د غزني د جګړې انګیزې او نتیجې / شفیق اندړ

0 678

طالبانو د تیر اختر تر اوربند وروسته او وړاندې سختې جګړې وکړې او ډیرې وینې یې وبهولې. ایا د غزني وحشیانه جنګ یې هم د دې لپاره وکړ چې څو ورځې وروسته به اوربند وکړي؟ اوربند او تر اوربند وروسته وړاندې خونریزي څه رابطه سره لري؟ ایا طالبان د نورو له خوا اوربند ته مجبوریږي او په همدې خاطر تر اوربند له مخه او وروسته ډیرې وینې تویوي چې په اصطلاح د زړه تاو وباسي؟ ایا طالبان غواړي چې د ډیرو جنایتونو په کولو سره مقابل لوری مجبور کړي چې د سولې او اوربند لپاره له هڅو لاس واخلي؟ او که برعکس، طالبان غواړي چې د وحشت په زیاتولو سره مقابل لوری وهڅوی چې له دوی سره خبرو ته کښېني؟

  ظاهرا طالبان باید ډير مجبور شوي وي چې هم د خپلو کسانو او هم د نورو د بې دریغه کشتار پړه ومني او په غزني باندې حمله وکړي. په غزني باندې حملې په اخلاقي لحاظ او نظامي لحاظ طالبانو ته سخته صدمه ورسوله. په ښار کې لس ګونو زره کسانو ته سخت جنجالونه جوړول، خلکو ته د سر او مال تاوانونه رسول او د هغه ښار یوه لویه برخه سوځول او ړنګول چې افغانان یې د اولیا ګانو ټاټوبی بولي، په معنوي لحاظ د طالبانو د سپکاوي او ذلت سبب ګرځېدای شي. ځینې راپورونه ښیي چې د غزني څلورمه برخه د طالبانو د جهل په اور کې سوځېدلې او تخریب شوې ده. په پیړیو پخوا د غور یو واکمن علاوالدین غزني ته اور واچاوه او ډیر تاوان یې واړاوه. دغه سړی په تاریخ کې په جهانسوز مشهور شو. طالبان به هم طبعا د غزني په راتلونکي تاریخ کې هماغسې یو مقام ولري لکه جهانسوز چې یې لري او په سپک نوم به یادیږي.

 په نظامي لحاظ هم لکه څنګه چې د خلکو له اټکلونو ښکاري، طالبانو د حکومتي پوځیانو څو برابره د سرو مال تاوان کړی دی. له نظامي اړخه دا یو اصل دی چې مهاجم ممکن تر مدافع شپږ ځله زیاته قرباني ورکړي. څرنګه چې په دې جګړه کې او نورو اکثرو جګړو کې یوازې حکومتي قواوې هوایي ځواک استعمالوي  نو دا اټکل هم کیدی شي چې د غزني په وروستۍ جګړه کې به د طالبانو د سر تاوان ان تر شپږ برابره هم زیات وي. طالبان به د خپلو نظامي تلفاتو عواقبو او نتایجو ته ورو ورو متوجه شي او څرنګه چې دوی مهاجم و تیریګر وو نو په لنډ وخت کې به ځان د خپلو کسانو له تنقید او اعتراض سره مخامخ وویني.

 تر اوسه لا ځینې داسې کسان شته چې د طالبانو د عملیاتو انګیزه د طالبانو عقیده ښیي خو دا نظریه سمه ځکه نه ده چې د طالبانو اعمال په ډیر مشکل سره د اسلام مطابق دي. دوی ته چې د کعبې شریفې امام هم ځواب ورکړ نو په عقیدوي لحاظ د خپلو اعمالو د توجیه لپاره څه نلري. منطقي دا ده چې د دوی د حملو او جنایتونو اصلي انګیزې باید په نورو ساحو کې ولټوو. یوه ډله چې په ډیره اسانۍ قتل کوي، د کوکنارو کرل او د هغو عشر ټولول روا ګڼي، انتحار جایز بولي او د خپلو وحشیانه حملو په نتیجه کې ان د غیږې د ماشومانو مرګ ته هم توجهیات پیدا کوي، طبعا له اسلامي عقیدو الهام نه اخلي.

 یو نظر دا دی چې له پاکستان سره د امریکا توهین آمیزه چلند او په ایران باندې د امریکا وروستي بندیزونه دغه دواړه هیوادونه وهڅول چې په غزني حمله وکړي. د دې نظریې د تایید یو دلیل دا راوړل کیږي چې د غزني په اوسنۍ حمله کې د پاکستان او ایران له استخباراتو سره تړلو دواړه ډوله طالبانو برخه اخیستې وه او تاکتیکونه یې نسبتا متفاوت وو.

 دا اټکل هم کیږي چې د طالبانو خپل سخت دریځې د اوربند د احتمالي بهیر د تخریب لپاره لاس پکار شوي او د غزني فاجعه یې رامنځ ته کړې ده. مطلب دا چې که پټه مرسته او تاکتیک د هر چا وي خو اصلي نقش پکې افراطي طالبانو چې د سولې او اوربند مخالف دي، لوبولی دی.

 یو بل نظر بیا دا دی چې د غزني حمله د هغو طالبانو په تحریک تر سره شوې ده چې په لنډه آینده کې غواړي د سولې مذاکرات پیل کړي. مطلب دا چې د غزني په حمله کې د سخت دریځو او غیرسیاسي طالبانو په نسبت د سیاسي طالبانو برخه زیاته وه. د دې نظر پلویان وایي چې طالبان یا په خپله خوښه یا د نورو د فشار په نتیجه کې دې پایلې ته رسېدلي دي چې په نژدې راتلونکي کې باید د سولې په مذاکراتو کې ګډون وکړي نو تر ګډون له مخه ورته پکار ده چې د غزني غوندې یو ولایتي مرکز ونیسي او بیا د اوربند اواز وکړي چې هم یې خپل غړي د اوربند له منلو سره روحیه له لاسه ورنکړي او د هم له دغسې نیواکه د خبرو په میز باندې د فشار په توګه استفاده وکړي او مقابل لوری اړباسي چې د دوی شرایط ومني. څرنګه چې غزني د کابل او کندهار تر منځ واقع دی، ستراتیژیک اهمیت یې زیات دی.

 اوس چې داسې ښکاري چې طالبان په غزني کې د ټینګې نه دي نو د اوربند په آینده احتمالي  مذاکراتو کې له اوسنۍ حملې استفاده نه شي کولای او بلکې برعکس، دا امکان زیات دی چې د غزني حمله د طالبانو په صفونو کې بې باوري او بې اتفاقي زیاته کړي.

 د دې جنګ نتیجه دا وه چې طالبانو کابو څلورمه برخه غزني تخریب او تباه کړ. په زرګونو کورنۍ یې پریشانه کړې او په افغانستان کې یې د تباهي د عمر د اوږدولو یو بل ناکام کوښښ وکړ. ناکام کوښښ یې ځکه بللای شو چې دا حمله به دوی دې نتیجې ته نور هم نژدې کړي چې د قتل او قتال له لارې څه په لاس نه ورځي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply