د څلور لارې لومړی سرک تر څلور لارې تېر شو / طاهر ساپی

0 973

اقتصادي پلان جوړول هغه څه دي چې یو څوک د یوه شي د جوړولو لپاره لومړی فکر کوي چې څه په څه ډول او څنګه او چېرته تولید کړي ؟

بازار یې څه دی اړتیا یې څه ده او ګټه یې څومره او څه ده ؟

انسان له کرنې پیل بیا تر ټکنالوژي پورې د ژوند ټول پړاوونه د وختونو په اوږدو کې ترسره کړي دي .
نارویانو د ژوند لپاره د پلان طرحه وسنجوله چې روسانو تطبیق کړه .

سره له دې چې مصریانو له دې وړاندې پر تدابیرو کې تاریخ لري خو هغه مهال پلان د محاسبې له مخې نه سنجول کېده او نه هم د اړتیاو پر بنا دغه چاره ترسره کېده .

پخوانیو فرعونانو د خپل حکومت د بقا لپاره په زور او جبر د خپلو اړتیا وو د پوره کولو لپاره زراعت لومړیتوب ګاڼه .
له کورنۍ واخله بیا د دولت ترکچې په ټولو چاروکې له توکو او امکاناتو څخه نا منظمه ګټه اخیستنه او ویش هغه څه وو چې ستونزې به یې زیږولې اوخو یواځینی څه چې ستونزې پای ته رسوي د پلان په جوړول وو چې پکې ستونزه له منځه وړل کېدله، اوس چې په کومو هېوادونو کې غربت دی یو لامل یې خراب پلان دی چې له امله یې نه خپل ولس له ستونزو وویسته او نه هم له پردي احتیاجه خلاص شول.

انساني ژوند ژوند دحیواناتو له ګاډیو او دهغوۍ لپاره د سرکونو او لارو جوړول وو په سیندونو د اوښتو لپاره په کښتۍ جوړولو لاس پورې کړ.

افغانستان هغه هېواد دی، چې د ځان بسیاینې لپاره یې لومړي ګامونه پیل کړل چې د نورو کارنو ترڅنګ یې په اقتصادي برخه کې په پلان جوړولو او بیا دتطبیق په اړه یې ګړندۍ هڅې د بریا تر سرحده درسېدو لپاره قاطع دریځ ته اړتیا لرله .
ولسمشر اشرف غني او د ده کاري ټيم تل پر دې ټینګار کړی چې د سیمې په کچه باید ټول هېوادونه اقتصاد محوره سیاست غوره کړي.

اوسني حکومت دغه چارې پیل کړي او د ټاپي پروژې څخه یې ګڼې اقتصادي موخې وې چې پردي او مرور حکومتونه یې سره کینول .

دغه پروژه چې دسمیمې د څلورو هېوادونو شریکه پروژه ده موخه یې له سیمې سره د ګازو شریکول دي چې له یو پلوه به د ګازو اړتیا پوره کوي او له بل پلوه به څوک ګاز پلوري څوک به یې سوزوي او څوک به یې له ترانزیټه ګټه اخلي .
د ټاپي پروژې په پيلېدو سره افغانستان د لومړي ځل لپاره د دې امکان ترلاسه کړ چې د سیمې په کچه له خپل جغرافیایي موقعیته د پراخې ګټه اخیستنې کار پيل کړي.

ټاپي چې له ترکمنستانه د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ګازو د لېږد پروژه ده او ترڅنګ یې “ټاپ” چې له ترکمنستانه د افغانستان له لارې پاکستان ته د برېښنا د مزي غځول دي، افغانستان په یوه سیمه ییز اقتصادي دهلیز بدلوي.

اقتصادي همکاري اوس په دې سیمه کې دومره مهمه شوې چې د سیمې هېوادو د نظامونو مختلف جوړښتونه، د نړۍ له سترو هېوادو سره یې د مناسباتو څرنګوالی او ان داعش او طالبانو په اړه بېل لیدلوری یې هم پر وړاندې خنډ نه بلل کېږي.

ایران روسیې ته نژدې هېواد دی او افغانستان امریکا ته. پاکستان له هند سره سیالي لري او چین ته د نژدې کېدو په حال کې دی، خو له دې ټولو سترو توپيرونو سره سره دا ټول یاد هېوادونه په دې پوه شوي چې د اقتصادي ودې لپاره د افغانستان ټرانزیټي اهمیت له پامه نه شي غورځولی او باید یو له بل سره همکاري وکړي.

دغه پروژه به د رقیبو هېوادونو ترمنځ د شریکې ګټې اخیستنې او په سیمه کې دشریکو ګټو لپاره هڅه وکړي چې څنګه کولای شي دغه جګړه ییز سیاست په اقتصادي سیاست واړوي.

په دې وروستیو کې له هندوستان سره هوايي سوداګریز دهلیز پرانیسته او د هند دحکومت له خوا په افغاني سوداګریزو توکو د تعرفې معافولو او د چا بهار بندر په فعالولو افغانستان له هغه احتیاجه خلاص کړی چې که لارې بندې شي نو له قحطۍ سره به مخ شو اوس افغانستان په هغه حالت کې نه دی چې کوم هېواد یې سوداګریزو توکو په وړاندې ستونزې جوړې کړي.

حکومت هڅه کوي، چې افغانستان ته بدیلې لارې پیدا کړي او افغانستان د سوداګرۍ په برخه کې د پاکستان له انحصاره تر یوه بریده وویسته په زرګونو ټنه غنم د پاکستان په ګودامونو کې ګنده شول او ان تر دې چې ګڼې فابریکې یې په ټپه ودرېدلې.

د پاکستان له لوري پر افغان توکو د مالیې لوړوالي افغان سوداګر اړ کړل چې د چا بهار له بندره ګټه واخلي خو د پاکستان حکومت له لوري سوداګرۍ اوسیاست تړاو جوړولو له امله دغه هېواد له ګڼو ستونزو سره مخ کړ اوس پاکستان هڅه کوي چې دغه ستونزې څخه د ځان د خلاصون لپاره نرمښت راولي چې سره له دې چې یو کال وړاندې د پآکستانیو توکو لپاره د افغانستان بازارونه ښه وو اوس پاکستاني سوداګرو له حکومت غوښتي، چې له افغانستان سره په سوداګرۍ کې له نرمۍ کار واخلي.

دواړو هېوادونو ترمنځ کلنۍ راکړه ورکړه تر درې میلیارده ډالرو پورې رسېده؛ خو د چاه بهار بندر له پرانېستو وروسته دغه شمېره له یوه میلیارد هم راښکته شوې ده د پاکستان ناسم سیاست له امله دغه هېواد هغه بازار بیخی له لاسه ورکړی چې له لسیزو راهیسې یې خپل کړی وو او زرګونو توکي یې پکي پلورل کېدل.

افغان حکومت د چاه بهار بندر له لارې د غنمو بار لومړۍ کښتۍ د هندوستان څخه چاه بهار بندر ته راولېږدوله.

افغان سوداګرو مخکې ډېر توکي د کراچۍ بندر له لارې افغانستان ته رالېږدول؛ خو د چاه بهار بندر له پرانېستو وروسته اوس پر پاکستان ډېره تکیه نه کوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply