لېټیم لرونکې بېټرۍ ولې چاودنه کوي؟/ ژباړه: حمیدالله حمیدي

0 940

سره له دې چې لېټيم لرونکې بېټرۍ په ټوله کې ډېرې کارېدونکې دي او په ډېری برېښنایي توکو کې ګټه ترې اخیستل کېږي، خو ډېر کم داسې پېښېږي چې اور اخلي او تر دې هم بده هغه دا چې چاودنه کوي. د دې ډول بېټریو د چاودېدو ډېرې پېښې په ګلکسي نوټ ۷ موبایلونه کې وشوې چې په ازمایښتي ډول بازار ته را ووتل او ډېری یې وچاودېدل. دې پېښو هغه وخت د سامسونګ شرکت پر توليداتو د خلکو باور را کم کړ.
دغه راز د (اپ پي) په ازمایښتي لپټاپونو کې هم دغه ډول بېټرۍ وچاودېدې، چې دغه شرکت اړ شو څو خپل پلورلي لپټاپونه بېرته را ټول کړي. لکه څه ډول مو چې مخکې وویل دغه ډول بېټرۍ په ټوله کې ډېرې خوندي او له ښه کیفت څخه برخمنې دي، خو کله چې ځینې داسې پېښې رامنځته شوې، په نړیواله کچه د خبرونو سر ټکي وګرځېدې. اوس غواړو په هغو لاملونو پوه شو چې ولې او څه ډول دا بېټرۍ چاودنه کوي؟
چارج کېدونکو بېټريو چې په لپټاپ، موبایل، ټبلېټ، برقي موټرونو، الوتکو او یا په ټوله کې په ټکنالوژيکي وسایلو کې کارول شوې دي په نړۍ کې د لويو بدلونونو سبب دي. که دغه ډول بېټرۍ نه وای اختراع شوې، موږ اړ وو چې په ټکنالوژيکي وسايلو پسې د برېښنا مزي وګرځوو.
لېټيم لرونکې بېټرۍ څه ډول چاودنه کوي؟
په دې بېټریو کې دوه الکټروډونه شتون لري چې یو یې د کتود او بل یې د انود په نوم یادېږي. کتود مثبت او انود منفي چارج لري. دواړه الکټروډونه د یوې نازکې پردې په وسیله له یو بل څخه بېل شوي چې د ناڅاپي یو ځای کېدو مخه یې نیسي. کله چې لېټيم لرونکې بېټرۍ چارج کوی، لېټیمي ایونونه د یوې ځانګړې انرژۍ په وسیله له کتود څخه حرکت کوي او وروسته د همدې ځانګړې او خوندي پردې په وسیله الکټرونیکي مایع د انود په خوا ورځي. کله چې د بېټرۍ چارج کمېږي دغه مرحله برعکس کېږي. یعني لېټيمي ایونونه له انود څخه د کتود پر طرف ځي. همدا عمل او عکس العمل دی چې ستاسو لپټاپ یا موبایل روښانه ساتي.
په کوچنيو بېټريو کې (موبایل او نورو کې چې کارول کېږي) یوازې یو لېټيمي سلول شتون لري، په داسې حال کې چې د لپټاپ په بېټریو کې له ۶ نیولې تر ۱۲ لېټيمي سلولونه ځای پر ځای شوي دي. همدا راز په موټرو او الوتکو کې په کارېدونکو بېټریو کې په سلګونو لېټيمي سلولونه کارول شوي دي.
د لېټيم لرونکې بېټرۍ یوه ځانګړنه دا ده چې ډېره انرژي ذخیره کوي. په یوه ځای کې د زیاتې انرژۍ ذخیره کېدل خپله چاودنې ته لاره هواروي، البته که په جوړولو کې یې ناغېړي شوې وي. که په بېټرۍ کې لېټيم په کنټرول کېدونکي ډول جریان پیدا کړي، ستاسو الکټرونيکي وسایل به روښانه وي، خو که دغه جریان په بې پامۍ او پر یو ځای ټول حرکت وکړي هغه ده چې چاودنه رامنځته کېږي.
په دغه بهیر کې کوچنۍ دمه د اور او چاودنې لامل کېږي. دغه پېښه هغه وخت رامنځته کېږي چې ساتونکی پوښ د انود او کتود تر منځ د تماس مخه ونه شي نیولی. کله چې انود او کتود له یو بل سره په تماس کې شي، بېټرۍ په شدت سره ګرمېږي.
ډېر داسې لاملونه شته چې کولی شي ساتونکی پوښ خپله دنده سمه تر سره نه کړای شي او د کتود او انود ترمنځ تماس پیدا شي. دغه لاملونه په لاندې ډول دي:
په تولید کې نيمګړتيا
کېدای شي په ټوله کې د بېټرۍ د جوړېدو پرمهال ناغېړي شوې وي. د دې ناغېړۍ ښه بېلګه د سامسونګ ګلکسي نوټ ۷ په بېټریو کې لیدل کېدای شي. ځکه په دې بېټریو کې په هېڅ ډول د کتود او انود تر منځ د بېلېدونکې پردې کیفیت ته پاملرنه نه وه شوې. په ځینو ماډلونو کې د بېټرۍ د چارج پر مهال بېټرۍ پړسېږي، الکټرودونه خمېږي او د کتود او انود تر منځ فاصله له منځه ځي.
بهرني لاملونه
لوړ حرارت د دې لامل کېږي چې ستاسو بېټرۍ ستونزه پیدا کړي. که مو موبایل او یا هم بله الکټرونیکي وسیله ګرمو شیانو ته نږدې وي، ډېر امکان شته چې اور واخلي او یا هم چاودنه وکړي. ډېر نور عوامل هم شته چې د بېټرۍ د ګرمېدو، اور اخیستو او چاودېدو لامل کېدای شي. د بېلګې په توګه ضربه او څو ځله له لاسه د موبایل لوېدل. ځکه دغه چاره د دې لامل کېږي چې د کتود او انود بېلوونکې پرده له منځه ولاړه شي، دواړه سره وصل شي، ګرم شي، اور واخلي او چاودنه وکړي. دغه راز د بېټرۍ سوري کېدل هم دې پېښې ته لاره هوارولی شي.
د بې کیفیته چارجر کارول
بې کیفته چارجر هم د دې لامل کېږي چې ستاسو د موبایل بېټرۍ ستونزه پیدا کړي. له همدې کبله سپارښتنه کېږي چې د خپلو الکټرونیکي چارچېدونکو وسایلو لپاره د شرکت له اصلي چارجرو ګټه واخیستل شي. که ډېرو شرکتونو د چارجرو جوړولو کارو بار پیل کړی وي، ښه ده چې د یوه نامي شرکت له محصولاتو استفاده وکړی.
لېټيم لرونکې بېټرۍ خپله د چارج اخیستو داسې یو سېسټم لري چې کله یې چارج پوره شي په اتومات ډول پرې برېښنا پرې کېږي، خو کله کله دغه سېسټم له ستونزې سره مخ کېږي او خپله دنده سمه پر مخ نه شي بېولی. بېټرۍ له کچې زیات چارج اخلي، ګرمېږي چې په پایله کې د بېټرۍ د اور اخیستو او چاودنې لامل کېږي.
لکه څه ډول مو چې مخکې وویل، د موبایلونو او نورو کوچنیو برېښنایي توکو بېټرۍ د یوه سلول درلودونکې دي، خو ایفون لس بیا په دې منځ کې استثنا دی، ځکه د ایفون لس په بېټرۍ کې له دوو سلولونو څخه ګټه اخیستل شوې ده. په لویو برېښنایي چارجېدونکو وسایلو کې بیا له څو سلولونو څخه ګټه اخیستل شوې ده. که بسته بندي په سمه توګه نه وي شوې د یوه سلول ګرمېدل هم د بېټرۍ د اور اخیستو او چاودېدو لامل کېدای شي. څومره چې په یوه بېټرۍ کې زیات لېټيمي سلولونه کارول شوي وي او ستونزه پکې پیدا شي په هماغه کچه یې خطر هم زیات وي.
که څه هم چې دا ډول پېښې ډېرې کمې رامنځته کېږي، خو کومې چې رامنځته شوې هم دي په ډېره لوړه کچه یې خبري پوښښ پیدا کړی دی. دې چارې د بېټریو جوړولو شرکتونه نور هم خپل درانه مسوولیت ته متوجه کړي، څو تر وسې وسې پورې له دې ډول ناوړه پېښو مخنیوی شوی وي او خپل اعتبار یې ساتلی وي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply