د ژمنو د کولو او پیاده کولو ترمنځ توپیر/ قریب الرحمن سعید

0 895

د کابل په یوه مشهور هوټل کي د کابل دسولي دپروسی دویم کنفرانس په داسي حال کی دایر کړل شو چي دهیواد امنیتي حالات ورځ تر بلي د خرابیدو په لور روان دی ، او دهیواد په ډیرو ولایاتو کي همدا اوس د جنګ جګړی میدان ګرم دي. د ملي یووالی دحکومت د اجرائیه رئيس په سویس کي د افغانستان ددوستو هیوادو په غونډه کی هم څرګنده کړه چي د هیواد هیڅ ځای امن نه د ی ، نژدی تر نیمایی زیات هیواد د وسلوالو مخالفینو یا په ولکه کي دی او یا یی هم تر اغیز لاندی دی ، یو شمیر مهم قومندانان چي د هیواد د ازادۍ ریښتونی اتلان دی ، او اوس دسولي د پروسي مهم غړي ګرزیدلي ، دسولي ددښمنانو په واسطه په پرلپسی توګه په نښه کیږي او له منځه ځي ، شهیدانیږی او کورنۍ یی د الله تعالي اسري ته پاته کیږي ، د سولی دکنفرانس په دغه بهیر کي چي نژدی د ۲۳ بهرنیو هیوادو نمایندګانو په کي هم ګډون درلود ، ولس مشر محمد اشرف غني هم وینا وکړه او د خپلی وینا په جریان کي یی د طالبا وسلوالو ځواکونو سره بیدریغه وعدی وکړی، دومره ژمنی چي دهیواد دحالاتو د په نظر کی نیولو سره او د بهرنیو ځواکونو د شتون او د هیواد د قیمومیت له اړخه ، د یوي ژمنی دپوره کولو وړتیا هم ،‌که څه هم زړه یی په کلکه وغواړي ، نه لري . ښاغلي ولسمشر په خپلو خبرو کی وسلوالو مخالفینو او په ځانګړی توګه طالب ځواکونو ته وړاندیز وکړ چی : په هیواد کي به ورته ددفتر دپرانستو اجازه ورکړي ،بندیان به یی ازاد کړی ، پاسپورت او تذکره به یی په لاس کی ورکړی ، د ویزو په اخیستو کی به ورسره مرسته وکړي او ….. د ښاغلي ولسمشر له اړخه ددي غوړو او ګرمو ژمنو په اړه د طالبانو اونورو وسلوالو ځواکونو عکس العمل مثبت نه و، بلکه هسی بابس یی و ګڼلی، او حالات داسي څرګندوي چي هیڅکله به یی هم عکس العمل مثبت نه اوسي . او دا څو علتونه لري : لمړۍ دا چي طالبانو ددي کنفرانس د جوړیدو نه مخته د امریکا دولس په نامه یو لیک کاږلی و او په هغي کی یی غوښتنه کړی وه چی غواړی د امریکایانو سره نیغ په نیغه خبرو ته کښیني ، ځکه امریکا د افغانستان دتقدیر په اړه پریکړه کونکي هیواد دی .

د افغانستان لوړپوړي مامورین هم د امریکا لخوا ټاکل کیږي ، ان تر دی چي د والیانو ، رئيسانو ، وزیرانو او …. ټولو د ټاکل کیدو او یا دعزل و نصب او تغیر و تبدیل په اړه همغوي تصمیم نیسي اوبیا ددولت مامورین عملي ګامونه پورته کوي. په هیواد کي د سولي دقیام په اړه د امریکایانو سره دطالبانو د خبرو غوښتنه تر ډیره په حقیقت ولاړه ده . ځکه طالبانوته د خپل راتلونکی په اړه ، اوهم د ورسره شوو ژمنو د پلي کولو له پاره بین المللي تضمینانو ته اړتیا ده ، د هیواد نظام او چارواکي هیڅکله هم داسي تضیمنات نه شي ورکولی او نه یی د ورکولو وړتیا لري ،ترڅنګ یی د نظام اوسني چارواکي په خپل منځو کی د سختو ګواښونو سره مخ دي، او لکه څنګه یی چي مونږ مثال او نمونه د سولي په مخکنیو شوو ژمنو کي وینو ، یو دبل په خلاف عمل کوي، اوطالب ځواکونه نه غواړي چي په دغسی یوی ستري مخمصی کی را ګیر کړل شي. دویم دا چي وسلوال مخالفین د حزب سره د سولي دمخکنیو شوو ژمنو د پلي کولو په اړه دشک او تردید سره مخ دي او نه غواړي دداسی یوه نظام سره داسي کوم تړون ته لاره پرانیځي چي د واک او اختیار دایره یی ډیره محدوده وي . که چیري دولت توانیدلي وای د حزب سیاسي بندیان ازاد کړي ، د هیواد دمهاجرینو له پاره چي همدا اوس اوس دپاکستان نه کډی کولو ته هڅول کیږي او را روان دي ، د زمکو او کورونو په تهیه کولو کی کوم کوټلی قدم واخلي، او… نو بیا به د نورو وسلوالو مخالفینو له پاره دا یو څرګند مثال او نمونه ګرزیدلي وای . دریم دا چي دولت دخپلو هغو مخالفو قومندانانو چي اوس د سولي دپروسي سره یو ځآی او ددی پروسی د پلي کولو له پاره په هلو ځلو بوخت دی د امنیت دتضمین حق نه ورکوي ، په دی توګه مهم قومندانان او شخصیتونه ورځ تر بلي ددښمنانوله اړخه په شهادت رسیږي ، چي نمونه یی همدا اوس په لغمان ولایت کي د ستر او نومیالي قومندان شهید حمزه شهادت دی .

د شهید حمزه قرباني او په اوسني وخت کي د سولی دپروسی څخه په پوره قوت سره دهغه ملاتړ او د سولي ددښمنانو په مقابل کي سینه سپر کول ددی سبب شول چی هغه دهمدی مخالفینو له اړخه په نښه او په شهادت ورسیږي ، په داسی حال کي چي د سولي دپروسی پر مخ بیولو کي به د ولسمشر محمد اشرف غنی په اخلاص کی هیڅ ډول شک او تردید نه وي ، خو دخبرو اوژمنو کولو او بیا پرهغي دعمل کولو ترمنځ ستر توپير موجود وي . د یوي ژمنی کول اسانه دي خو پلی کول یی بیا د اوبو زګ ګرزي . په داسی حال کی چي د سولی د پروسی په کلکه ملاتړ کوو ، او داسی کنفرانسونه د اذهانو د روښانیتا له پاره اړین ګڼو ، خو د فرصتونو نه باید ګټه واخیستل شي . هیواد سولي اوامن ته اړتیا لري ، او دسولی او امن نه پرته دهیواد پرمختګ شوني نه دی ، نو په دی اساس باید د سولي اړوند ارګانونه چي په میلینو ډالر تنخواګانی لري، دي ته و هڅول شي چی دمخالفینو سره د خبرو کولو لاری چاری پیدا اودهغوي د مرکزونو سره په ارتباط کی شي . دطالبانو دخبرو کولو ادرس هم معلوم دی او هغوي په وار وار اعلان کړی چی د سیاسی خبرو له پاره یی دقطر دفتر پوره واک اواختیار لري . نو که دغسی وی نو بیا پوښتنه پیدا کیږي چي ولي یو شمیر کړۍ په ترکیه و‌دوبۍ او یا نورو هیوادو کی دخپلو شخصي معاملاتو د پرمخ بیولو له پاره دهغی او دغی سره دخبرو میز ته کښیني ، او طالب ځواکونه یی هر ډول مذاکرات هسي یو تبلیغاتي حربه ګڼی .

زمونږ غوښتنه داده چی ددولت مسؤلین دی د پخوانیو ژمنو مراعات وکړي ، دهغوی په پلی کولو کی دی قوي او اغیزمن ګامونه واخلي او د وسلوالو مخالفینو په ګډون دي نړیوال هم په دی قانع کړي چي د هیواد دولت د خپلو مخالفینو سره د کړل شوو ژمنو دپلي کولو له پاره پوره صلاحیت او وړتیا لري او خپل دغه هوډ په عملی توګه د ولسونو ترمخ کیږدی ،او تر څنګ دی یی د هیواد دننه د سولی اوامن په ټینګښت کي د مهمو قومندانانو او شخصتیونو د ترور مخه و نیسي ، نو بیا دي د نورو وسلوالو مخالفینو سره دغه ډول ژمنی اعلان کړي.

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply