ولې په نړیوال نظام کې دولتونه د ځواک تږي دي؟ / زاهد صديقي

0 701

ریاليزم د نړیوال سیاست او نړیوال نظام د تحلیل له‌پاره ډېرې خبرې لري، خو د دې لیکنې بحث د ریاليزم پر ډولونو ور ټول دی.
ریاليزم درې ډولونه لري؛
ا. دفاعي ریاليزم
ب. تهاجمي «بريدیز» ریاليزم
ج. نوی ریاليزم
په دې لیکنه کې هڅه کېږي چې نړیوال سیاست او نړیوال نظام د ریاليزم د دوو پورتنیو ډولونو «دفاعي او تهاجمي ریاليزم» له مخې تحلیل شي.
ا. د دفاعي ریاليزم له مخې په نړیوال نظام یا چاپېریال کې دولتونه د خپل امنیت او دفاع په موخه د خپل ځواک د ډېرولو هڅې کوي چې د نړۍ د سیاسي جغرافیې له نقشې حذف نه‌شي او خپله بقا تضمین کړي.

په نړیوال نظام کې د دولتونو له لوري د ځواک د تر لاسه کولو او زیاتولو موخه یوازې او یوازې دفاعي بڼه لري چې وکولای شي، د خپلو جغرافیو داخلي امنیت او سیاسي خپلواکي وساتي.
دا چې په نړیوال نظام کې دولتونه د خپل ځواک د پراخېدو هڅې کوي، نورو هېوادونو ته بل ډول پیغام لېږدوي.
لکه دا چې ایران په نړیوال نظام کې خپل نظامي قوت د خپلو وسلو د ازمایلو له لارې څرګندوي او ډېر وخت د نړیوالو له لوري له بېلابېلو غبرګونونو او بندیزونو سره مخ شوی هم دی.

د ایران دا کړنه نورو هېوادونو ته څه پیغام لري؟
ځواب یې دا کېدای شي چې ایران له یوې خوا په منځني ختیځ کې غواړي ټولواکی یا امپراطور وي او له بلې خوا سعودي عربستان او اسرایلو ته په سیمه کې خپل زور او نظامي ځواک وښيي چې دغه دوه هېوادونه «سعودي عربستان او اسرایل» د امریکا د متحدو هېوادونو له ډلې دي؛ نو دلته د تدافعي ریاليزم د تیوري پر خلاف څرګندېږي چې ایران په سیاسي نقشه کې د ځان د پاتېدو له‌پاره هڅې نه کوي، بلکې غواړي په سیمه کې خپل نظامي او سیاسي ځواک خپلو سیالانو ته ور په ګوته کړي.
یا “شمالي کوریا”، دا چې شمالي کوریا هره ورځ خپلې سپکې او درنې وسلې د نړیوالو د سترګو پر وړاندې ازمایي او امریکا یې پر وړاندې غبرګون څرګندوي چې دا کړنه نړیوال امنیت له خطر سره مخ کوي؛ نو د شمالي کوریا دا کړنه د ایران په څېر ورته پیغام لري.

شمالي کوریا خپل ځواک، د خپل هېواد د ساتنې او دفاع په موخه نه زیاتوي، بلکې غواړي خپلو سیالانو ته خپل ځواک او قوت څرګند کړي، لکه جاپان، جنوبي کوریا، چین او ان امریکا ته.
د دې تیوري «دفاعي ریاليزم» پر بنسټ، د نړۍ دولتونه د نړیوال نظام یا چاپېریال د ګواښونو د دفاع په موخه خپل ځواک او قدرت ډېروي چې د ځانونو ساتنه وکړي، ځکه چې نړیوال چاپېریال انارشي «ګډوډي او بې‌نظمي» دی او هر وخت د جګړې د را منځ ته کېدو امکان شته؛ نو دولتونه یوازې او یوازې د خپل شتون د بقا له‌پاره د ځواک د ډېرېدو هڅې کوي، نه دا چې پر نورو هېوادونو د یرغل او برید په لټه کې وي. هېره دې نه وي چې د دولتونو ځواک ډېرول یو اخلاقي امر ګڼل کېږي.

ب. په تهاجمي «بريدیز» ریاليزم تیوري کې راځي، کله چې په نړیوال نظام کې دولتونه د خپل سیاسي موقف یا ځای د ځواک له وېش او د نړۍ پر سټراټېژیکو سیمو له تسلطه راضي نه وي؛ نو د حاکم وضعیت د ګډوډولو په موخه د “ځواک د ډېروالي سیاست” غوره کوي.
لکه کله چې په ۱۹۹۱۱م کال کې شوروي اتحاد ونړېدو، سیاسي جغرافیې یې نوي خپلواک هېوادونه وزېږول او له شوروي یې خپلې سیاسي خپلواکۍ تر لاسه کړې. د شوروي اتحاد تر ړنګېدو وروسته، روسیې دفاعي سیاست غوره کړ او په نړیوالو سیاستونو کې ډېر نه تر سترګو کېده او سیاسي لوبو یې خپل رنګ له لاسه ورکړی و.

خو کله چې ۲۰۰۰ م کال کې ولادیمیر پوتین د روسیې سیاسي ډګر ته ور ودانګل، له ۲۰۰۴ کاله وروسته د روسیې د بهرني سیاست د ژيوسټراټېژیک دوره «له لوېدیځ سره شدید مخالفت، د ناټو محدودول، په اوکراین کې د روسیې پوځي مداخله او د کریمیا پوځي اشغال» پیل شوه. همدا و چې د روسیې خاموش سیاست ژوندی شو او د دفاعي سیاست بڼه یې تهاجمي سیاست ته بدله شوه، ان د ببر سیاست لاس یې منځني ختیځ ته هم اوږد شو. بېلګه يې په ۲۰۱۵ م کال کې په سوریه کې د روسیې پوځي مداخله وه.

د تهاجمي «برېدیز» ریاليزم پر بنسټ، په نړیوال چاپېریال یا نظام کې دولتونه د ځواک د ډېرېدو په لټه کې دي چې د نړۍ پر سټراټېژیکو سیمو واکمن شي، ځکه چې دولتونه د نړیوال ځواک له وېشه راضي نه دي، له دې امله غواړي چې خپل ځواک او قدرت زیات کړي.
له دوو پورتنیو نظریو په ډاګه کېږي چې که د دولتونو له لوري دفاعي سیاست غوره شي، په نړیوال چاپیریال کې به نسبي سوله ټینګه شي، خو که تهاجمي سیاست غوره شي، د نړیوال نظام نسبي سوله به له ګواښ او خطر سره مخ شي، ځکه دولتونه د خپل ځواک د ډېریدو په لټه کې دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply