طالبان وحقانيان د ايمان، اسلام، عمل، قُرب وعقوبت په تعريف کې خطا شوي دي

0 745

طالبان وحقانيان د ايمان، اسلام، عمل، قُرب وعقوبت په تعريف کې خطا شوي دي

سید حسین پاچا
اسلامي و سياسي پوهه او هم يې تجربه د لروبر شعوري و ديوبندي اسلامپالو پورې کمزورې ده، ځکه خو نورو د خپلو ناوړه موخو لپاره د فرايضو، محکماتو او اولوياتو پر ځای يې پر مندوباتو تېر ايستل

طالبان دې د امريکا پر ځای له افغان حکومت سره خبرې وکړي، تېر ته په کتو موږ جهاديان هېڅکله چا مخامخ خبرو ته له بهرنيانو سره نه يو پرېښي، نو طالبان وحقانيان به څنګه څوک خبرو ته پرېږدي؟ جنرال اختر عبدالرحمان يوه ورځ ډګروال يوسف ته زنګ وهي، په قهر او غوڅه لهجه ورته امر کوي چې افغان جهادي مشران د هغه وخت له امريکايي سفير سره له ليدو منعه کړي. ولې به څارګرې ادارې سراج الحق حقاني غوږ نيولی څو ځلې له مېرمن کلينتن سره کېنولو؟ د مرحوم زرملوال پر وينا متوکل ترې پر بهرني سفر کې هم خلاص نه وو. دوی بايد لومړی له افغان حکومت سره سوله وکړي. بيا خپلې ګيلې وناندرۍ له پنجاب سره خلاصې کړي. که پنجاب ورسره ناروا کوله، نو افغان حکومت به يې قانوني ننګه وکړي. د بهرنيانو له وتلو مخکې دوی لومړی بايد پر خپلو اولوياتو خپلمنځي سوله ((ملي روغه جوړه))، د خپل ځان رسمي کول، د خپلو بنديانو خلاصون، له تورلېسته ايستل، د خپلو کورنيو پرځای کول او داسې نور اړين دي.

ترخه خبره :
طالبان، حقانيان او پخواني جهادي مشران دې پر قسم وطلاق دا خبره وکړي چې دوی کله هم نظاميانو له بهرنيو سره خپلواک ومخامخ خبرو ته پرېښي؟ ډګروال يوسف پخپل کتاب ((تلک خرس)) کې په زغرده دا خبره کړې چې د امريکا د هغه وخت سفير له جهادي مشرانو سره چې نظاميانو به هغه وخت زياتره حکمتيار مرکو ته رامخ کولو او د ټولو پر استازيتوب په تېره له روسانو سره د مخامخ وړانديز او هم يې له ډاکټر نجيب الله سره له سولې منعه کړی وی. حکمتيار هغه وخت د نجيب الله استازي ته ويلي وو : ((موږ يې په زور نيسو او په فاتحانه توګه کابل ته ننوځو))، خو نن زمکنيو واقعيتونو وښووله چې نوموړی په څه انداز راننوته؟ د کاکا صاحب د چشماټو ((سترګور)) وروستی ايمان پر دې تمام شو چې د امريکا سفير ته يې ويلي وو : ((زه ستاسې ملګری يم، ستاسې پر ضد زموږ څرګندونې د عامو خلکو د ارامولو لپاره دی)).

تاسې څوک له امريکا سره خبرو ته نه پرېږدي. په تېرو څلورو لسيزو کې چا نه يو پرېښي، نو اوس به مو څوک کله پرېږدي؟ پر ځان چې خبريږو وختي يې پر بل چا پلورلي يو، همدا نن يې تاسې څو ځايه خرڅ کړي ياست؟ روسانو ته په پېښور کې قونسلګري ورکول ستاسې او د قبايلو د پلورلو په مانه نه ده؟ د هېرا منډي يې چې خلاصه کړې او ماليات پرې اخلې، نو ولې تاسې هلته په پنجاب کې نه پرېږدي؟ ولې يې درته په پېښور، وزيرستان، کوټه او کراچۍ کې مرکزونه پرانيستې دي؟ ولې د پنجاب زمکه کمه ده؟

امريکا په پيل کې هم تاسې په رسميت پېژندلي نه واست او نه مو اوس پېژني. پخوا يې هم د پاکستان، سعودي وامارت ستاسې د يو نسبي هويت لپاره وهڅول چې د هغوی پېژندنه د امريکا له خوښې او سلامشورې پرته ناممکنه وه، خو له بده مرغه چې تاسې هغه وخت خپل ځان نه وو پېژندلی او ستاسې پر سر لا هاغه معاملې شوې وې او اوس هم هغه دی چې معاملې کيږي. ستاسې ستر جهاد و بريا اوس په دې کې ده چې له خپل حکومت سره سوله وکړئ او خپل ځانونه د وخت له غوښتنو سره سم کړئ.

د بل په ډپ کې دې ځان خوشې بايلود. دا نران تاسې واست چې د نورو په لمسون مو د زورور دښمن ساتلو؟ ايا همدا عربان به کله هم تاسې ته پخپله خاوره کې نورو ته د ګوتڅنډنو او ذمه وارۍ په صورت کې د ځان د زوال لپاره اجازه درکړي؟ نه، هېڅکله نه؟ چا راوړ؟ چا درباندې در تاوان کړ؟ خو تاوان پر تاسو شو؟ د بل په لمسون ((هڅونه)) مو د زورور څپېړې ته مو ځان برابر کړ. مولوي ضعيف د بي بي سي په يو مستند سند کې وايی چې ((پاکستان به موږ ته يو څه ويل او امريکايانو ته بل څه؟ جنرال محمود چا او د څه لپاره کندهار ته دراستولی وو؟ ولې مشر ملا صاحب بيا پر شا شو؟

***​***​***
طالبانو ته يوه نېکه مشوره :
دا به ستاسې لپاره ډېره ښه وي چې تاسې د ښاغلي غني د نوي وړانديز پر وړاندې له يو سالم تعقل او پوره سوچه کار واخلئ. له جنګ او نورو نامشروع کړنو لاس واخلئ او د يوې سپېڅلې او خپلواکې ارادې په توګه د چا له هر ډول نفوذ پرته د سياست ډګر ته راننوځئ او خپلې غوښتنې په مشروع توګه مطرح کړئ، نه دا چې د نورو نيابتي جګړه مخته يوسۍ.
***​***​***

پخوانی ولسمشر حامد کرزی ژوندی او هم شاهد دی او د نورو ډېر وکيلانو به هم پر ياد وي چې پخوانی پوځي ديکتاتور پرويز مشرف کابل په يو دوه ورځني سفر کابل ته راغلی وو او هلته يې پارلمان ته څه پخپله دوه مخې وينا کې څه ويلي وو؟ انګليسي متن يې دلته لوستلای شئ :
President General Pervez Musharraf returned home after a two-day visit to Afghanistan
خو نژدې يوه لسيزه وروسته يې بيا دلته په لندن کې له ګارډين ورځپاڼې سره بل څه ويلي وو چې دلته يې لوستلای شئ :
Musharraf: Pakistan and India’s backing for ‘proxies’ in Afghanistan must stop
In interview with the Guardian, former Pakistan president voices his support for Ashraf Ghani and hints that he cultivated the Taliban
انکار و منښته يې دواړه په خوله کې دي، لکه دلته :
Pakistani Leader Admits Taliban Cross into Afghanistan

همدا اوس د حقاني زوی سراج الحق ته قسم او د خپلې مېرمنې طلاق ورکړئ چې همدې څارګرې ادارې و نظاميانو څو ځلې له آغلې هيليرې کلينټن سره څو سره څو ځلې مخامخ کېنولی دی؟ ان تر دې چې آغلې کلينټن خو پاکستان ته تر دې پورې ويلي وو چې ((ماران په لستوڼي کې ساتي))، او پرويز مشرف ورته ويلي وو چې امريکا دې له پاکستان سره د حقاني شبکې پر سر ګوزاره وکړي.

که د طالبانو او مجاهدينو هېر وي د ملت پر ياد دي :
کله چې روسان وتل، نو پاکستان امريکا ته ويلي وو چې تاسې خو ځئ يعنې ولاړ شئ، خو دوی ((مجاهدين)) موږ ته پرېږدئ. موږ له دوی سره پوهېږو چې څنګه يې اداره کړو؟ هماغه وو چې امريکا د روسانو له وتلو وروسته افغانستان ته شا کړه او موږ ((افغانستان)) يې پاکستان ته حواله کړ چې په پايله کې څه ناخوالې تېرې شوې؟ همدا نن هم ځينې پوه افغانان حتی ځينې زاړه مجاهدين لکه، قريب الرحمان سعيد، انجنير احمد شاه احمدزی او داسې نور همدا ګيله کوي چې امريکا موږ ته شا کړه او موږ يې يوازې پر ميدان پرېښوو، خو واقعيت بل څه وو. هماغه وخت لا پنجاب زموږ د مجاهدينو پر سر په تېره بيا د پښتنو پر وړاندې له روسانو سره پټه معامله کړې وه چې نن يې اسلام اباد ومسکو يو بل ته د ځينو مشترکو وجوهاتو ((ګټو)) له امله نژدې کيږي او روسان په پېښور کې قونسلګري پرانيزي. روسان په اسانه خپلو موخو ته رسيږي، جګړه به تاسې کوئ او ګټه به يې دواړو ته رسيږي. روسانو به ډېر څه ستاسې پرسر له پنجاب سره منلي وي، لکه امريکا چې له پنجاب سره منلي وو. سبا ته به بيا له روسانو سره څه کوئ؟

دا چې له نجيب سره د خپل حزب دننه د همدې مجاهدينو او د ملي روغې جوړ پر سر ورسره ناباندې راغله ان تر دې چې خبره پرې د وروستي ځل لپاره د جبل السراج د نامقدس ائتلاف په صورت کې کودتا ته ورسېده. له هغه مخکې پرې د تڼي کودتا وشوه، د جمعه اڅک او داسې نورې ناخوالې او روسانو د پښتنو ضد پالېسي خپله کړې وه، ځکه خو يې نجيب د نورو متعصبو او پريپالو په شان ونه پاله، بلکې له دې ورآخوا روسانو له امريکا سره په يو تفاهم کې د نجيب له ملاتړه لاس واخېست، خو امريکا د مجاهدينو له ملاتړه وانخېست. د هغه وخت څارګرې ادارې داسې وانمود کړه چې نجيب نور پاتې کېدای نه شي او زموږ د هغه وخت يو سرزوري جهادي مشر حاجي سحرګل چې نجيب ورلېږلی وو، له آی ايس آی سره له مشورې وروسته ورته ويلي وو چې موږ يې پر زور نيسو او له سولې يې چورلټ انکار کړی وو.

له بده مرغه چې ځان يې هغه وخت ونه پېژنده او څارګرې ادارې يې هغه راز له مخالف جهادي سيال سره شريک کړی وو. د راز خبره يې ونه شوه ساتلی، چې بيا يې مخالف سيال د سرګودهې والا ته په ارګ کې د خپل سلاکار او د افغانستان د اردو د بيا جوړونې غوښتنه ترې کړه وه چې دا وروستۍ خبره يې حقيقت نه لري، بلکې له ځانه يې هسې سپين چرګ جوړولو. اصل خبره بل څه وه چې هغه د اردو د منحلېدو خبره وه او همغسې وشول. د کاکا صاحب ترکتباره چشماټو ((سترګور)) يو ته په سروبي کې او هغه بل ته د سرګودهې يا په بله مانا د افغانستان د تباهۍ نظامي تيوريسن په ارګ کې اړولي ول. د کاکا صاحب چشماټو او د سرګودهې شرمښ ورته داسې وېش کړې وو چې رياست يې يو ستمي – اخواني ته، د دفاع وزارت يې ماويست او صدارت يې اخوان ته سپارلی وو چې تر پای يې ورته پرې نه ښووه او استألفي ته پاتې شوه، خو هغه پرې هم سر وخوړ.

دېخوا ته په پېښور کې د تفاهم شوری مخکښو سرونه وخوړل. د کابل د تخليې او ساتلو لپاره نه نظامي پرسونل جوړ شو او نه بل څه، بلکې هغه پروسه سبوتاژ شوه چې د وليخان کړوخېل، جنرال کټوازي او داسې نورو په شمول ډېرو مخورو پکې سرونه وخوړل. هغه وخت هم زموږ د سولې هڅې د دواړو مسلمانو ګاونډيو او د هغوی د لاسپوڅو په وسيله سبوتاژ شوې. جهادي حکومت راغی، خو روسان پکې د داسې چا له لورې وبښل شول چې هغوی د ډېره کي پر وړاندې له هر چا سره هرې ناوړې معاملې تيار ول او همغسې هم وشول، خو روسان څوک بښلی نه شي او دا پور لا ورپاتې دی.

بيا چې د اوباما په وخت کې د بهرنيانو د وتلو خبره شوه، نو بيا هم د کرزي خلاف داسې لابي ورته شوې وه چې د اوباما حکومت ښاغلي کرزي ته هېڅ ارزښت نه ورکولو. ان تر دې چې ښاغلي جوباينډ ښاغلي کرزي ته په ارګ په زغرده ويلي وو چې له تاسې اوس هم هغوی ((…….)) پنځوس ځله ښه دي، چې دې حالت ښاغلی کرزی سخت د ناهيلۍ حالت ته يووړ. دا نن ځکه ځينې يو نيم ګوزار کله ناکله کوي، خو موږ ته يې له ګټې تاوان زيات دی.

طالبان دلته بيا هم څارګرې ادارې تېر ايستلي وو او په دې يې خوشاله کړي وو چې د بهرنيانو له وتلو وروسته کرزی دومره پايښت کولای نه شي او حکومت تاسو ته پاتې کيږي، نو ځکه طالبانو تر ننه هماغه مزه په خوله کې ده او له غني سره هم سولې ته زړه نه ښه کوي. د طالبانو يا به پله مانا د نظاميانو او څارګرې ادارې موخه دا ده چې که د طالبانو د غوښتنې او ټينګار په پلمه يو ځلې بيا امريکا دېته لېواله شي چې له افغانستانه د وتلو نېټه وټاکي، نو دوی به هماغه د پخوا په شان د نجيب الله او کرزي په شان ميدان پنجابي شغالانو ((نظاميانو او څارګرې ادارې)) ته پاتې شي او دوی به خپلو ناوړه موخو ته د طالب وحقانيانو په شتون کې ورسيږي، خو دا ځل به يې ان شاء الله العظيم دا هيله د تل لپاره پوره نه شي.

موږ جهاديانو، طالبانو وحقانيانو داسې تاريخي وسياسي تېروتنې کړي چې په اسانه به جبيره نه شي. دا څه عادي خبره نه ده. پنجاب هغه وخت چې موږ جهاديان يې پرې خرڅولو ضياءالحق ان تر څارويو پورې پرې ټول بيمه کړي وو، خو زموږ ماويست، ستمي واخوان د ايله جارو په بڼه وکارول شول او بيا هغه دی چې طالبان وحقانيان و ننني داعشيان ورته خدای ورکړل. خور و مور او مېرمن د افغان بوره کيږي او ګټه يې ټوله د پنجاب ده.

ايمان، اسلام و عمل :
ايمان له عقل سره تړاو لري، اسلام له زړه او عمل تر نيت پورې، ځکه خو امام بخاري د خپل کتاب شروع په نيت ((انما الاعمال بالنيّات)) سره کړې ده.
نيت بيا په درې ډوله دی :
• عقلاً ((عقلي)) چې دېته په اصولو واسنادو ((قرآن وحديث)) کې هېڅ ثبوت نشته.
• لسانًا (ژبنی)) چې دې کې هم کوم ثبوت نشته، خو د فقهاو په نظر کې هم اختلاف دی چې څوک يې شرط بولي او څوک يې نه.
• قلبًا ((زړه)) چې په دې کې استنادًا د امام بخاري پر استناد ثبوت شته چې ټول کړه وړه تر نيت پورې تړاو لري. د بېلګې په توګه : که انسان ((نارينه/ښځينه)) پر خوله يا ژبه د ماسپښين نيت وتړي، خو زړه يې د مازيګر وي، نو اعتبار زړه ته دی نه ژبې. همداسې که يو څوک د فرضو نيت وتړي او زړه کې يې سنت وي، نو اعتبار زړه ته دی نه خولې ((ژبې)) ته.

موږ له جهادي پيره مخکې چې لا د شهيد داود خان د وخت فراريانو د برتانوي استعمار د يو دوه مخي غلام په ملاتړ او شيطانت د يو سوچه اسلامي نظام هيله لرله چې هغه دوه مخی غلام هم له پيله تر پايه چې کله د غرب يعنې امريکا او ټلواله يې، کله د کمونيست چين او کله د روسانو په غېږ کې پروت وي. قايد اعظم يې لمونځ و روژه نه پېژندله او د خوږ غوښه يې خوړله. د داسې يو ملک له څارګري او نظامي چارواکيو چې واک يې له قادانيانو او نورو سيکولرانو يا پر دين نه ولاړو ډلو او ټپلو سره دی چې د کاغذ پر مخ اسلامي جمهوريت، خو قانون يې اسلامي نه دی، بلکې د هماغه نااسلامي قانون له مخې بيا خپل سياسي حريفان د مذهب په نوم له تېغه تېروي چې ښه بېلګه يې د پنجاب پخوانی اعلی وزير سلمان تاثير دی چې د هغه وخت يو پياوړی او بانفوذه وزير وو د خپل يو اسلامپال ساتونکي په وسيله له مخې لېرې کړ چې ګوند پرې له پښو وغورځوي. همداسې نن يې نوازشريف د محکمې په وسيله له واکه لېرې او نااهله کړ. همداسې يې د ملتپاله ګوندونو مشران ووژل، ان تر دې چې د جنوبي پښتونخوا نامتو عالم دين مولانا محمد خان شيراني باندې ځانمرګي مرګونې حملې وکړې. مولانا حسن جان مدني يې ووژلو، پر افتاب خان شيرپاو او نورو باندې مرګونې حملې وشوې او داسې نور تر ننه پورې پښتانه و بلوڅ په سيستماتيکه توګه وژل کيږي او ورکيږي. د ځينو مړي له ځورونو او وژلو وروسته لارو کوڅو او کنډوالو کې اچول کيږي. پنجاب خپلې د بدکارۍ خونې ((فاحشه خانې)) زغملای شي، خپل عياش مفتيان زغملی شي، خو د پښتنو يو يو ماډل ځوان زغملی نه شي او د ترهګر په نوم په يو جعلي پوليسي مقابله کې يې وژني.

تېر ته په کتو هغه وخت برتانوي استعمار هم موږ نه پرېښوولو چې له بهرنۍ نړۍ سره د دوی له خوښې پرته اړيکي ولرو، ولې زموږ ټکرونه راغلل. هغه وخت هم هغوی غوښتل چې موږ د دوی د وايسرا په وسيله له بهرنۍ نړۍ سره اړيکي ولرو او دوی زموږ بهرنۍ پالېسي وڅاري. هماغه پنجاب هم د بوټو، ضياء، اختر عبدالرحمان، ميرزا اسلم بيګ، نصيرالله بابر، حميد ګل، امام او نورو دوزخيانو په وسيله لا تر ننه کنټروليږي، نو طالبه تا ته څوک کله دغسې خپلواکي نه درکوي، لکه څنګه يې چې ته غواړې. د هېواد ملي اسلامي ګټې، سيمه ييز او نړيوال شرايط او د وخت غوښتنې او د مظلوم ملت هيله دا ايجابوي چې تاسې هم د خپلو ملي اسلامي او هېوادني ګټو په پار له خپل حکومت سره سوله وکړئ او خپله غوښتنې له خپل ادرسه له نړۍ سره شريکې کړئ، د بل له پتې ((ادرسه)) او د نورو پر خوله له امريکا او نورو ان له چين و روسيه سره خبرې کومه ګټه نه په تېر کې لرلې او نه به يې په راتلونکې کې ولري. که يې لرلای، نو د جونېجو له وخته به يې تر دې دمه کومه مثبته پايله لرلای وای، خو ونه يې کړه.

پاملرنه :
دا به ډېره ساده ګي وي چې يو څوک د پنجاب په پوځ کې خپله پوځي دنده پرېږدي او له طالبانو سره په جهاد کې يوځای کيږي. زموږ د هغه وخت د بهرنيو چارو سمبالوونکي تر دې کچې ساده وو چې ارواښاد زرملوال ته يې داسې خبره کوله. له موږه خو کشمير ورسره نژدې وو، ولې هلته هغه له حافظ سعيد سره په هغې خوا ته په کشميري جهاد کې نه يوځای کېده؟ ايا دا پر تاسې باندې د هر اړخيز نفوذ او کنټرول مانا نه ورکوي، نو بيا ولې له امريکا پورې نښتي ياست؟ ښاغلي برنټ روبن خو روښانه کړې چې هغې له تاسې له لسيزو راهسې سيده وناسيده اړيکي لرل، نو ولې مو ځينې غوښتنې له هغه سره نه شوې شريکولای؟

بيا هم درته په زغرده وايم چې له نورو نه ښادي ارامه ده. د شيطان مه منئ! لږ له تعقل او سياسي درايته او هم له مخکېنيو او اوسنيو تجربو نه هم ګټه پورته کړئ! ايا تاسې کې داسې يو پوه څوک نشته؟ ((اليس منکم رجل رشيد))، ولې د قرآن خلاف ((والصلح خير)) پښه اوچتوئ؟ ولې پر نورو غمازانو باور کوئ؟ که موږ ته يې مخکې ښه لارښوونه کړې وي، خو اوس به يې هم راته وکړي.

تاسې لا هاغه وخت نااهله او د حکومت کولو وړ نه وئ، چې د امريکا پر خوښه د پاکستان، سعودي وامارت د دريو هېوادونو په نيمه نسبي پېژندنې مو ونه شو ساتلای او د ماشومانو غوندې مو د پنجاب په لمسونه د جنرال محمود او مشرف په شيطانۍ د بل په ډپ کې له لاسه ورکړ. تاسې وګورې چې د شمال ټلواله د خپل واک د ساتلو لپاره له ټولو ناوليو لارو چارو کار اخلي، خو واک نه پرېږدي او د بُن په پرېکړه کې يې هغه دی چې هماغه پاکستان بيا هم تاسې له پامه وغورځولې او ستاسې هېڅ ډول معنوي وسياسي ملاتړ يې ونه کړ، ځکه خو ستاسې د نااهلۍ او نه سياسي بصيرت ((پوهې)) له امله يومخيزه پرېکړه وشوه او ستاسې د ناپوهۍ له امله ډېره کی ورته نه پامه وغورځول شو او نن هاغه دی چې هغوی داسې زورور ښکرونه کړي دي چې نن څوک ماتولای نه شي او لا مرکزي حکومت ګواښي. تاسې لا بيا هم د ښاغلي غني دغه بېساری اقدام يوه دسيسه بولئ. که دا چاڼس مو خطا کړ، نو د تل لپاره به د پنجاب غلامان پاتې شئ، نور مو خوښه خپله. چاڼس هر وخت نه وي او نه په اسانه تر لاسه کيږي.

د قرآن پر استناد يوسف عليه السلام ډېرې سختۍ و ربړونې، پردېسۍ و ناخوالې وزغملې، د کورني يووالي family reunion خپلو وروڼو ته تېر نه يوازې وبښل، بلکې تېر يې هېر او له سره يې يادونه ورته ونه کړه. که تاسې لږه قرآني پوهه او سياسي درايت لرلو، نو د جنرال محمود و تورکوني مشرف له تېر ايستلو به مو ډېر څه ياد کړی وای، خو لا تر ننه مو هېڅ عقل سر ته نه دی راغلی. الله تعالی دې خير کړي چې دا پلا مو د دې بل لپاره بلهاري نه کړي؟

پاکستان وايي “طالبان يوه سياسي ډله” ده
https://www.pashtovoa.com/a/Pakistan-say-Taliban-are-a-political-entity-/4275681.html
طالبانو د ولسمشر غني د وړاندیزونو په اړه سوړ غبرګون وښود
http://www.taand.com/archives/104272
طالبانو د کابل پروسې غونډه دسيسه وبلله
https://www.pashtovoa.com/a/taiban-reply-to-rubin-letter/4274829.html

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply