د سولې مذاکرات او طالبان / شفیق اندړ

0 806

طالبانو د کابل پروسې تر نړیوال کنفرانس یوه ورځ له مخه یو ځل بیا په امریکا غږ کړی دی چې د افغانستان د ستونزې د حل لپاره دې  د  دوی د قطر له دفتر سره خبرې وکړي.

 له امریکا سره د خبرو د پیل لپاره په تیرو څو ورځو کې د طالبانو دا دویمه غوښتنه ده. طالبانو دا هم ویلي دي چې د افغانستان روانه لانجه پوځي حل لاره نه لري نو د دوی د قطر له دفتر سره دې خبرې وشي.

 د طالبانو په دې غوښتنه کې درې ټکي مهم دي: یو دا چې صرف د څو ورځو په موده کې یې له امریکا سره د خبرو غوښتنه تکرار کړې ده، بله دا چې د کابل پروسې تر غونډې یوه ورځ له مخه یې دا خبره کړې ده او دریم دا چې په وضاحت سره یې ویلي دی چې د افغانستان لانجه پوځي حل نلري.

 تر اوسه به طالب مشرانو خپلو کسانو ته دا تبلیغ کاوه چې که نن دی که سبا دی دا ملک د میرانشاه دی. په تیرو دوه، درې کلونو کې چې په افغانستان کې د امریکایي عسکرو شمیر نوي فیصده کم شو او طالبان یو څه مطمین شول نو تر کنټرول لاندې سیمو کې یې د حکومت کولو اکت شروع کړ. مثلا تر ولکې لاندې ځینو سیمو کې یې د مالیې ټولولو نیت وکړ او په یوه پلمه او بله پلمه یې د خلکو د ځمکو د غصب کولو امرونه وکړل. په تخار کې یې له درقد سره عمري ښارګوټی افتتاح کړ او په ځینو نورو سیمو کې یې د سړکونو او کروندو په ابادولو کې برخه واخیسته. که څه هم دا اقدامات محدود او تر ډیره حده نمایشي وو خو د طالبانو د حکومت کولو او حکومت ته رسېدلو ارزو پکې له ورایه ښکارېدله.

 اوس چې د طالبانو په اعلامیه کې لولو چې د افغانستان لانجه د جنګ له لارې نه حل کیږي، مانا یې دا ده چې د زور له لارې قدرت ته رسېدل یې نور زړه ته نه لویږي.

 د سولې په لور یو مهم ګام دا دی چې د جنګ دواړه غاړې دې نتیجې ته ورسیږي چې لانجه د جنګ له لارې نه حل کیږي.

 د کابل پروسې د دویم نړیول کنفرانس په درشل کې له امریکا څخه د خبرو غوښتنه دا ښیي چې طالبان هغه هڅې بابیزه نه ګڼي چې د افغانستان حکومت د سولې لپاره روانې کړې دي . دوی د افغانستان د حکومت د هڅو په مقابل کې غواړي د سولې لپاره خپل ابتکار هم ولري.

 دا چې طالبان د څو ورځو په لنډه موده کې د سولې لپاره د خبرو غوښتنه تکراروي، د سولې د خبرو ضرورت ته د طالبانو توجه ښیي.

 البته، د طالبانو په غوښتنه کې لویه ستونزه دا ده چې دوی له امریکا سره خبرې غواړي، نه له افغانانو سره. امریکا وایي چې طالبان که له نورو افغانانو سره سوله کوي، زما هم ورسره سوله ده. دا خبره په تیرو شپاړلس کلونو کې په مختلفو بڼو شوې ده نو طالبان چې له امریکا سره په خبرو ټینګار کوي، طالبانو ته د بدبینو کسانو په نظر یې  یوه مانا دا ده چې طالبان په خپله غوښتنه کې صادق نه دي.

 نو که فرضا طالبان د سولې په غوښتنه کې صادق نه وي، دوی له دا راز اعلامیو څه مقصد لري؟

 یو مقصد دا کیدای شي چې خلک له جنګه نفرت کوي او دوی غواړي په دې ډول د افغانستان خلکو ته ووایي چې د جنګ د ادامې طرفدار نه دي.

 بل مقصد دا کیدای شي چې د امریکا د فشار د کمیدو توقع به لري. په تیرو شپږو میاشتو کې طالبانو ته په نظامي لحاظ ډیر تاوان رسیدلی دی او له بلې خوا امریکا په پاکستان باندې فشار زیات کړی دی او طالبان هڅه کوي چې امریکا ته په مختلفو ژبو دا پیغام ورسوي چې له امریکا سره یې دښمني نشته.

 د طالبانو او داعش بنیادي فرق دا دی چې طالبان یوازې په افغانستان کې د جنګ او تخریب پروګرام لري خو داعش په دې عقیده دی چې د دنیا په هر ځای کې د جنګ او تخریب نیت لري. د طالب او داعش تر منځ دغه توپیر د دې سبب شوی دی چې نړیواله ټولنه هیڅ وخت طالب او داعش یو شان ونه ګڼي. د داعش په اړه د نړیوالې ټولنې دریځ دا دی چې سوله ورسره ممکنه نه ده خو د طالب په اړه دریځ دا دی چې که دوی له جنګه لاس اخلي نو ورسره د جګړې ضرورت نشته. مطلب دا چې طالب د یوه سیاسي هویت په توګه پیژندل کیږي خو داعش یوازې د جنایتکارو ډله حسابیږي چې سوله ورسره مانا نلري او ختمیدل یې پکار دي.

 نو کیدای شي چې طالبان د دغسې اعلامیو له لارې امریکایانو ته دا ویل غواړي چې زه در سره دښمني نه لرم، ته یې هم مه راسره لره، حال دا چې داعش په دې عقیده دی چې له امریکا سره دښمني پکار ده او سوله ورسره مانا نلري.

  د طالبانو د اعلامیو مختلف تعبیرونه کیدای شي خو د میدان حقایق دا دي چې طالبان او پاکستان دواړه تر سخت فشار لاندې دي.

 له یوې خوا افغان اردو تر بل هر وخت منسجمه او پیاوړې ده او له بلې خوا له اردو سره په ملي کچه د ملاتړ او خواخوږي کچه نسبت هر وخت ته زیاته ده.

 دغه راز په پاکستان باندې د امریکا سیاسي او مالي فشارونه مخ په زیاتیدو دي. پاکستان صرف د دریو میاشتو لپاره وخت تر لاسه کړی دی چې د هغو هیوادونو په لست کې شامل نه شي چې له تروریزم سره مالي مرسته کوي. دغه درې میاشتې د پاکستان لپاره مهمې دي او د ځان د سم ثابتولو لپاره به په طالبانو فشار اچوي چې خبرو ته غاړه کېږدي.

 په دې منځ کې یوه بله مهمه خبره دا ده چې ظاهرا پاکستان د مهاجرو د ایستلو نیت لري. ظاهرا ټولې نخښې دا دی چې له راتلونکې اونۍ به د مهاجرو د ستنیدو پروګرام پیل شي. د مهاجرو ستنیدل هم د دې سبب ګرځې چې طالب مشران په پاکستان کې ځانونه تر پخوا زیات ناخوندي احساس کړي.

 دغو نویو حقایقو ته په پام سره ویلای شو چې د طالبانو اعلامیې غالبا یوازې نمایشي نه دي بلکې غواړي چې په سیاسي لارو چارو هم فکر وکړي.

  که څه هم له دومره اوږدې خونریزي وروسته طالبانو ته له نورو افغانانو سره د سولې کول مشکل کار دی خو طالبان اوس په دې پوهېدلي ښکاري چې د جنګ دوام ورته لا مشکله چاره ده. د جنګ دوام که د افغانستان د تباهي قصه اوږدوي د طالبانو داستان هم پای ته رسوي او د تاریخ په یوې تېرې شوې افسانې یې بدلوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply