مېرمني له ولادت څخه مخکي باید څه وکړي؟ (۱) /ډاکټر نادیه

0 1,770

هغه مېرمني چي حاملې وي هغوی باید تر زېږون پوري څلور ځله ډاکټر او یا هم قابلې سره وویني. لومړۍ کتنه: د دریو میاشتو او یا هم دوولسو اوونیو په جریان کي باید مور ډاکټر ته مراجعه وکړي او دا څرګنده کړي چي کوچنی لري او که د یوې ناروغۍ له کبله ئې میاشتنۍ ناروغي ځنډېدلې ده. بله مهمه خبره دا ده چي د لومړۍ میندوارۍ پر مهال باید ډېر احتیاط وسي، ځکه چي دا وخت له ناروغیو، امراضو او وایروسونو څخه ځان ساتل اړین دي. د لومړۍ میندوارۍ پر مهال مېرمنو ته درمل نه ورکول کېږي، که چېري کوم اختلاط شتون درلود بیا نو د درملو اړتیا ده. دوهمه کتنه: تر پنځمي میاشتي او یا هم شلمي اوونۍ وروسته میندواره بیا ځلي کتل کېږي او دا ځل ئې د جنین وده هم کتل کېږي.

همدا راز که چېري ټېټانوس واکسین ئې نه وي پوره کړی هغه هم له همدې ځایه ورته پیل کېږي. په دې موده کي مور ته د غذايي رژیم په اړه هم مشورې ورکول کېږي او کېدای سي مینداوري ته قابله/ ډاکټر نوري لاري چاري هم وروښيي. درېیمه کتنه: له ۲۶مي اوونۍ وروسته میندواره باید بیا ځلي ډاکټر او یا هم قابلې ته مراجعه وکړي او دا ځل د ټېټانوس واکسین د دوهم ډوز وخت هم وي او همدا راز دې وخت کي اکلمسیا/ پري اکلمسیا (په نس کي د کوچني چپه او راسته) په اړه هم معلومات کېږي.

دې وخت کي د میندواري وینه کتل کېږي او ځيني نوري لاري چاري هم ورته ښول کېږي. څلورمه کتنه: د ۳۴ او ۳۸ اوونیو په منځ کي میندواره باید بیا ځلي له ډاکټر او یا هم قابلې سره وګوري. دا هغه وخت دی چي باید د زېږون دقیقه نېټه څرګنده کړل سي، د کوچني حالت وکتل سي او له مور سره نوري روغتیايي لاري چاري شریکي کړل سي. دا نو هغه مهال دی چي مور د زېږون شپې او ورځي شمېري او دې ته په تمه وي چي کله به د اولاد د زېږون زېری پر وسي. یوه بله مهمه خبره دا ده، تاسو چي کوم روغتیايي مرکز ته نژدې یاست هلته ځان راجسټر کړئ څو هغوی تاسي له ځان سره ثبت کړي. هغوی به تاسو ته یو کوچنی کارډ درکړي او پر هغه باندي ځيني یاداښتونه لیکل کېږي او دا چاره ستاسو سره د ښه زېږون همکاري کوي. که چېري روغتیايي مرکز در نژدې نه وي نو تاسو کولای سئ چي له یوې قابلې سره اړیکه وساتئ، ځکه چي دا چاره ستاسو د ښه او سالم زېږون تضمین کوي.

حیا زېور

د دې لیکنې په بله برخه په لاندې لینک لوستلای شئ:

تر زېږون وروسته ميندي باید څه وکړي؟(۲)/حیا زېور

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply