د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو غیرسیاسي کېدو اړتیا/ ودان روښان

0 761

افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي چې سیاست والو ته به په امنیتي ځواکونو کې د لاسوهنې اجازه ورنه کړي. که وکتل شي دا د ولسمشر شخصي نظر نه بلکې په خپله د وسله وال پوځ جوړښت او دنده داسې ده چې باید له سیاسته لرې واوسي او د هېواد په سیاسي ماملو کې ښکېل نه وي، خو له بده مرغه د افغانستان په سیاسي نظام کې ځینې ډلې خپل سیاسي مشروعیت؟! له پوځي ځواک سره تړلی ګڼي او پر ټول توان هڅه کوي چې د وسله وال پوځ بنسټونو کې خپل اغیز پیاوړی لا څه چې د هغو قبضه خپل د پلار میراث و ګڼي او کله هم چمتو نه دي چې د وسله وال پوځ له سره لاس واخلي، علت یې څه دی؟

په دې اړه به په همدې لیکنه کې بحث وشي خو لومړی غواړم د پوځ او سیاست په اړه د ۱۳۵۷ کال د غوايي میاشتې له ۷ بیا تر ننه یو ځغلنده کتنه ولرو. په خپله د ۱۳۵۷ کال د غوایي ۷ نیټې پېښه په یو سیاسي عمل پیل شوه په دې مانا چې یو غیرقاني ګوند د غیر قانوني فعالیت له لارې د اردو افسران جذب او د هغوی پر مټ یې واک قبضه کړ او د واکمن ګوند (د افغانستان د خلق دموکراتیک ګوند)کړنلارې له مخې پوځ د غیرسیاسي کېدو پرځای په ټوله مانا سیاسي او د همدغه ګوند د ایدیولوژي پلوی او لاروی باید وای، نو ځکه خو د پوځ ټول واک، سوق او اداره ګوندي افسرانو ته وسپارل شوه او په پوځ کې د سیاسي چارو ریاست جوړ چې دغه ریاست په خپله د واکمن ګوند د مرکزي کمیټې یو څانګه ګڼل کېده. دغه سیستم کټ مټ د پخواني شوروي اتحاد د کمونیست ګوند او د هغه هېواد له سیاسي سیستم کاپي شوی و. د یاد سیستم له مخې، له ټولي بیا تر دفاع وزارت پورې د ګوند سیاسي څانګې جوړې شوې چې ټول کارکونکي یې د واکمن ګوند غړي وو. دغه حالت د۱۳۷۱ کال د غوایي تر ۸ نیټې دوام وکړ. د غوایي پر اتمه نیټه چې کله واک د ځینو متعصبو او د هغوی نړیوالو ملاتړو د یوې دسیسې په پایله کې ځانګړې قومي ډلې(جمعیت) ته ورسېد دوی هم ټیک ورته نظر او دریځ خپل کړ او هماغه لاره یې تعقیب کړه خو دوی بیا د ایدیولوژي پر ځای په ښکاره قومي دریځ او موخه درلوده په دې مانا چې جمعتیانو د هغه څه چې د دفاع وزارت په نوم پاتې و ټولې چارې خپلو قومیانو ته ورکړې دغه راز، دې ډلې د پخواني شوري اتحاد قانون په افغانستان کې پلی کړ چې په ټولو جمهوریتونو کې به لومړی منشي سیمه ییز خو دویم منشی به حتمي سلاوي توکمه او اصلي واک به له دغه دویم منشي سره و چې روسی، اوکراینی یا بیلاروسی به و. دا لړۍ ان تر وړکتون پورې پلې کېده. لومړی خو ټولې مهمې څوکۍ جمعیتانو قبضه کړې که بیا به هم وزیر د کومې بلې ډلې و خو معین ان کوم رییس به چې د پنجشیر و نو ټول واک به له پنجشیري سره و، هغه څه چې د خوجه یین رباني چې تر ډېره یې د احمدشا مسعود د ویاند یا ناظر رول لوباوه، په واکمني کې خپل وسله وال بړیڅي د اسلامي اردو په نوم یادول او تر ډېره له نالوسته قومي متعصبینو پرته بل څه نه نو ځکه خو طالبانو په چکچکو پسې واخیستل. کله چې طالبانو واک قبضه کړ هغوی بیا له سره دې ته نه و ګومارل شوي چې افغانستان دې پوځ ولري. یو څو کسان یې په هوایي ځواک او یا نورو مسلکي برخو کې ځکه ساتلي وو چې سخته اړتیا یې ورته درلوده له دې پرته هغوی نه پوځ غوښته او نه هم هغه چا دغه کار ته پرېښودل چې ددوی( طالبانو) یې په لاس کې وو هغه ډول چې دا اوس د سولې په اړه هیڅ راز، پرېکړه نه شي کولی هغه مهال یې هم د پوځ او نورو دولتي بنسټونو جوړولو په اړه کومه پرېکړه او عمل نه شوکولی. د طالبانو په واکمني کې پوځ له سره نه نو د سیاسي یا غیر سیاسي کېدو په اړه خو یې پوښتنه نه را پورته کېږي.
له طالبانو وروسته په ټوله مانا د وسله وال پوځ سیاسي کېدل!
کله چې بیا د امریکایي ځواکونو د درنې هوایي بمباري تر سیوري لاندې د امریکایانو کرایي ملیشې د پلیو ځواکونو په توګه کابل ته ننوتل اود بن کنفرانس بېړنۍ او ناانډوله پرېکړې له مخې ټول واک په تېره د وسله وال پوځ بنسټونو اداره یوې ځانګړې قومي متعصبې ډلې غصب کړل. دې ډلې پر خپل ټول توان د دولت او په تېره د وسله وال پوځ بنسټونو انحصاري او میراثي کېدل په عملي توګه پیل کړل. د دفاع، کورنیو او بهرنیو چارو وزارتونه یې امریکایانو ته د چوپړ په انعام کې واخیستل، استخبارات خویې میراثي دنده او مسلک و او نورې دولتي څوکۍ چې په بن کنفرانس کې یې برخلیک نه و څرګند د حامد کرزي کمزورتیا او یا هم لورېنې له مخې غصب کړې او دولت په ټوله مانا د یوې وړې قومي انحصارګرې ډلې لاس ته ولوېد. دې ډلې چې څومره لوستي خو پرځای پرېږده، نیمه لوستي او نالوستي تر پنچرمینانوپورې درلودل، ټولو ته د جنرالي رتبې ورکړې. یو وخت د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار ویلي و چې د پنجشیري جنرالانو شمېر د ټولې اروپا له جنرالانو زیات دی. د ښاغلي حکمتیار په وینا پنجشیر ۶۰۰ جنرالان لري په داسې حال کې چې د ټولو اروپایي هېوادو د جنرالانو شمېر ۶۰۰ ته نه رسېږي. کرزي په خپله ټوله واکمني کې د وسله وال پوځ بنسټونو واک د پنجشیر ډلې ته سپارلي و،چې دې ډلې هم له دغه فرصته پوره پوره ګټه واخیسته او د وسله وال پوځ بنسټونه یې د خپلې سیمې قومي ډلې په ګټه له سره ترپښو سیاسي او قومي کړل. کله به چې د نړیوالو د فشار له امله اړ شول چې کوم ځای یوه بې ارزښته څوکۍ کوم پښتانه ته ورکړي نو پر هغې به یې هم کارملي پرچمیان ګومارل لکه منیر منګل، سردار اکرم او نور. دې ډلې د وسله وال پوځ بنسټونه خپل میراثيٍ حق ګاڼه او کله هم نه ترې تېرېدل. د بېلګې په توګه کله چې بسم الله خان، نور مالي فساد او رسوایي خو یې پر ځای پرېږده یوازې د کورنیو چارو وزارت انګړ کې له یو جریب کمې مځکې ته د سرې په نوم ۸۰ میلیونه افغانئ د پچو(خوشیو) په نوم ایستلې وې او ولسي جرګې بې واکه کړ نو ټول پنجشیر ور سره ولړزېد، په دولت کې دننه له مولانا مارشال؟! فهیم نیولې بیا له دولته بهر عبدالله پورې ټولو په یوه خوله کرزي ته ګواښ وکړ چې که بسم الله ته بېرته څوکۍ ورنه کړل شي دا… او هغه به وکړي. کرزی چې هسې یې هم له وسله وال پوځ سره چندان علاقه نه درلوده ښایي دا به غوره ورته ښکارېده چې همدغه ډله خو پرې خوشاله کړي نو ځکه خو یې د پچو والا بسم الله خان ته د ملي دفاع وزارت څوکۍ ورکړه. که په زغرده و وایو د وسله وال پوځ سیاسي کېدو ستر لامل همدغه کرزی دی چې د وسله وال پوځ په اړه یې هیڅ راز د مسوولیت احساس نه کاوو. غوره به وي په دغه ځای کې د موضوع ښې روښانولو له پاره «د کرزي کورنۍ او افغان غمېزه» نومي‌ کتاب څو کرښې ټکي په ټکي راوخلم:«… کله به چې د پوځي تکتیکونو او پوځیانو په اړه بحث پیل شو، نو کرزي به د ستړیا احساس کاوه. هغه به ډېر وخت په ارګ کې د ملي امنیت شورا غونډې په منځ کې پرېښودې. د امریکا پوځي قوماندانانو به کرزی هڅاوه چې د افغان ملي پوځ غړو ته ویناوې وکړي او ددوی زړه ورتیا او قهرماني وستایي خو کرزي به دا خبره کمه منله… په کابل کې د بریتانیا سفیر شیرارد کاپر وایي له کرزي سره یې د هغه په دفتر کې د هلمند جګړې په اړه بحث کاوه، خو نوموړي په خپل دفتر کې د افغانستان نقشه نه درلوده، له دې امله د بریتانیا سفیر اړ شو چې له خپل بکس د افغانستان نقشه راوباسي. … کرزی په خپل پوځ واک نه لري هغه له پوځي مسلو سره لیوالتیا نه درلوده. … له دفاع وزیر عبدارحیم وردګ سره په یوه ناسته کې کرزي وړاندوینه کړې وه، چې زه ستا د پوځ په اړه داسې فکر کوم که له افغانستان څخه امریکایي سرتېري ووځي نو په دوو اونیو کې به کابل بیا طالبانو ته په لاس ورشي. …»(۱)
له همدې ځایه د وسله وال پوځ په اړه د کرزي دریځ له ورایه څرګندېږي.
جمعیتي ستمیان ځکه پر وسله وال پوځ پورې کلک نښتي چې له یوې خوا خپلې نامشروع او مافیایي ګټې د وسله وال پوځ پرمټ وساتي او تل خپل سیالان وګواښي او له بله پلوه که په ملي او نړیواله کچه زمینه مساعده وګڼي سیاسي واک د کودتا له لارې غصب کړي او بله دا چې په وسله وال پوځ کې ډېرې پیسې دي او دوی غواړي د فساد له لارې پیسې ټولې کړي، دوی کله هم وسله وال پوځ ته د خدمت نه بلکې د ثروت په سترګه ګوري.
اوس چې ولسمشر غني هڅه کوي وسله وال پوځ د انحصار ګرې ډلې له ولکې ازاد کړي نو دوی کلک مقاومت کوي پر همدغه دلیل غني د قوم پالي، قومي انحصار ګر، قومي متعصب او نورو نومونو یادوي. خو اصلي خبره داده چې پوځ ځانګړی جوړښت لري او باید په یو دمکراتیک نظام کې د کلمې په رښتینې مانا د هېواد په سیاسي ډګر کې بې پرې او غیر سیاسي وي، له دې پرته هېواد کړکیچ او ان د کورنۍ جګړې له ګواښ سره مخ کېدی شي. د وسله وال پوځ سیاسي کېدل د کودتا خطر له ځانه سره لري چې په خپل وار کودتایي حکومت ناقانونه او د کړکیچ سرچینه ګڼل کېږي. له یو بل سره ناندرۍ او پر یو بل راز راز رښتیا او دروغ تورونه او نیوکي د سیاستوالو عادت وي خو که د وسله وال پوځ اړوندان په دې لانجو کې ښکېل شي دا به ډېره خطرناکه وي. په ناحقه د سیاسي سیالانو یو بل ته له سزا ورکولو، د یو بل حق ضایع کولو، کرکې او کینې نیولې د وسله وال پوځ اړوندانو سیاسي کېدل ان پر یو بل د ګولۍ چلولو خطرونه لري چې په ټوله کې د وسله وال پوځ د کمزورتیا لامل ګرځي.
همدا اوس چې د بلخ پخوانی والي عطامحمد غورېږي لامل یې همدغه د ستیمي جمعتیانو په لاس د وسله وال پوځ سیاسي کېدل دی. له همدغه حالته ولسمشرغني د لوست په اخیستو باید دغه تاریخي رسالت ته اوږه ورکړي او په ډېر جرات په راتلونکي کې د تل له پاره د کودتا او په وسله وال پوځ کې د اړودوړ، بغاوت او خپل منځي ټکر خطر له منځه یوسي، اړینه ده چې د جمعیتي ستمي انحصارګرې او نورو ټولو سیاسي ډلو لاس له وسله والو ځواکونو لنډ کړي. ددغه کار له پاره باید د وسله وال پوځ جوړښت په تېره لارښود لوړ بنسټ په داسې بڼه عیار او پیاړی کړي چې په طبیعي بڼه او په خپله سیستم له وسله والو ځواکونو د سیاستوالو لاس لنډ کړي.
(۱)پارټلو. جاشوه- د کرزي کورنۍ او افغان غمیزه ۱۸۷ او ۱۸۸ مخونه.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply