تر زېږون وروسته ميندي باید څه وکړي؟(۲)/ډاکټر نادیه

0 1,199

په مخکنۍ لیکنه کي مو ولوستل چي تر زېږون مخکي باید میندي څلور ځله له ډاکټر او یا هم قابلې سره وویني، خو تر زېږون وروسته هم څلور ځله کتني اړیني دي. لومړۍ کتنه: له زېږونه تر شپږو ورځو باید مور او کوچنی دواړه روغتون ته ور وستل سي چي ډاکټر او یا هم قابله ئې وویني. که چېري د زېږون پر مهال د مور نس ته کوم ګواښ پېښ سوی وي، لړمون چرکي سوی وي، کوچني ته کومه ستونزه جوړه سوې او یا هم د کوچني نو “ناف” مېکروبي سوی وي، همدا ئې د درملني وخت دی.

همدا راز که چېري د کوچني نو خراب تړل سوی وي او یا هم د ژړۍ تر ګواښ لاندي وي، همدا ئې وخت دی. پر دغه مهال د BCG په نوم لومړنی واکسین باید نوي زېږېدلي کوچني ته زرق “ولګول” سي. په اړوند روغتون کي کوچني ته د تذکرې په نوم یو کارټ ورکول کېږي چي ټول معلومات په کښي لیکل کېږي.

دوهمه کتنه: تر ۲۶ ورځو وروسته باید مور او کوچنی دواړه روغتون ته مراجعه وکړي، څو د کوچني وزن، وده او د مور روغتیا او غذايي رژیم وکتل سي. دلته کتل کېږي چي کوچنی وده کوي او که د کومي ناروغۍ له کبله وزن بایلي.

درېیمه کتنه: دا ځل کتنه باید له ۴۵ ورځو څخه وروسته وي او دا ځل بیا نوي زېږېدلي کوچني ته DPT په نوم واکسین ورکول کېږي. د دغي کتني پر مهال مور ته روغتیايي لاري چاري ښول کېږي او تر څنګ ئې که چېري مور په نژدې موده کي بل کوچنی نه غواړي د مخنیوي په اړه همکاري ورسره کېږي.

څلورمه او وروستۍ کتنه: دا ځل کتنه له شپږو میاشتو څخه وروسته پیل کېږي. دا هغه مهال دی چي میندي خپلو نوو زېږېدلو کوچنیانو ته باید خوراک پیل کړي.

په دې کتنه کي ډاکټران کوچنیانو ته د خوراک ورکولو په اړه له میندو سره خبري کوي او هغوی ته بېلابېلي مشورې ورکوي. همدا راز د مور او کوچني له پاره د یو شمېر ناروغیو د تشخیص په اړه معاینات ترسره کېږي. بله مهمه خبره دا ده چي دې کتنه کي روغتیا پالان میندو ته لاري چاري ښيي چی باید له کوچني سره څه ډول مخ ته ولاړي سي، ځکه چي دې وخت کي د کوچني لویښت، ذهن او خوراک ته باید جدي پاملرنه وسي. که ئې لنډ ووایم، د کتنو وخت تر ۶ ورځو، ۲۶ ورځو، ۶ اوونیو او ۶ میاشتو وروسته.

لومړس برخه دلته لوستلای شئ:

مېرمني له ولادت څخه مخکي باید څه وکړي؟ /حیا زېور

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply