د خلیلزاد راتګ / شفیق اندړ

0 769

 له راپورونو سره سم زلمی خلیلزاد په افغانستان کې د امریکا خاص استازی ټاکل کیږي. دی چې د شوروي یرغل په وخت کې له جهادي رهبرانو سره بلد و او د بن په کنفرانس کې یې اساسي نقش درلود، د امریکا تر بل هر سیاستوال له افغانستان سره ډیر اشنا او د افغانستان په چارو کې ډیر دخیل دی. شاید همدا وجه وي چې د ده د احتمالي راتلو خبر ته افغاني رسنیو ډیر اهمیت ورکړی دی.

 البته، که امریکا د زلمي خلیلزاد په ځای بل هر څوک د خاص استازي په توګه افغانستان ته را استولای، د افغانستان لپاره یې خاص اهمیت درلود، ځکه له یوې خوا له طالبانو سره د خبرو مساله په مخ کې ده او له بلې خوا د ولسي جرګې او ولسمشرۍ ټاکنې په مخ کې دي او د امریکا خاص استازی کولای شي چې د ټاکنو په نتیجه کې د احتمالي کشمکشونو داسې مدیریت وکړي چې افغانستان او امریکا ته یې صدمه ونه رسېږي.

 په داسې وخت کې چې روسیه په ماسکو کې د افغانستان لپاره د نړیوال کنفرانس د جوړېدو په درشل کې ده، د زلمي خلیلزاد د راتلو خبر ته باید د روسیې او امریکا د کشمکش له نظره هم وګورو.

 حقیقت دا دی چې هیڅ باضمیره او با ایمانه افغان په خپل وطن کې د جګړې پلوی نه دی او د سولې د هر راز  هڅو ملاتړ کوي. په دغسې یو حالت کې چې امریکا د ماسکو په غونډه کې ګډون نه کوي، طبعا افغانانو ته شک پیدا کیږي چې د ماسکو په غونډه کې نه ګډون خو به ایا دا مانا ونلري چې امریکا د افغانستان د لانجې په حل کولو کې جدي نه ده. په دغسې وخت کې د رویټرز خبر چې خلیزاد به په افغانستان کې د امریکا د استازي په حیث ټاکل کیږي، د افغانستان د لانجې د حل په هڅو کې د امریکا د نه دلچسپي شکونو ته یو واقعي ځواب ښکاري. واقعي ځواب په دې مانا چې د زلمي خلیلزاد له راتلو سره اټکل کولای شو چې د امریکایانو او طالبانو تر منځ مذاکرات به لا منظم او جدي شي.

  تیر کال دا وخت چې ولسمشر ټرمپ د افغانستان او جنوبي اسیا په برخه کې خپله ستراتیژي اعلان کړه، په دې ستراتیژي کې څلور اصلي  اړخونه وو: یو دا چې په طالبانو باید نظامي فشار زیات شي چې د جنګ په نتایجو باندې اتکا ته زړه ښه نه کړي، بل اړخ دا و چې د هیروینو د فابریکو په بمبارد کولو سره د طالبانو مالي سرچینو ته جدي صدمه ورسېږي، دریم دا چې په سیاسي او فکري لحاظ د طالبانو کړنکلارې تخریب شي او څلورم دا چې پر پاکستان باندې فشارونه زیات شي. د دغو څلور واړه جهتونو مقصد دا و چې په افغانستان کې د سولې امکان زیات شي.

 اوس چې د افغانستان په جګړو کې شامل امریکایی جنرال ، نیکلسن وایي چې د افغان سولې په اړه یو بې ساری او غیرمتنطره فرصت برابر شوی دی، نو دا ویلای شو چې لږ تر لږه د امریکایي مقاماتو په نظر د ټرمپ ستراتیژي خپل اثر لرلای دی.

 خلیلزاد که څه هم د امریکا تر بل هر دیپلمات د افغانستان د ستونزو په اړه زیات معلومات او زیاته تجربه لري خو دی به په خپل کار کې نسبت نورو امریکایي دیپلماتانو ته له دوو ستونزو سره هم مخامخ وي: یو دا چې پاکستان د ده په مقابل کې ډیر حساس ښکاري او طبعا پاکستان به د ده راتګ د ځان په خلاف د امریکا د فشارونو د زیاتیدو یوه بله نخښه وګڼي. له بلې خوا زلمي خلیلزاد ته په افغانستان کې دننه ځینې لوري د شک په نظر ګوري. جمیعت اسلامي تر ډیره حده داسې ګومان کوي چې خلیلزاد له دوی سره د مور میرې سلوک کړی دی. خلیلزاد په خپل کتاب( استازي ) کې ځينې داسې خبرې کړې دي چې د جمیعت اسلامي ډله ورته غصه ده. څرنګه چې په افغانستان کې سوله هم سیمه ایزې او هم بین الافغاني اجماع ته اړتیا لري، نو خلیلزاد ممکن د دې اجماع په ایجاد کې له مشکلاتو سره مخامخ شي. البته، ولسمشر ټرمپ ویلي وو چې که پاکستان سم نه چلیږي نو فشارونه به ورباندې زیات شي. پاکستان چې اوس نوی حکومت لري نو دا امکان شته چې د فشارونو د زیاتیدو د مخنیوي په مقصد له خلیلزاد سره د افغان سولې په بهیر کې همکاري ته تیار شي. له بلې خوا جمیعت هم هغه پخوانی جمعیت نه دی. اوس تر بل هر وخت پاشلی ګوند ښکاري او د خلیلزاد له هڅو سره اختلاف یې شاید د ځینو غړیو لخوا په فیسبوک کې تر څو تبصرو محدود پاتې شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply