شهر ناپرسان؛ د زابل له ولايت مقامه نهه دېرش موټر ورک شوي

0 926

زابل د افغانستان له خوارو ولايتونو څخه دی چې همېشه يې په حکومت کې هم برخه تر ټولو خواره وي.
دغه ولايت ته تر ډېره پورې د يوه سياسي لابراتور په سترګه کتل کېږي، داسې واليان او چارواکي ورلېږل کېږي چې يا په نورو سيمو کې ناکام شوي او يا يې تازه غلاوو ته ملا تړلې وي.
په تېرو څو کالو کې چې څوک دغه ولايت ته لېږل شوي، تر خپله وسه يې په ولايت کې پاتې څه لوټلي دي او بيا په خپله مخه تللی دی.
نه يې څوک د پوښتنې شته، نه چا څوک نيولی چې ولې يې بيت المال لوټلی دی.
څو موده وړاندې په زابل کې د لوټ وروستۍ کيسه د دغه ولايت د ښاروال توده وه چې له لوټ شويو پيسو سره يې پاکستان ته پښې سپکې کړې او ورانه ويجاړه اداره يې تر شا پرې ايښې وه.

خو د ځينو زړو غلاوو په رابرسېره شويو اسنادو کې ښکاري چې يوازې د زابل له ولايت مقام څخه نهه دېرش موټرونه ورک شوي چې نه يې غل مالوم دی، نه يې لوری ښکاري چې پر کومه خوا بېول شوي دي.
د زابل والي خيال محمد حسيني له سرخط ورځپاڼې سره په خبرو کې ويلي دي چې ده ته داسې اسناد سپارل شوي چې ښيي ولايت مقام څلوېښت موټر درلودل، خو اوس يو پاتې دی.
حسيني دا نه وايي چې دغه موټر کوم والي يا بل چارواکي بېولي دي، خو له خبرو يې ښکاري چې تر ده مخکې واليانو لاس ټيټ کړی او ولايت مقام يې لوټلی دی.
حسيني وايي، څو کاله وړاندې چې دی د زابل والي و، هغه مهال يې په ولايت کې بېلابېلې پروژې او چارې پيل کړې وې، خو چې دی تللی، نورو راغليو واليانو د دې پر ځای چې کار وکړي، هماغه چارې چې يوه اندازه شوې وې، لا يې پسې ويجاړې کړې دي.

د حسيني په خبره، په دغو چارو کې په وار وار له بيت المال څخه پيسې ايستل شوې دي، خو بيا هم کار نه دی بشپړ شوی.
ښه بېلګه يې په قلات کې يوه څلورې لارې ده چې کلونه وړاندې يې چارې پيل شوې وې، خو هر ځل چې نوی والي راځي، پيسې ورته ځانګړې کېږي، لږ کار ورباندې کېږي او بيا همداسې پرېښوول کېږي، نوی والي يې بيا بېرته له سره نړوي او نورې پيسې يې جوړولو ته اخلي.
دغه څلورلارې تر اوسه همداسې ويجاړه پاتې ده.
تر خيال حسيني وړاندې په زابل کې بسم الله افغانمل د دغه ولايت والي و چې سرخط يې په وار وار د پراخ فساد راپورونه خپاره کړل.
هغه حتا يو ځل د ولايت يوه کوټه په لس ميليونه افغانۍ رنګولې او پيسې يې له بيت المال څخه ايستلې وې.

وروسته د ولايتي شورا ځينو کسانو ادعاوې وکړې چې والي د ملايانو او دیني عالمانو په نوم هم پيسې ايستلې دي او په داسې حال کې چې طالبانو يو ديني عالم د همدې پيسو له امله و هم واژه، ده هيچا ته يوه افغانۍ هم نه وه ورکړې.
يو ځل خو يې لا د ولايت مقام له کوټو څخه غالۍ ټولې کړې او کړکۍ ايستلې وې.
دې ښاغلي هغه مهال دغه کړکۍ په کندهار کې خپل نوي کور ته وړې وې چې هلته ورڅخه استفاده وکړي، خو د سرخط د راپور تر خپرېدو وروسته يې بېرته د زابل ولايت مقام ته راوړې.
په وروستي ځل سرخط ته د زابل د ولايتي شورا ځينو غړيو او د ولايت مقام کارکوونکيو وويل چې والي له ولايت څخه د تګ پر مهال د ولايت لوښي، غالۍ، کمپيوټرونه او نور ځينې ډېر واړه واړه څه هم له ځان سره په موټر کې بار کړي او کندهار ته وړي ول.

د زابل والي خيال محمد حسيني د تېر والي دغسې فساد نه تاييدوي او نه يې روي، خو وايي، ستونزې شته او دی دې ته لومړيتوب ور کوي چې حل يې کړي.
حسيني دا هم و نه ويل چې دغه نهه دېرش موټر له ولايت مقام څخه کوم والي او څه وخت ايستلي دي.
خو وايي، اسناد ورته د څلوېښتو موټرو سپارل شوي او په ولايت کې يوازې يو موټر ولاړ دی.
ځينې يې د پروزو په شکل ايستل شوي، پر ځينو د ټکر نوم ايښودل شوی او ځينې يې بيا روغ جوړ تري تم دي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply