ښاغلی واحد فقیري د دعوت د پوښتنوپه ځواب کې:

0 1,680

په وطن کي شاوخوا د قدرت جزیرې مخ پر زیاتیدو دي

واحد فقیري: تاسو د افغانستان د سیاسي وضعیت په باره کي ځیني مهمي پوښتني مطرح کړي دي. زه به دلته هڅه وکړم چي ستاسو ځینو سوالونو ته لنډ جوابونه ووایم.

اول، د افغانستان فعلي وضعیت بحراني او مبهم دئ. جنګ د پخوا په شان روان  دئ. امنیت تر پخوا څو چنده خراب سوی دئ. د وطن په ګوټ ګوټ کي د امریکایانو بمباري څو چنده زیاتي سوي دي. دغه راز‌ په مسجدونو، فاتحو، او جنازو کي د طالبانو او نورو مخالفانو انتحاري حملې ډیري سوي دي. د ټولو نویو احصاییو پر اساس، د مخالفانو د نفوذ ساحه تر پخوا پراخه سوې ده. لويي لاري ناامنه سوي دي.

په اقتصادي ساحه کي هم حالات تر پخوا خراب سوي دي. بېکاري، مهاجرت، او په ځوانانو کي له وطنه فرار ډیر سوی دئ. ملي عایدات کم سوي دي. تجارت خراب سوی دئ. او د وطن ټول اقتصاد پر خارجي اعانو باندي متکي سوی دئ. د اشرف غني حکومت له سره تر پایه وابسته او  فاسد سوی دئ.

د سولی او مذاکراتو په برخه کې هم کوم خاص حرکت نه لیدل کېږي. د سولي مذاکرات په ټپه ولاړ دي. د قطر دفتر نیمه تړلی ښکاري.

بلخوا، د امریکا پالیسي هم نامعلومه غوندي ده. ټرمپ د افغانستان ټول مسولیت نظامیانو ته ورسپارلی دئ. او داسي ښکاري چي د جنګ اوږدول ئې اساسي هدف دئ.

لنډه دا چي د افغان د جنګ اصلي طرفونه (امریکا، طالبان، د کابل رژیم، او پاکستان) د سولي د راوستلو لپاره کومه خاصه عجله نه لري.‌

د دې بد حالت تر څنګ، سیاسي حالات هم ډیر بحراني دي. اشرف غني د یوه والي د برطرفه کولو جرائت او قدرت نه لري. په وطن کي شاوخوا د قدرت جزیرې مخ پر زیاتیدو دي. او مرکز تر پخوا ډیر کمزوری سوی دئ.

زما ګومان دا دئ چې اشرف غني په حکومتوالي کي تر حامد کرزي ډیر ناکامه دئ. پدې تېرو څلورو کالو کې اشرف غني خپل اکثره پخواني یاران له لاسه ورکړل. ډیر خلګ ترې خوابدي سول. او اوس فقط څو چاپلوس او غرضي خلک په ارګ کي ترې راچاپیر دي.

په اخر کي، باید دا هم ووایم چي افغانان باید خپله لاس په کار سي،‌ او د عمومي ناستو له طریقه خپل مشکلاتو ته د حل لاره پیدا کړي. د افغانستان مشکل د افغانانو مشکل دئ.

دا مرکه د دعوت په ۲۳۴ -۲۳۵ ګڼه  کې خپره شوې ده

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply