افراطیت ته مخه مه ورکوئ/ګلرحمن رحماني

0 852

 افراطیت او ترهګری لیونتوب دی ، جنون دی ، رواني ناروغي ده  او پر خپلو کورنیو مو پام کوئ چې په دې خطرناک وایروس اخته نه شي، ځکه دغه بې رحمه ډله له وژنو، ورانو، دربدریو او ویجاړیو مه واره نور هیڅ هم نه پېژني.

د افراطیت د کورنیو او حکومتونو او مسوولیتونو له بې غورۍ، ناپامۍ، فقر، محرمیت او استبداد څخه سرچینه اخلي، چې په نړۍ کې جګړه له همدې څخه را پیدا کېږي ، بل جنګ په هغو هیوادو او ملتونو کې وي یا د نورو په نسبت زیات وي ، چې استبدادي حکومتونه لري.

که مونږ د افغان ولس فقر او استبداد ته وګورو نو له افغان ولس نه دواړه اخیستل شوی دی څلور لسیزی کیږي چې له افغان ولس نه ازادي اخیستل شوې او څلور لسیزې کېږې چې په افغان ولس باندې ظلم ، زور او زیاتی روان دی او د جنګ له وجې ډېری افغانان له فقر او بېوزلۍ سره لاس او ګریوان دي .

افراطیت د نورو سترو قوتونو د استفادې مرجع ده او د هغوی په وسیله منځ ته راغلی او راځي خو افغان ولس د وژل کېدو په خاطر د افراطیت په سینه کی څوک قهرمانان شول څوک جهاد سالاران وټاکل شول ، څوک پکی په نوم جنرالان شول ، څوک پکې په نوم د خلکو استازی ( وکیلان ) شول ، څوک پکې په نوم وزیران شول چې ملت یې یرغمل کړی دی او د ملت په سرونو باندې لوبې کوي او بیچاره ، زوریدلی او کړېدلی ولس یې یواځې تماشا کوي.

افراطیت تر خپل حد تېري ته وايي، داسې تېری چې د یوه بل فرد یا افرادو د مجموعې پر حقوقي حریم د بې منطقه توجیهاتو په زور تجاوز وشي، نن که مونږ اسلامي نړۍ په ځانګړی ډول بیا افغانستان ته وګورو تر ډېره پکې ناقانونه سرغړونې کېږي ، د مثال په توګه که د قانون حاکمیت ته وګورو قانون په یو هیواد کې په مېشتو ټولو وګړو یو شان تطبیقېږي ،  د کورنیو چارو وزارت په  افغانستان کی ټولو اتباعو ته امر وکړ چې باید د موټر تورې ښیښې صفا ( سپینې ) کړئ خو بدبختانه ځینی زورواکي یی اوس هم نه عملې کوي او د قانون عملي کیدل یواځې په عام او بیچاره ولس عملی کوی .

افغانستان ځکه تر بل هر ځای افراطیت ځپلی دی چی له یوی خوا یی په خپله په کور کی یو شمیر بچیان د ټیټ شعور له امله د ژوند په هر اړخ کی په افراط معتاد دی او له بلی خوا یی د تعلیم کچه کمه ده ، که مونږ په ولایتونو کی لری پرتی سیمو ته ولاړ شوه ماشومان مو د تعلیم نه بی برخی دی ماشومانو ته تر ډیره د افراطیت درسونه ورکول کیږی او هغه ځایونه چی ماشومان پکی تعلیم حاصل کړی د دولت مخالفینو له لوری سوځول کیږی.

د افراطیت هیڅ ګټه نړی او اسلام ته نشته ځکه اسلام اعتدال یا برابروالی راولی او افراطیت اعتدال یا برابروالی له منځه وړی .هر کله چی اعتدال یا برابروالی ترپښو لاندی شی هلته په ټولنه کی لوړی او ژوری رامنځته کیږی او د بی ثباتی او وروسته پاتی والی سبب کیږی.

 که مونږ د افغانستان تیری ورځی برید ته وګورو ډیری ماشومان ، ځوانان ، پلرونه میندی او خویندی پکی ووژل شول بیګناه انسانان یی ووژل او که  په روهنګیا هیواد کی د روهنګیایی مسلمانانو حال وګورو د ډیری مسلمانانو کورونه د بودایی مذهبه لخوانه وسوځول شو ډیری بی عدالتی رامنځ ته شوه مړی یی ورته وسوزول مهاجرتونه رامنځ ته شول د خلکو بی عزتی وشوه .

نو حکومت او د کورنیو مسوولینو ته ښایي چې په کورونو، چاپیریال، ښوونځیو او بل هر ځای کې د افراطیت، تشدد او تاوتخریوالي مخه ونیسي، ځکه چې دا د هېواد او راتلونکي ځوان نسل برخلیک له تباهۍ او بربادۍ سره مخ کوي.

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply