د خوښۍ قاتلان/خوشحال آصفي

0 1,009

افغانستان هغه هېواد چې ولس يې له ټوپک سره  ټوپک سره او په ټوپک يې ژوند ته د پای ټکی اېښودل کيږي. دلته په ټولنه کې ټوپک دومره واکمن دی چې آن خوښي هم د ټوپک پر مټ نمانځل کيږي. دلته د دې تر څنګ چې دښمني او تربګني په ټوپک ترسره کيږي؛ آن خوښۍ هم د ټوپک په زور نمانځل کیږي.
دلته د نوي نارينه ماشوم په زيږېدلو د ټوپک ډزې کيږي، بيا کله چې د کوچني هلک د سنت کېدلو دود پر ځای کيږي؛ بيا هم ډزې يې محفل ګرموي، بيا چې کله زلمی شي او د ژوند غوټه يې له بل چا سره تړل کيږي؛ په نامزادۍ کې يې هم يو خروار ډزې کيږي، بيا چې کله يې د واده ورځ شي او خلک ډولۍ راوړلو پسې وځي؛ هم يې تګ او راتګ په ډ‌زو نمانځل کيږي، آن تر دې چې سبا يې نارينه اولاد زيږېږي؛ هم ورته په ډزو کولو هرکلی کيږي.
دلته په ليرې پرتو سيمو اطراف کې که څوک د بل چا په نوبت کې په خپل پټي اوبه خوشي کړي؛ ځواب يې ورته د ټوپک په شپيلۍ ورکول کيږي، دلته که څوک د پولې او پټي پر سر جنجال وکړي؛ فېصله يې په ټوپک ترسره کيږي، دلته که دوه ملګري په خپل منځي ټوکو کې بحث ته وځي؛ پای يې د ټوپک ډز او د بل وژل وي، دلته که د چا پټي کې د ګاونډي چرګان وليدل شول؛ د ټوپک په زور له کروندې شړل کيږي.
دلته که د مجاهد ورځ نماځل کيږي، وارثان يې نور خلک په ډزو شهيدانوي، دلته که څوک د قهرمان ورځ يادوي نو لنډغران يې د چړو او برچو په ښوولو او د ټوپک په ډزولو خلکو ته خپل زور ښيې، دلته که د خلکو وکيل، استازی، رييس او وزير شي نو باډيګاردان يې د ټوپک په زور ترې ساتنه کوي، دلته که څوک وکيل شي نو ساتونکي يې له خلکو د ټوپک په زور ووټونه راټولوي.
دلته که يو اتل د قفس په منځ کې خپل رقيب په ګونډو کوي او خلکو ته موسکا په شونډو راولي نو ځينې يې خوښۍ د ټوپک په ډ‌زو نمانځي، دلته که يوولس اتلان د کرکټ په ميدان کې خپل یوولس رقيبان له پښو غورځوي؛ خلک يې په ډزو هرکلی کوي، دلته که فوټبال په ميدان کې زمونږ اتلان د لوبو توپ د رقيب ټيم په ګول ننباسي، خلک يې په خوشالۍ کې د ټوپک په زور له خلکو ساه اوباسي.
دلته هر څوک د ځان لپاره د خوښۍ غوښتونکی خو د بل چا د خوښۍ قاتل دی.
د خدای لپاره نور نو په ځان او نورو د ټوپک واکمني مه چلوئ، نو د خلکو په منځ کې د ټوپک په زور ځان غيرتي مه ښکاروئ، نور د شهيد په اونۍ کې نور په شهادت مه رسوئ، نور د کرکټ، فوټبال، فري فايټ، او نورې خوښۍ د ټوپک په ډز له خلکو مه اخلئ، نور نو خوښي په ټوپک مه نمانځئ.
نور نو د خوښۍ په ورځ د ټوپک د ماشې پر ځای د يتيم، بېوزله، کونډې او فقير پر سر لاس کش کړئ، نور نو د ټوپک د کونداغ نيولو پر ځای د يتيم، فقير او بې اسرې کس لاس ونيسئ، نور نو د ټوپک د بوږنوونکي غږ پر ځای د خلکو د زړونو آواز واورئ.
نور د خوښۍ قاتلان مه جوړيږئ!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply