سعودي ته د ښاغلي اتمر د سفر ارزښت/ محمد روښان ښاد

0 1,060

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د سعودي عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان آل سعود په رسمي بلنه د یاد هېواد پلازمېنې ریاض ته په سفر تللی دی. سعودي عربستان چې په اسلامي نړۍ او سیمه کې ځانګړی مقام لري، نو له دې امله به یاد هېواد ته د ښاغلي اتمر سفر د افغانستان لپاره ښې پایلې ولري.

په پام کې ده چې ښاغلی اتمر به د سعودي عرستان مقاماتو سره د کتنو پرمهال د دواړو هېوادو د اړیکو د لا پراختیا او همکاریو په اړه بحث او خبرې وکړي. ښاغلی اتمر په داسې وخت کې سعودي عربستان ته سفر کوي چې د ملي یووالي حکومت مشرتابه د پرلپسې هڅو له برکته د وسله والو طالبانو پر وړاندې د سعودي په دریځ کې جوت بدلون راغلی او په افغانستان کې یې د هغوی ترهګریز بریدونه نه یوازې غندلي، بلکې د اسلامي ارشاداتو سره یې په ټکر کې او حرام بللي دي.

د ملي یووالي حکومت له پیل راهیسې له ګاونډیو، د سیمې، نړۍ او اسلامي هېوادونو سره د خپلو اړیکو د پراختیا او د دوستانه مناسباتو د ټينګولو په هڅه کې دی. ولسمشر غني د ژوند د اسانتیاو د ډېروالي، اقتصادي ودې، امنیتي، فرهنګي او روزنیزو برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو، د نورو له بریالیو تجربو څخه د استفادې، اساسي اصلاحاتو، له هېوادونو او نړیوالو سازمانونو سره د مناسباتو ټینګولو او د متحدو هېوادونو د بهرني سیاستونو سره د مطابقت، سیمه ییزې همکارۍ، د اتباعو او کډوالو د حقونو څخه د دفاع په موخه خپل بهرنی  سیاست په پنځو حلقو کې تنظیم کړی دی.

سعودي عربستان د افغانستان د بهرني سیاست دویمه حلقه کې شامل دی. له سعودي عربستان سره د افغانستان ښې او دوستانه اړیکې له دوه اړخه ډېرې مهمې دي. یو دا چې سعودي عربستان د اسلامي نړۍ د قبلې په توګه پر ټولو اسلامي هېوادونو خپل اغېز لري او حتی پر پاکستان او د افغانستان د حکومت پر مخالفینو او وسله والو طالبانو هم ځانګړی اغېز لري.

د افغان حکومت د هڅونې له امله سعودي عربستان په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات د تامین په موخه پام وړ رول لوبولی شي، ځکه چې د سعودي عربستان د علماو فتواوې او همدارنګه د پاکستان له لوري پر وسله والو مخالفینو د فشار راوړل طالبان د سولې مېز ته کېنولی شي.

له سعودي عربستان سره د افغانستان د ښو او دوستانه اړیکو بل ارزښت په دې کې دی چې دا مهال ګڼ افغان کارګر په سعودي عربستان کې کاروبار کوي او د خپلو  مټو په زور ګټلې پیسې افغانستان کې د خپلو کورنیو د لګښتونو او اړتیاو د پوره کولو لپاره لګوي، مګر دغه کډوال چې د مهاجرتونو او جنګونو په کلونو کې له افغانستان څخه سعودي ته تللي دي نو اکثر یې د اسنادو مشکل لري، ځکه ډېر افغان کارکر په پاکستانیو پاسپورټونو سعودي عربستان ته تللي دي او د افغان حکومت د هلو ځلو او غوښتنو په اساس سعودي عربستان په اصولو کې دا توافق کړی دی چې په یاد هېواد کې افغان کارګرو سره د اسنادو په برخه کې مرسته وکړي.

ولسمشر غني په دې اړه بهرنیو چارو وزارت او په ځانګړي ډول په سعودي کې د افغانستان د سفارت مسوولینو ته لارښوونه کړې چې افغان کارګرو ته د افغاني پاسپورتونو د وېش په برخه کې عملي اقدام وکړي او د یوې دقیقې او شفافې پروسې له لارې دغه پروسه عملي کړي.

باور دی چې د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار خبرې به تر ډېره پر امنیتي مسایلو او نظامي همکاریو، له ترهګرۍ سره پر مبارزې، د افغانستان او سعودي عربستان په دوستانه اړیکو او په یاد هېواد کې د افغان کارګرو د ستونزو پر معقول حل راټولې وي. 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply