دیني سیاستوال ځکه جنایات کوي چې خدای مني خو د خدای نه منی/ محمد نقیب تره خیل

0 806

حقیقیت دادی چې شتمنو او زورو کسانو په جعل سره د انسان ذهن ته سیاست د حکومتکول  په نامه ننه اېستې ده.کنه په حقیفیت کې سیاست د یوناني کلمې پولیس ژباړه ده،څه لرغونو یونانیانو ښار پولیس او د ښار حاکم یی پوليتیکل باله.

نفس د ځاني خوند اومنفعت لپاره ان حېوان ته رنګارنګ پلمې ښوولی.کامېلیون ېې پوهولي څه د ښکار په شېبه کې د مکان او زمان مطابق بڼۍ ته تغیر ورکوه او وږې ګیدړۍ ته وایی چرګ ته پلمه وکړه چې ولې د پاچا غوندې تاج په سر لرې.

مفتخور زورور او مکار کسان هم د نفسي منفعت او لذت په خاطر قومونه او ملتونه پدې پلمه تېر باسي چې سیاست د ولسي حکومت په مانا ده خو د هغوي خپل عملونه د هغوی په ادعاؤ د دروغو ټاپه وهي،افغان ملت ته حقیقت څرګند دی څه په شاهي حکومت کې ثروت او قدرت ېوازې د نادر خان کورنۍ لره د خلق او د پرچم په واکمنۍ څو چوتارو حزبیانو ټول امتیازات لرل او دادي اوس په اسلامي جمهوري حکومت کې قدرت او ثروت له ۳۰ /۴۰کورنیو سره ده. په شاهي حکومت کې رعایت یوه ظالم ترټه په جمهوري حکومتو ئې کې په لس هاوو شکوي.

مسلمان سیاستوال هر یوعطا  محقق یونس وړوکۍ رباني سیاف  مجددي ګیلانی او ټول تنظیمیان مدعي دي څه الله ج مو منلی او د هغه په حکم مو جهاد وکړ. تاریخ ورته وایی آی منافقو چوتارانو جهاد نه تعصبیت او تاراج مو کړی.سیاستوال یی خو دیندار نه، ثبوت یی دادي چې د دین پر ځاي مو سیاست د ملت په ذهن کې دننه کړ د وصل پر ځاي مو فصل په کې راوستي. دین د خدای حکم دي سیاست د بنده، دین فضیلیت دي او سیاست لذت،دین اخلاق دی خو سیاست یی ضد، دین آبدي دی خو سیاست موقتي، دینداري په علم تقوا او په حسناتو کېږي لېکن سیاست په ثروت قوت اوتعصبیت.دا د خدای او د رسول نافرماني نده چې د منتخب اُللامر حکم نه مني او عطا مو د ولایت په چوکۍ میخ کړي. دوهمه دا چې تېر ۸ پوشته نیکه ګان مو افغان هویت منلي وه او په افغانیت کې مړه شوی، خو تاسې له۲۷۱ کالو وروسته په ابلیسي تعصبیت افغانیت نه منکريږي.تر دې مخکي د ملي سرُود پر سر مو لغتی وهلې.مفسدان د اسلامیت نارې وهې خو د کارمل مذدک دستګیر او کاویاني کمونستنو په څېر کړنه کوی، دوی هم غواړی چې افغانستان په خراسان واوړي هغوی هم غوښتل،د نبي ص حکم دی څوک چې د چا په بڼه او ذهن کېږي د هغوی له ډلې ګڼل کېږي.د رسول الله ص خبره دروغ نشې کېدای.متعصبو مسلمانو پرچمي آصف دلاور ته پخپل حکومت کې لوړ مقامونه ورکړل او د محمود بریالي لعین جنازه کې ودرېدل.خود هغوې همفکره پښتانه جمعه آڅک او سروري یی بندیان کړل.

د مسلمان او شیطان فرق پدې کېده چې مسلمان خپله سهوه او ګنا مني خو شیطان ورته قسم قسم پلمې جوړه وي.خوارج د خپلو ذلیلو کړنو په آړوند د ملت پوښتنو ته لاندې پلمي کوي،عطا ولی د ولایت چوکې نه پرېږدي؟ له حکومت نه زموږ غوښتنې دي څه اساسي قانون دې تغیر شې د افغان کلمه د په تذکرو کې نه وی، حکومت د فدرالي شي، د حکومت ۵۰ سلنه واک د زموږ ډلې ته ورکړل شي؟دا منطق مو د هغه غله ماشوم ته ورته ده چې د باغ خاوند لاس په لستوڼې نیولي وه،وې ولې انګور پټه وې؟هغه په بې شرمۍ ورغبرګه وه، زوي د ولې د بوټ بال په ټیم  کې نه شامله وې، وې دای پرهغه څه، تا غلا ولې کړي،مادون ته قران حدیث او قانون حق ورکړي چې د اُللامر بغاوت وکړي؟حتماً مرحوم ربانې به ورته وصیت کړی وي، تاسې مجاهدینو ولې د دوستم او د سید کیان له ملیشو سره ائتلاف وکړ؟ هغوي موږ ته تسلیم شوي وه،ولی واپس بیا ورسره وجنګېدلې؟ پدي څه هغوي له سره کمونستان ول، له ګلبدین سره مو ولي جګړه  وکړه ؟هاغه یو دیکتاتور فاشست تنګ نظره او انحصار طلبه شخص دی،بیا خو مو پخپل حکومت کې صدر اعظم کړ؟حق یی وه، ټول عمر یی جهاد کړي.ولې ټوپکیان مو د خدای بښلي ناهید بدلمنۍ په تکل په کور ورننوتل؟په جنګي حالاتو کې خو دا پېښې کېږي. ولي ټول وزیران معینان رئیسان سفیران او والیان د تاسو له ډلي دي؟ جهادي حق مو ده، په څه سبب میلیاردر شوې؟میلیاردر نه یم ېوازې ۶۰/ ۷۰میلونه ډالر به لرم.

حق د خدای صفت دی نو باید سیاف مسلمایار قیام الدین کشاف ګیلانیان مجددیان او نور اسلامي سیاستوال د خدای ومني او دي خوارجو ته ووایی: وه کاکا موږ خو مدعي یو چې د شوروي خلاف مو جهاد کړي،تاسو اوس د قومیت دعوه کوي، قومیت جهاد نه تعصبیت دي، نو پدې وجه زموږ او تاسې لار جلا ده د جهاد امتیازات در نه اخلو او د تعصبیت جنګ د ابلیس له ادرسه پیل کړي،ټول افغانستان خبر دی چې د ډبل عبدالله بچې په هند او د برهان الدین ښځه زامن لورانې او زومان په غرب کې اوسیږی،د محقق عطا قانوني بسم الله او د نوری اقارب هم په غرب کي مېشت دی. تاسي که منافق ذلیل رزیل نه یاست نو د کورنیو اوآقاربو پېژند پاڼې مو ملت وښیی چې په هغه تاجک هزاره که برېتش امریکن جرمن او هندي لیکلي.لعنت دي وي پر تاسو مسلمان نماؤ،هلته ویاړي چې امریکن ….شوی یی او دلته وایی چې بې هویته کېږو.

عطا محمد دبانډ په منځ کې په پېغور وايي چې د اشرف غني د قنوت دوعا نده زده. هاغه ښيی چې دی خو په قران او احادیثو پوه دي. زه هم وایم چې دغنی کړنې ډېرې بدرنګې دی له ملت سره یی په ژمنو وفا ونکړه رښتیني نده عدالت نکوی حق پټه وی او ممکن د عطا په ادعا د قنوت دوعا یی نه ویزده.اوس که اشرف غنې ګنا کوي ملا مت پدې ندي ان غلیم یی تصدیقه وی چې په دین نه پوهېږي. نو ته خو په دین ښه پوه یي باید پرې بشپړه عمل د کړي وه،چې پرسمتي ژبني او قومي تعصب  نه وي ګناګار شوي،داُللامر اشرف غني آمر د منلي وه چې باغې نه وې یاد شوی، قتلونه دې نه وکړي بیت المال د نه وه لوټلی د اجنبیانو اجینټ نه وې شوای.

عطا له طلوع تلوېزون سره په مرکه کې منې چې یو میلیارد نه خو د ۵میلونو ډالرو په اندازه شتمني لرم.له یزید بن خالد نه روایت دی څه د خیبر په غزا د یوه اصحابي ځنازه نبي ص ځکه ونکړه چې په کڅوړه کې یی د درینیمو درهمو په بیه د یهودي ښځۍ غاړه کۍ موندل شوې وه.نو ته دې د ۵میلونه پانګې صفر عشاریه پنځه سلنه حلال والې ثبوته واې شې.پدې خو هم پوه یی که د مسلمان یوه تڼۍ او یا یوه مړۍ خواړه حرام په ځان او په ګېډه کې وي عبادت تر ۱۵ ورځو الله ج نه قبلوی.پورتنې جاهل خوارج پښتانه ګواښه وي که امتیازات را نه واخلې سرحدي ولایات به له همژبو هېوادو سره ملحق کړو.دا خو د دوي نه تعبیري دونکي خوب دی، که په ماشومانه خیال دا کار هم وشي نو ګاونډيو ته چې د دوي د پوهي کچه اخلاق ارزښت او کاري وړتیا معلومه ده قسم دي که د منځني ښوونځې د ښوونکي دنده هم ورکړي که دانن له دوی څخه وسلې پیسې بهرهني ملا تړ او سیاسي صفت واخستل شې که به یی په آذان ان خپلوان روژه ماته کړي.د حکومت ړومبنی مکلفیت دی چې دا مصنوعي شخصیتونه  بې شخصېته کړي.

په درناوي

محمد نقیب تره خیل      ۲۰/۲/۲۰۱۸.

 

 

 

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply