هره کورنۍ باید یو شخصي ډاکټر ولري!/ ډاکټر نادیه

0 1,012

نژدې په ټوله نړۍ کي دا دود دی چي هره کورنۍ شخصي ډاکټر او یا هم قابله لري، خو افغانستان کي دا چاره نادوده ده.
د نړۍ اکثره اوسېدونکي مخکي تر دې چي ناروغ سي خپل شخصي ډاکټر سره لیدني کتني کوي او یا هم روغتونونو ته ورځي، خو زموږ هیواد کي ناروغ هغه مهال روغتون ته وړل کېږي چي د ځکندن ورسره حملې سي.
که څه هم اوس افغانستان کي BPHS لومړني روغتیايي خدمات تر ډېره حل سوي، خو بیا هم خلک یا ورسره بلد نه دي یا ئې هم په اړه معلومات نه لري.
دلته اوس هم اوسېدونکي د نورو کسانو له خولې په اورېدلو ډاکټرانو پسې ګرځي.
کله چي نابلده ناروغان او د هغوی خپلوان له داسي ډاکټرانو سره مخ کېږي نو ډاکټر خپل جېب، درملتون والا او شرکت ته حساب کوي او خلک شکوي.
⇄که چېري هره کورنۍ ډاکټر او یا هم قابله ولري نو لاندي ګټي به ئې کړي وي:
↩: نور به درملتون والا پلنډي درمل نه درکوي، د ډاکټر له فيصدۍ څخه به خلاص وي او تر څنګ به د شرکتونو له نېټه تېرو درملو څخه هم بېغمه وي.
↩: په طبابت کي ځیني تاریخچې اخستل ډېري اړیني دي او دا تاریخچې د ناروغيو په تشخیص او درملنه کي ۵۰ سلنه ګټه لري.
په داسي تاریخچو کي د ناروغ کورنۍ، چاپېریال، په کور کي د کورنۍ د غړو شمېر، د ناروغ مسؤلیتونه او داسي نور په کښي ساتل کېږي او تر څنګ ئې د رواني نارغیو معلومات هم په کښي وي.
همدا راز د ناروغ کورنۍ د غړو په اړه هم پوښتل کېږي چي ځیني ناروغۍ په وراثتي ډول یا میراث پاتېږي د یوه شخص څخه بل شخص ته انتقالېدای سي.
د بېلګي په ډول: شکره، د زړه ناروغۍ، یا هم جنیټکي مسایل.
↩: مخکنیو کتنو ته په کتو باید ناروغ ته نور درمل ورکړل سي ځکه چي هر انټي بیوټیک هر مهال اغېز نه لري، داسي هم کېدای سي د انسان معافیتي سیسټم کوم عکس العمل ښکاره کړي، قبول ئې نه کړي یا ئې د وجود معافیتي سیسټم سخت کمزوری وي زور ئې په ونه رسېږي.
↩: اقتصادي تاریخچه؛ د انسان د وس خبره ده څونه ګټلای سي، څنګه خواړه اخلي، د کومو خوړو څخه ګټه اخلي؟
خوراکي رژیم زښت اړین دی، په ورځ کي درې ځله خوراک، په خوراکونو کي بدلون، د ساړه سوو خوراکي توکو بیا ځلي نه او یا هم څنګه استعمال او داسي نوري چاري هم د همدې تاریخچې برخي دي.
↩: شخصي تاریخچه؛ دا انسان شخصآ څنګه دئ، چېري او له چا سره ناسته او ولاړه لري، کار ځای ئې څنګه دئ، او کوم عمل خو به نه لري؟
څو تاریخچې نوري هم موږ په غیر مستقیم ډول اخستلای سو لکه رواني او فزیکي.
که چېري د یوه ناروغ څخه منظمه او درسته تاریخچه واخستل سي نو دا باور درکولای سم چي ناروغ مو ۵۰ فیصده تشخیص سوی او درملو ته ئې ۵۰ فیصده اړتیا سته چي هغه درملو په ټاکنه کي هم ښه مرسته درسره کولای سي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply