب په لوی لاس د ګواښ سره مخ کوئ. لطفاً خپلو فعالیتونو ته مو دوام ورکړئ او د مثبتې پایلې لپاره یې هیله مندي ولرئ.

په مهربانۍ سره! پورته عادتونه پرېږدئ او د بریا په لاره خپل مزل پېل کړئ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply