بې هدفه اپوزیسیون / شفیق اندړ

0 743

اوازه ده چې جنرال دوستم راځي او له محقق، عطانور، همایون ، ضیا مسعود ، انوارالحق احدي، ظاهر قدیر او چا او چا سره د ولسمشر په خلاف ایتلاف جوړوي.

 داسې به وګڼو چې دا اوازه رشتیا شوه خو اساسي سوال دا دی چې بیا؟

په افغانستان کې د ګڼو سیاستوالو مشکل دا دی چې د مخالفت لپاره مخالفت کوي.

 د ظاهر شاه په وخت کې به د سلطنتي نظام مخالفت کیده او بالاخره هغه نظام رانسکور شو خو داوود خان چې پنځه کاله ولسمشر و، په دې قادر نه شو چې انتخابات وکړي. وجه دا نه وه چې هغه انتخابات نه کول بلکې حقیقت دا دی چې انتخابات اسانه هم نه و. افغانستان د سولې په دوران کې د ولسي جرګې انتخابات تجربه کړي وو مګر د ولسشمري انتخابات ورته اسانه تجربه نه وه.

 د ډاکتر نجیب په دوران کې د مجاهدینو تلوسه دا وه چې نجیب ژر تر ژره نسکور کړي او شمالي ټلواله وتوانېده چې نجیب بالاخره نسکور کړي، خو بیا؟ وجه دا وه چې زموږ سیاستوالو ړنګولو ته پلان درلود مګر بیا جوړولو ته یې پلان نه درلود. جوړولو ته پلان ځکه سخته وي چې یوه ودانۍ په څو ثانیو کې ړنګېدای شي خو بیا جوړول یې میاشتې او کلونه غواړي.

 د ډاکتر غني د حکومت خلاف جوړېدونکی ایتلاف هم له ټولو قراینو ښکاري چې د غني د حکومت د ختمولو کوښښ به کوي مګر دې پوښتنې ته به ځواب نلري چې بیا؟

 اکثره صاحب نظران په جوړېدونکي ایتلاف باندې دا نیوکه کوي چې د واقعي ایتلاف بڼه به خپله نکړي، خکه ذکر شوی هر شخصیت خپله شخصي اجندا لري. مثلا عطا محمد نور له ولایته لرې شوی دی او له غني او عبدالله سره مخالفت کوي او ډاکتر احدي وایي چې انتخاباتو کې یې د غني حمایت کاوه نو باید وزارت ورکړ شوی وای. ظاهر قدیر به شاید په ننګرهار کې ځينې امتیازات غواړي او ضیا مسعود هم خپلې غوښتنې لري.

 خو که داسې وګڼو چې دغو کسانو واقعي ایتلاف وکړ، یعنې یو مشر یې وټاکه او هغه کس یې واقعا د خپل مشر په توګه ومانه، بیا به څه وشي؟

 د دغو کسانو او ګڼو نورو افغان سیاستوالو ستونزه دا ده چې د هیواد د ستونزو لپاره واقعي پلان او پروګرام نلري. البته، په سیاستوالو کې فرق دی. مثلا ګلبدین حکمتیار تر ډیره د پلان او پروګرام سړی دی. البته، دا بیله خبره ده چې ډیر ځله یې د پلانونو  د عملي کیدو امکان کم وي، مګر په هر حال په موضوعاتو معمولا غور کوي او یوه حل لاره ورته راباسي. خو برعکس، زموږ اکثره سیاستوال صرف سبا ویني او بل سبا نه ویني.

 څو ورځې له مخه ګڼو ګوندونو وویل چې د انتخاباتو روان بهیر دې په ټپه ودریږي او چارې دې له سره پیل شي. د شفافیت لپاره خو د دوی وړاندیز منطقي وو مګر هغه اداره چې په څو کلونو کې یې د خپلو پولیسو د بایومتریک کار نه دی تر سره کړی، کولای شي چې په څو میاشتو کې د میلیونونو کسانو د بایومتریک کار پای ته ورسوي؟ له بلې خوا همدا د تذکرو او سيټکرو خبره خو تیر کال له اوږدو مشورو وروسته سره غوټه شوه، نو که دا طریقه ډیره بده وای، تیر کال یې باید مخالفت شوی وای؟ او لا مهمه دا چې د جنګ او بحران په حالت کې خو په هیڅ وجه دلخواه انتخابات نه کیږي. نو چې حقایق داسې دي بیا د خیالي حل لارو وړاندې کولو ته څه اړتیا ده.

 که راشو بیرته جوړېدونکي احتمالي ایتلاف ته، نو باید ووایو چې د ایتلاف هر شریک خپل بیل او تقریبا شخصي مقصدونه لري او په دې یې غور نه دی کړی چې د ملت اساسي ستونزې لکه د بیوزلۍ له موضوع، د سولې  له موضوع او له نړیوالو سره د روابطو له  موضوع سره به څنګه چلند کوي؟

 زه دا نه وایم چې زموږ حکومت سپین باز دی او عیبونه نلري. عیبونه یې کم نه بلکې زیات دي، مګر د حکومت د تضعیف لپاره هر اقدام ملت او مملکت کمزوری کوي. هسې هم د ولسمشرۍ انتخاباتو ته څو میاشتې پاتې دي. پکار دا ده چې هر ګوند او هر سیاستوال د حکومت د کمزوري کولو په ځای د عادلانه انتخاباتو د تر سره کولو لپاره د حکومت ملاتړ وکړي. اوس که فرضا د ذکر شویو ښاغلیو د ایتلاف په مټ د قیصاري غوندې غیرمسوول وسله وال له بندونو راخلاص شي، ایا دا به له عادلانه انتخاباتو سره مرسته وکړي او که به د قانون حاکمیت نور هم کمزوری کړي؟

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply