داعش د روسانو پروژه ده/ اسد ساحل

0 766

تبليغاتي جګړې يا پرو پاګندا د جګړې د هنر لرغونی هغه دی ، چې بشر  ترې تل د خپل دښمن پر وړاندې جګړو کې استفاده کوي .د دې جګړې بڼې د زمان او مکان په تغير سره توپير کوي خو د جګړو دګټلو او د دښمن د اذهانو د مغشوشولو لپاره يي  اړتيا او اهميت  تل په خپل حال پاتې کيږي.

نن له هر بل وخت په پرتله دجګړې د دې هنر اړتيا او ارزښت ډير محسوسيږي ، ځکه نن د دې جګړې لپاره ډګرونه محدود نه دي بلکې عصري ټيکنالوژۍ دې جګړې ته بې شميره وسايل مهيا کړي ، راډيوي او تلويزيونې رسنۍ  ټولنيزې رسنۍ ،مخابراتي اړيکي او نور اړونده وسايل دي چې په دې جګړه کې مرستندوي ثابتيدای شي.

افغانستان نږدې څلويښت کاله په توده جګړه کې ښکيل پاتې شوی ، خو تر څنګ  يې ښکيلو هيوادونو  د تبليغاتي جګړې پر مټ افغان ملت د خپلو ملي او سياسي موخو ته د رسيدو لپاره  د امکان ترحده تندروه  او مذهبي و پالل شو ،  له امريکا نيولې ، اروپايي هيوادونو او اسلامي هيوادونو هم  هغه مهال په  دې برخه کې په خلاص مټ همکاري وکړه  او نن چې کوم جګړې په دې سيمه کې روانې دي د همغو پاليسيو زيږنده ده .

اصلي موضوع ته راځو په افغانستان کې د داعش د رامنځ ته کيدو او ورته د زمينه سازۍ او تبليغاتو مسله ده.

د داعش په اړه په کور دننه مختلف ليدلوري او انګيرنې شته ، ځينې فکر کوي چې داعش يوه امريکايي پروژه ده چې د روسانو او ايران پر وړاندې د امريکا د استخباراتو په مټ حمايه کيږي

دويم فکر دا دی چې داعش د پاکستان پروژه ده، او د طالبي شروع شوي پروژې دوام دی فقط بيرغ يي له سپين په تور بدليږي

دريم فکر دا دی چې داعش د افغان حکومت په ځانګړې توګه د ملي امنيت  لخوا د بهرنيانو په ملاتړ پلان شوې.

په دې لنډه ليکنه کې کې هڅه کوو د پورته ذکر شويو تيت او پرک ذهنيتونو د راټولو لپاره د خپلو ملي ګټو په چوكاټ يو سم تحليل وړاندې کړو

لومړی ايا داعش ريښتيا هم امريکايي پروژه ده ؟

زه دا نه ردوم چې ګواکې امريکا دې په داسې پروژو کې بې تفاوته پاتې شي او د نړۍ هيڅ استخبارات هم له ورته فرصتونو څخه بې خبره او بې ونډې نه پاتې کيږي، هغه هم د امريکا په څير زبرځواک چې په سيمه او په ځآنګړې توګه افغانستان کې فزيکي جګړه ييز حضور لري، خو راځئ تحليل کړو چې دلته  د داعش په ملاتړ کې د امريکا  ګټې څه دي؟

يو متضاد فکر دا دی چې امريکا افغانستان ته راغلې چې له روسيي او په ځانګړې توګه د منځنۍ اسيا هيوادونو زيرمو ته لاس رسي پيدا کړي او بالاخره په پای کې دغه  هيوادونه په تدريجې توګه د روسيي له اغيز راخلاص کړي. او د دې لپاره هڅه کوي چې داعش په افغانستان کې حمايه کړي تر څو روسان او د منځنۍ اسيا هيوادونه وډار کړي.

که امريکا ريښتيا هم داسې يو څه غواړی نو بيا خو له داعش څخه د امريکا حمايت حماقت دی ، ځکه افغانستان کې  د داعش  شتون روسيي ته پلمه په لاس ورکوي چې منځنۍ اسيا لا ډيره  وډار کړي او په دې توګه به هلته خپل حضور پياوړی کړي چې عملا يي په دې کار لاس هم  پوری کړی ، همدا اوس د منځنۍ اسيا هيوادونو ته د روسانو نږدې والی د پراختيا په حال کې دی  ،روسيه هڅه کوي چې د منځنۍ اسيا په اړه د افغان ولسمشر اشرف غني اقتصادي پروژې هم له خنډ سره مخ کړي او د  منځنۍ اسيا هيوادونه پر کابل بې باوره کړي. هرځل چې ولسمشر غني منځنۍ اسيا ته  سفر کوي د کور دننه او بهر د روسي ډيپلوماټانو او تر څنګ يي د ځينو  افغانانو  له خوا په اګاهانه او غير اګاهانه توګه د داعش په اړه دا ذهنيت  چې داعش د افغان حکومت  او امريکا ګډه پروژه ده زور اخيستی دی.

که د داعش په پراختيا کې د امريکا  ګټه دا وي  چې منځنۍ اسيا د روسانو پښو ته و غورځوي او روسيه لاهم پسې غښتلي کړي دا خبره بيا حقيقت کيدای شي  که داسې نه وي نو بيا دا اوازې يواځې د دښمن لخوا هسې تبليغات بللی شو.

دويم فکر دا دی چې داعش د طالبانو د پروژې د سيکې بل مخ دی او تر شا يي پاکستان دی،

دا فکر ځکه وزن لري چې د داعش او طالبانو ترمنځ لشکر طيبه د منځګړي رول لوبوي، په لوی لاس د داعش او طالبانو ترمنځ اړيکې پېچلې ښودل کيږي ، په ننګرهار کې داعش او طالب سره په جګړه کې چې يو بل د اسلام ستر دښمن ګڼي وژني خو په شمال لکه ميرزاولنګ، بدخشان، بغلان او نورو سېمو کې يي بيا تر يوې قومندې او جلا بيرغونو لاندې جګړه کوي. که د دوي ترمنځ جګړه ايډيالوژيکه وي، نو بيا ولې يواځې تر ننګرهار محدوديږي او په نورو سيمو او ولاياتو کې بيا ګډ عمليات کوي؟؟

دا هم بايد له پامه و نه غورځوو چې داعش زياتره قومندانان د طالبانو پخواني او يا برحال جنګيالي دي ، که د طالب او داعش ترمنځ ايډيالوژيک او ستراتيژيک توپير وي څرنګه يو جنګيالی يو مهال دوه جلا فکرونه او ايډيالوژيو لپاره ځان وژني؟؟؟

په دې هم پوهيږو چې داعش زيات شمير جنګيالي د اورکزيو له ايجنسۍ دي، چې د راپورونو پر اساس دغه سېمه کې پاکستاني ځواکونه او استخبارات ډير غښتلي دي نو څنګه کيدلای شي چې افغان دولت او امريکا دې د پاکستان تر قبضې لاندې سېمو کې جلب او جذب وکړي ترڅو ايران، منځنۍ اسيا او روسيه نا امنه کړي.

بل لوري ته  په دې وروستيو کالونو کې  پر پاکستان د نړيوالو له خوا فشارونو زور اخستی ، چې د طالبانو له حمايت لاس واخلي ، پاکستان هم په دې پوه شوی چې طالبان د ځانګړي وخت ځانګړې پروژه وه او وخت يي رارسيدلی چې دغه پروژه بديل شي ، ځکه په پاکستان کې يوه کړۍ چې واکمنه کړۍ هم ده په دې باوري  ده چې  په سيمه کې د پاکستان بقا او ارزښت له ترهګرو ډلو سره تړلی دی ، که دلته ترهګر وي نو پاکستان په اسانه له نړيوالو مرستې اخستلی شي او همدارنګه د دې ډلو پر درلو  نړۍ په ځانګړې توګه ګاوڼډيان ويره ولی هم شي او ډيره اسانه توګه  د هند او افغانستان پر وړاندې همدغه ترهګرې ډلې د خپلو ګټو پر محور را وڅرخوي ، د کابل پروسې په دويم کانفرانس کې د افغانستان د ملي امنيت د عمومي ريس ښاغلي ستانکزي اشاره همدې ته وه (( راځئ معلوم کړو چې په داعش کې د کوم هيواد وګړي زيات دی )) داعش په لومړي ځل د ډيورنډ کرښې پاکستاني لوري ته څيرمه راڅرګند شو هملته يي وده وکړه او وروسته افغانستان ته ورته د راتګ زمينه سازي وشوه اورکزي او پنجابيان په کې ځای پر ځای شول او په تکتيکي ډول افغانستان کې خپل کارونه پيل کړل او تر څنګ يي تبليغاتي جګړه هم توده کړه او هڅه يي وکړه چې دغه پروژه پر افغان حکومت او امريکا ورتاوان کړي. حتی په کور دننه هم ځينې کار پوهانو او سياسيونو په اګاهانه او غير اګاهانه توګه دپاکستان دا غږ بدرګه کاوه .

دريم فکر دا دی چې داعش ګواکې د افغان حکومت او په ځانګړې توګه د ملي امنيت شورا له خوا ډيزاين شوې پروژه ده او امريکا يي تر شا ولاړه ده .

د دې فکر خاوندان ډير د حکومت سياسي مخالفين دي ، غواړي په داسې خبرو د ولسونو ذهنيتونه مغشوش کړي او خپلې سياسي موخې لاس ته راوړي ، دوی کله کله داسې خبرې هم کوي چې داعش له ختيځ د افغانستان شمال ته په امريکايي چورلکو کې انتقاليږي او هڅه کيږي د روسانو پر وړاندې هلته منظم شي ، خو د دوی دا خبره نوې نه ده  پخواني ولسمشر حامد کرزي هم يو مهال په اګاهانه او يا غير اګاهانه ډول ورته څرګندونې درلودې ، چې ناپيژانده چورلکې د افغانستان شمال ته طالبان انتقالوي. هغه وخت هم ورته نظر ډير قوي و چې امريکا غواړي طالبان شمال ته انتقال کړي او ورسيه او منځنۍ اسيا نا ارمه کړي حتی زموږ د وخت ولسمشر هم په همدې باور و. خو له هغې تقريبا اته کاله تيريږي او په چورلکو کې وړل شوي طالبانو نه په روسيه بريد وکړو او نه يي منځنۍ اسيا نا ارامه کړه او نه هلته طالب قوي شو.

تاريخ تکراريږي، نن ورته تبليغات د داعش په اړه هم روان دي، حال دا چې داعش په مشرقي ولايت کې تر سخت نظامي فشار لاندې دی.

 اول خو امنيت شورا د دې پروژې تر شا نه ده ، خو کاشکې زموږ امنيت شورا دومره وړتيا پيدا کړي چې په افغانستان او سيمه کې د شته لوبو  برخه وال شي ، ځکه له لوبې بهر پاتې کيدل تل زموږ په زيان تمام شوي او دا لوبې چې دلته کيږي دا به دوام لري که موږ وغواړو او که نه خو مهمه دا ده چې زموږ پر سرنوشت نور پريکړې کوي او موږ بې تفاوته يو  همدا موږ لپاره تر ټولو ستره بدمرغي ده.

پايله

له پورته لنډ تحليل  وروسته دې پايلې ته رسيږو چې :

داعش د روسانو ، ايرانيانو او پاکستانيان ګډه پروژه ده ، چې غواړي په سيمه کې د امريکا د تګلارو  پر وړاندې ورڅخه د تبلغياتي جګړې په توګه کار واخلي ، او د کابل او منځنۍ اسيا  ګاونډيانو ترمنځ اړېکو کې خنډونه رامنځ ته کړي، تر څنګ يي پر حکومت او په ځانګړې توګه پر امنيتي ځواکونو  د افغانانو باور ته زيان ورسوي.

روسيه، ايران او پاکستان له دغه تبليغاتي جګړې د بل هر وخت په پرتله ډيره ګټه پورته کړه، درې واړه هيوادونه د يو مثلث په شکل په دې بهانه چې ګويا طالب سره يي مرسته د خپل امنيت د خونديتوب په موخه ده هم اړيکې جوړې کړي چې د افغانستان جګړه لاپسې اوږده او د سولې درک او لورې نامعلوم کړي ترڅنګ يي داعش کې هم پراخه نفوذ وکړو اوسمهال دواړه ترهګرې ډلې د همدغه هيوادونو د ګټو په خاطر يواځې افغانان وژني.

 د کابل پروسې په دويم کانفرانس کې د روسيي ، ايران او پاکستان د استازو دخبرو او دملي امنيت د سلا کار ځوابونه او ورڅخه د اسنادو د غوښتنې موضوع زموږ دا تحليل نور هم غښتلی کوي ، او بالاخره دې پايلې ته رسيږو ، چې ياد هيوادونه له يوې خوا داعش حمايه کوي او له بلې خوا هڅه کوي ، چې د شته ستونزو پړه پر نورو ور واچوي او عامه اذهان مصروف وساتي خو له بده مرغه چې افغانان بيا هم په دې لوبو کې  قربانيان دي نه ښکيل لوری !

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply