د خوشال یوه قصیده او د کشمیر شالیمار / پروفیسور عبدالخالق رشید

0 1,647

د خوشال پوهنې یوه زرینه پاڼه 

د خوشال یوه قصیده او د کشمیر شالیمار

                            لوی شاعر، لوی مفکر ، لوی تاریخپوه ، لوی ټولنپوه اودعلومود بیلابیلو برخو یوه لویه هستي خوشال خټک (زیږید ۱۶۱۳ م) موږ ته هغه څه ویلي چې هغوته دچا پام نه ورسیږي  او هغه څه یې په خپل وخت کې ویلي چې اوس اوس په ډیرو څیړنیزو برخو کې څیړونکي له چلنجونو سره مخامخ کوي ، داسې څه یې ویلي چې نورو مورخینواو لیکوالو کلونه کلونه هغه په یوه بڼه راتلونکو ته لیږدولي دي ، خو خوشال چې څه وايی او یایې ویلي دي هغه له دغو تاریخي لیکنوسره په تیره بیا زموږ او دهند د نیمې وچې په برخه کې پرهغو تیرو وینو باندې د پوښتنې پ

لیکوال : پروفیسور عبدالخالق رشید

رپولو دریږي او د حقایقو هغه اړخ موږ ته را په ګوته کوي چې اوس باید په یوشمیرلیکنو باندې له سره غور او له سره کتنه ورباندې وشي . موږ کلونه کلونه وویل چې خوشال خپل نامتو اثر «دستارنامه » د فارسي ژبې سیاست نامې دلیکوال پرپله لیکلي ، داسې چې ګویا له هغه یې تقلید کړی دی ، په داسې حال کې چې خوشال کیدای شي نه دعنصرالمعالی  سیاست نامه لوستي وي اونه یې هم ورپام وي ، ځکه چې د خوشال په چاپیریال او ماحول کې داسې آثارچې تر عنصرالمعالي او نورو په زرګونو کاله لرغوني اوپخواني وو ترسترګو کیدل . چې یوهم په دغو اثارکې هغه د کوشالیه یا کوتالیه  نامتو اثر ( آرت  شاستر) وي ، دغه اثر اوس دهندوستان د سیاسي پوهنځیو په کرکولم کې دیوه حتمی تدریسې مضمون بڼه موندلې ده چې په ډیرو حقوقي، هنري او انفرادي برخو کې ډیرڅه دخپل لوستونکي په واک کې ورکوي . موږ یوازې دیوه اثر نوم زده کړې و، چې سیاست نامه وه ،خو زه بیاهم پوره باوري نه یم چې زموږ نومیالي خوشال به له دغه یوه څخه هم ګټه پورته کړې وې ، خو دا ویلای شو چې ده په خپل وخت او دخپل قوم او تاریخ لپاره داسې یوه اثر لیکل اړین بللي چې هغه یې له خپل فکر او تحلیل سره سم د دستارنامی په بڼه، هغه هم په زندان کې ، په شپږو یا اوو ورځو کې لیکلي دی چې نن س

باله موږ سره په خپل کوچني کمیت دلوی اهمیت لرونکی اثردی .

د دغه اثردتقلید په اړه زه له هرډول تقلیده ځکه منکریم چې که خوشال دغه اثرد چاپرتقلید لیکلی وای ، نو بیا ترې له یوه پلوه نه له یوه پلوه  د تقلید بوی او څرګندونه کیدله. په داسې حال کې چې د دستارنامې لپاره د داسې یوه نامه ټاکل په خپل ذات کې د خوشال له فکري  او سیاسي نبوغ سره په هراړخیزه توګه تړلې او اړوند حقیقت دی .

په هرډول ، خپلې اصلي موضوع ته راځم اوهغه دا چې خوشال پوهنه نن سبا یوعلمی مفهوم ، د نویو څیړنو لپاره یو نوی لارښود ، چې باید د پوهانو په واک کې ورکړه شي ، څو پردغه مهم مضمون باندې د علومو نویو څیړنو ته لاره پرانیستل شي، خوشال چې څه په خپل وخت کې لیکلي ، دهغولیکنو لپاره د لوستونکي شمیر دده ترکورنۍ او خپلوانو پرهغه خوا نه و ، دی پردغه رمز باندې د زړه له کومي پوهیده ، او دغه ټکي ته یې پام و چې دی یې د چا لپاره ، دکومو خلکولپاره اود کومو پوهو او لږ ترلږه په لیک لوست پوه پښتنو لپاره لیکي ،که لږ رښتیاوو ته سره کینو خوشال دغه نومیالي پښتون افغان په همدغه ارمان مړشو ، په همدغه لامل یې خپل جاهل اود ده په خپله وینا ناپوه قوم چې دجهالت پرلامل یي ( په حیا او شجاعت یې … )ّ باندې محکوم کړدا خبره وکړه چې اوس مې داخلک ، داقوم په قدرنه پوهیږئ ، خو یوه ورځ به داسې راشي چې لکه مچان به زما پرخوان باندې بڼیږئ اوچغي به وهئ چې لوی لیکوال ، لوی مفکراو لویه انساني هستي و…

د خوشال قدر که اوس په هیچا نشته     پس له مرګه به یې یاد کا ډیرعالم

 

ما څوکاله پخوا یومقاله لیکلې وه چې سرلیک یې  (خوشال پوهنه د هندپوهنې جام جم ) و، په هغې کې ما د خوشال پوهنې یولړځانګړنو ته اشاره کړې وه ، په همدغه لړکې دادی دلوی خوشال یوه قصیده دلته له یوه تاریخي ځای  (شالیمار )سره چې د کشمیر په پلازمینه کې جوړشوي او د هندوستان او کشمیر په تاریخ کې لوی اهمیت اونوم لري په لنډه توګه تشریح کوو، هلته چې خوشال په  (۱۰۵۸ هجري کال په نوروز کې ) دیوه درانه میلمه په توګه رسیدلي را سپړو.   خوشال په خپله دغه قصیده کې برسیره پردې چې د شالیمار ښکلا یې زموږ په وړاندې انځورکړې ، ددغه بڼ دجوړښت په اړه هم موږ ته یولړ نوي معلومات چې ما دهندوستان په تاریخ ، دجها نګیر(۱) په لیکنو او نورو کې نه دي لوستی په واک کې راکوي ، مخکې تردې چې پردغه قصیده باندې  دخپلو خبرولړۍ وغزوو، ښه به داوي چې دغه قصیده دلته ژوندې را واخلو، ویی لولو او بیا هغو ټکو ته اشاره وکړو چې دلته زموږ لپاره ، زموږ د څیړنې لپاره د پاملرنې وړ دي ، خوشال وايی :

 

چې موسم مې دګلونودګلزارشي                    نرم نرم ترشح په مرغزارشي

دهغه له بخته څوک برابري کا                     چې په هسې وخت یې سیر په ګلزارشي

نن زما طالع له ما سره مدد کا                     بخت دې هرکله دا هسې مدګارشي

چې مې ناسته د صورت په هسې ځای ده         چې ثنایې په لته د هندوبارشي

په دا ځای چې د ابدالو نظر وشو                  عاقبت به په همه جهان اوڅار شي

په چمن کې یې اوبه درومي  روانې               په سبزه باندې نارې د جویبار شي

په داهسې پاکیزه اوبو سلسالو                       شماتت یې د کشمیر په شا له مارشي

دسړي سترګې روښانې  زړه خوشال کا           چې اوبه د فوارو سره  تار په تارشي

چې له پاسه نه اوبه را ځي په کښته                وایي سپینې مرغلرې دې نثارشي

هغه ځای چې د مرمرو فوارې دي                 تردغه ځای دې  د ارم تماشه ځارشي

ته به وایې د اسمان تنا غورا شوه                 چې اوبه ترې  را روانې د ابشار شي

چې په سریې د حوضونو څوک ګذرکا           وایي پاس په آیینو باندې رفتارشي

مرغاوۍ یې په حوضونو کې غوټې لي          دمحل په مخ کې ناست دبازو ښکار شي

ته به وایې دنمرود د اور لمبې دي                سره لالا چې په چمن کې انتشارشي

سه برګه یې عجایب سره وو دلي                 فرق یې لا دیراقونو ترکنارشي

په اطراف دهرچمن شګفته شوي                 د زنبقو د سوسنو هم دیدار شي

په دا باغ کې دګلونو کمی نشته                    دهمه واړو د چا په ژبه شمار شي

که سل برګ که بنفشه که ارغوان دي            دهرګل په ننداره خاطر قرار شی

دهغه صانع ترصنعه صدقه شم                    چې یې هسې د قدرت په لاس نګارشي

واړه ونې یې آسمان سره سیالي کا                ولي فرق په کې د ولې د چنار شي

په دا باغ کې بیګانه  هم کوپار کا                  ماوې ونهن په چندړ پورې رویدارشي

په هزار رنګه  نواشي د مرغانو                   هغه دم چې په چنارو کې چغارشي

دمرغونو دنوا له موجه ښوري                      نه له باده ښوریدنه د اشجارشي

عمارت یي ګچ وهلی په کې کړی                  په هر کور کې دجویونو شرهارشي

دوه سوه  تیرسو رهروان دي په کې طرح         د سپین والي یې تیری په سپین چوتار شي

لطافت یې دهوا ترحده تیر دي                       په کې روغ به داتیا کالو بیمار شي

که زاړه په ده کې کیناستی  زلمی شوی            په هوا یې زما هسې اعتبار شي

دامکان به دبهشت سره داخل کا                     که رضوان یې له نشاطه خبردارشي

همګی صفت یی تیردی ترحسابه                    له همه و که ویل کوم طومار شي

دا بنا د آصف خان (۲) له لاسه  شوي              اوس په حکم دخورم په کې دا کار شي

زر اته پنخوس کالونه  دهجرت وو                 دنو روز په دولسم چې داګفتار شي

په خوشال وو هم دا هرمره چې ویل شول

نور دعقل حکم نه دی چې تکرارشي

(د خوشال کلیات   د مشواڼي په زیار   ۶۳۰ مخ )

 

دخوشال په شعرکې  شالیمار د  (شا له مار) په بڼه راغلی دی ، خو له آره  سانسکریت ویی دی چې بشپړه مانایی  ( دمینې استوګنځي ) ده ، دغه ځای  له هغه وخته چې  د (۷۴ – ۱۳۰ م ) کلونو په ترڅ کې دوخت د واکمن دویم   ( پرو وار سینا ( Provarsena II له خوا دسرینګرد ښار بنسټ کیښودل شو د پاملرنې وړځای و ، پوهان وایی چې د اوسني شالیمارپرسیمه باندې دیوه صوفی استوګنځي یاعبادت ځآی و چې خلک به یي درناوي ته راتلل . داسیمه په لوړه ده چې د سرینګر ښاریي په لمن کې پروت دی ، دا بڼ د دل لیک پر شمال ختیز اړخ پروت دی ، په زیاترو هندي اخځونو کې دا خبره شوې چې ددغه بڼ  دجوړښت لومړنۍ طرح په  ۱۶۱۹ کال کې د جهانګیر په زمانه کې وشوه  ، وایي چې پرهغه مهال یې نوم  (فرح بخش ) و، ټولې جوړونې یې په  ۱۶۳۰ کال کي پای ته رسیدلې چې په همدغه کال یې دغه بڼ خپلې نومیالۍ ملکې  (نورجهان  ) ته ډالۍ اودهغې په نامه کړ. د شاه جهان په واکمنۍ کې پرهغه مهال چې ظفرخان د کشمیر حاکم و، دشالیمار نوم یوځل په (فیض بخش ) باندې واوښت . تاریخ لیکونکی وایي چې دغه ځای په ټوله مغلي دوره کې خپل ځانګړي پرتم درلود ، ان پرهغه مهال چې مغلي واکمني په هندوستان کې له پښو ولویده ، له هغه وروسته د پټانانو (افغانانو ) او سیکانو د واکمنیو په شپو ورځوکې هم شالیمار خپله ښکلا او خپل اهمیت  له لاسه ورنه کړ. دجهانګیرپرمهال شالیمار دومره اهمیت درلود چې په اوړي کې به یې خپل تخت او دربار هم دلته را لیږداوه ، همداوه چې دده د غه تګلاره انګریزانو هم چې کله ډیلی د خپل مرکز په توګه وټاکه په پام کې ونیوه ، په اوړي کې به ویسرای خپله اداره له ډیلي شملې ته را لیږدوله . دجهانګیرلپاره کشمیر او شالیماربڼ ځانګړی اهمیت درلود. دیوان خاص او دیوان عام یې په خپله دماڼۍ په ترڅ کې دا په ګوته کوي چې ده هندوستان له همدغه ځایه لارښونه کاوه . شالیمار د شاه جهان (۳)  په زمانه کې هم خپل پرتم له لاسه ورنه کړ، یوه ودانۍ د ( تورې کیږدۍ ) په نامه  دده په زمانه کې له تورو مرمرو څخه په کې جوړه شوه ، ځکه خو یي پرتم او وړتیا نوره هم زیاته شوه او په رښتیا هم دغه ښکلی بڼ ددغه نامتوشعر جوګه شو چې ویلي وو :

اګر فردوس بر روی  زمین است       همین است و همین است و همین است

شالیمارد مغلي معمارۍ یو شهکاري جوړښت و، همداو چې په تقلید یی شاه جهان په ډیلی او لاهورکې هم شالیمارونه جوړکړل ، د ډیلي شالیمار په  ( ۱۶۵۳م ) کال او دلاهور شالیمار  په  ( ۱۶۴۱م ) کال کې جوړشول خو د ښکلاکوم طبعی پرتم چې د سرینګراوکشمیر شالیماردرلود په دغونورو شالیمارونوکې نه و. د شالیمار په اړه ویل شوي چې ددغه بڼ ښکلا دکال په دوو موسمو کې خپلې لوړتیا ته رسیږي چې یوپسرلی دی او بل هم منې ، په پسرلي چې کله پآڼۍ شنې شې شالیمار وغوړیږي ، او په منې کې چې د ونو او چنارونو پاڼې  زیړې شي ، نورهم سره وپخسیږي . او نورهم هغه تصویر موږ ته په روښانه توګه راښیي لکه چې خوشال په خپله قصیده کې زموږ په وړاندې انځورکړی دی . دشالیمار یا شاله مار نوم تر کندهارهم رسیدلي چې هلته پرهغه ځای باندې ایښودل شوی چې د کندهار ټوله ښکلا په کې له ورایه ښکاره ده ..

د خوشال دغه ښکلي شعر :

د خوشال دغه پسرلنی لنډه قصیده په ډاګه کوي چې دی په هغو شپو ورځو کې کشمیرته تللی چې هغه دده او دمغلي واکمن شاه جهان ترمنځ  د دوستۍ شپې ورځې دي ، قصیده په ډاګه کوي چې دی دلته دیوه درانه میلمه په توګه  ناست دی اوپه همداسې حال کې د شالیمار بڼ له پسرلنۍ نندارې څخه خوند اخلي :

نن زما طالع له ماسره  مددکا            بخت دهرکله داهسې مدد ګار شي

 

اوله دغې قصیدې داسې ښکاري چې دی اوس له خپله بخته هم شکوه او سرټکونه نه لري ، اوهغه څه چې ده ته ښکلي او شاعرانه ښکاره شوي ، هغه یي په دقیقه توګه په یوه ځانګړې ښکلا سره انځورکړي دي او هغو ته یې د جنت په سترګو کتلي دي :

دا مکان به د بهشت سره داخل کا          که رضوان یې بې نشاطه  خبر دار شي

خوشال که له یوې خوا دلته خپل شاعرانه مهارت څخه کار اخستی ، ده په دغه اړه یو ځانګړی نظرهم وړاندې کړی دی ، اوهغه داچې:

دا بنا د آصف خان له لاسه  شوي            اوس په حکم دخورم په کې دا کار شي

په دغه اړه خوشال لومړني لیکوال او مورخ دی چې ددغې ودانۍ طرح اوجوړښت یې په آصف خان ، پورې تړلي دي ، کله چې دهندوستان د تاریخ دغه څپرکې  لولو هلته په رښتیا هم له دغه ټکي سره مخامخ کیږواو ټولو همدا یوه خبره کړې چې دا ماڼۍ او دابڼ جهانګیرجوړکړی دی ، خو داچا نه دي ویلي چې دغه شهکاري جوړښت اوماڼۍ ترجهانګیرهم دمخه د هغه دنومیالۍ ملکې  نورجهان مشر وروراود جهانګیر د دربارمهم رکن دخپلې خور په خاطرجوړکړی او پیل کړی دی ، آصف خان دخپل وخت په امراوو کې دځانګړي ذوق خاوند و،دخوشال خبره ځکه سمه ده چې ده دا کار د نورجهان په غوښتنه ترسره کړی اوددغې ماڼۍ طرحه او لارښودنه هم باید آصف خان غوندې یوه هنرپالي چارواکي کړې وي ، ځکه چې هغه یوه دوره دلاهورحکومت هم کړي دی ، هغه د پنجاب اوکشمیراو تریوه حده د کابل دصوبو له جغرافیې او روانو پیښو سره په هراړخیزه توګه آشنا و . آصف خان د شاه جهان دګرانې میرمنې او ملکې  ممتازمحل یا تاج بي بي  ( تاج بی بي دممتازمحل کورنۍ نازدانه نوم و چې دهمدغه نامه له مخې چې کله شاه جهان نړیوال شهکارتاج محل ماڼۍ جوړه کړه ، پرهغې یې هم د تاج بي بي  نازي نوم ( تاج محل ) کیښود چې تراوسه یې په همدغه نامه باندې نړیوال شهرت ترلاسه کړ.

اخځونه او نښلونې :

۱ـ  دجهانګیر بشپړ نوم نورالدین محمد سلیم جهانګیر دی ، دده په نامه کې د خپل پلار، نیکه اوغورنیکه ( ظهیرالدین محمد بابر ¸نصیرالدین محمد همایون ، جلال الدین محمد اکبر ) پرخلاف د سلیم نوم دده د پلار اکبرله خوا ورزیات شوی دی ، لامل یې دادی چې کله اکبرد شیخ سلیم شاه چشتی درګاه ته له خپلې هندوې ملکې جودا سره ورغی او د نارینه اولاد په خاطر یې د دعا هیله ترې وکړه … له هغه وروسته یې همدغه زوی (جهانګیر) پیدا شو، شیخ سلیم شاه ته د ارادت پرلامل یې دهغه له نامه سره ( سلیم ) هم ور زیات کړ. سلیم جهانګیر په  (۱۵۶۹ م ) کال کې زیږیدلی او په ۱۶۲۷ م کال کې یې له نړۍ سترګې پټې کړې دي . دده د واکمنۍ په دوره کې په شمالي هندوستان او افغانستان کې یو زیات شمیر تاریخی ماڼۍ او مهم بڼونه  په اګره ، ډیلی ، لاهور اوکابل کې جوړشوي دي . چې یویي هم همدغه شالیمار بڼ دی چې په سرینګر چې اوس په هندي کشمیرکې راځي دده د واکمنۍ په شپو ورځو کې دخوشال په وینا د آصف خان له خوا ملکې نورجهان ته جوړشوی دی .

۲ –  آصف خان  هم  له آره  ابوالحسن آصف خان و ، دی د میزرا عبدالغیاث خان زوی و، دوی له آره قندهاریان دی ، او له هغه ځایه هند ته راغلي اویا راوستل شوي دي ، آصف خان د جهانګیر په دربار کې له دې امله چې خور یې نورجهان  دجهانګیر ملکه وه په نومیالیو درباري اراکینوکې وشمیرل شو،  د نورجهان پخوانی خا وند  شیرافغان  شیرافګن نومیده چې دیوې توطیي په ترڅ کې د جهانګیرله خوا له منځه یوړل شو او میرمن یې نورجهان ځانته په نکاح کړه . نورجهان له شیرافغان څخه یوه لور درلوده چې هغې هم په دربارکې له نورجهان سره په یوه وخت کې مهم ځای اوځانګړی شوکت درلود. دشیرافګن یا افغان کیسه د شیرافغان د کورنۍ لپاره دیوې غمیزې بڼه درلوده ، خو وشوه اوجهانګیرپه خپله ټول واک اوستم سره دهغه په حق کې ترسره کړه.

شیرافگن یا افغان

نورجهان په رښتیا دهندي مغلي واکمنۍ  په لارښونه کې ترجهانګیرهم فعاله ونډه واخیسته او ان چې ځآن یې ترجهانګیر لوړمقام ته ورساوه ځکه خو هغه تش په نامه واکمن بلل کیده.  نورجهان په جهانګیري دربار کې ځانګړي فرکیسون یا درباري ډله درلوده چې ترټولو پیاوړی ملاتړي یې خپل مشر ورور آصف خان ، پښتون مشر خان جهان لودي هغه څوک چې دهمدغو اړیکو له امله یې د شاه جهان په وړاندې بغاوت وکړ او دهغه په امر شهید کړشواو نامتوعارف شیخ احمد مجدد الف ثاني اونوروو. آصف خان په جهانګیري او شاه جهاني دواړو دربارونو کې له مهمو کسانو څخه شمیرل کیده ځکه چې د شاه جهان نازولې میرمن  ارجمند بانو (ممتازمحل ) هم دده لور وه .

۳ـ شهاب الدین محمد خرم شاهجهان په  (۱۵۹۲ م ) کال کې زیږیدلی او په  (۱۶۶۶ م ) کال په اګره کې مړشوی دی ، شاه جهان د خپل پلاره تګلاره تریوې کچې وڅارله خو په وروستیو کې یې دیولړنا رضایتو او درباري فسادونو له امله پیلامه په ټول هند کې را پیل شوه ، همداوه چې له ده څخه یو لړزاند دربار او حکومت دده ناچمه زوی اورنګ زیب ته ورپاتې شو، د زامنو ترمنځ یی توپیرونه ددې لامل شول چې په خپلو کې یې سیالۍ پیل اوله هرې خوایې د واکمنۍ ډنډورې را پورته کړې . له خوشال او دده له کورنۍ سره یې اړیکي ښه وو، د کابل دلارې مادي او سیاسی واک اوځواک یې اکوړخیلو ته ورسپارلی و ، ځکه خو د خوشال خټک په خوله کې ترهغو چې دي ژوندی ولا اوبه وې اوعملآ یې د شاه جهان د ستاینې ډندوري وهلې . ځکه خو لکه په پورتنۍ قصیده کې هم اشاره کوي چې :

نن زما طالع له ما سره مدد کا   –  بخت دهرکله داهسې مدد ګار شي

خوشال خان دشاه جهان په دربار کې یوله منلو مشرانو څخه و،   د دوی دواړه اړیکي ډیردوستانه وو، خو له دې سره سره داسې ښکاري چې د خوشال په وړاندې بیاهم یوازې همدغه مغل  واکمن ، چا چې کله یی هم نه غوښتل چې پښتانه یي په دربارکې په لوړو منصبو وي خوشال ته په درنه سترګه کتل ځکه خو خوشال هم دده ستاینه کړې او دده ځانګړنې یې په ډیره دقیقه توګه تشریح کړې دي . خوشال لومړني څوک دی چې که څه هم شاه جهان ده ، دده کورنۍ ته ډیرامتیازات ورکړي وو ، خو بیایی هم هغه څه چې دده په کرکتر لیدلي هغه یې تشریح کړي دي. دده لویې ځانګړنې او زشت عیبونه یې د کلیاتو په  (۷۹۵ ) مخ کې په منظمه توګه ویلي دي.

(۴) نورجهان : مهرنیسا یا نورجهان په ۱۵۷۷ کې  په کندهارکې زیږیدلې ده ، دا دجهانګیروروستۍ میرمن اوملکه ده ، په جهانګیري دربارکې په پادشاه بیګم باندې هم نامتوشوې ده ، لکه چې مخکې مو یادونه وکړه چې داد شیرافګن میرمن وه ، څوک چې په اکبرې دوره کې د بیهار ګورنرو ، جهانګیر په نورجهان باندې مین شو ، دخپل تخت ناستي په دویم کال یي شیرافغان ته توطیه جوړه کړه او هغه یې یوې جګړې ته واستاوه او هلته یې مړکړ، له هغه وروسته یې نورجهان ځانته نکاح کړه . نورجهان

کندهارۍ ملکه نورجهان چاته چې دغه شاله مار جوړشوی دی

په ټوله مغلي دوره کې هغه پوه ، زده کړې او په هرڅوپوه ملکه وه چې په غیرمستقیم ډول یې دهند واکمني لارښونه کوله .دومره چې جهانګیرخپله ددې په نامه سکه هم ووهله ، مورخین لیکي چې :  « جهانگیربه ضرب سکه ها بینهایت علاقه داشت و درین صنعت ابتکاراتی بخرج داد وسکه ی بنام ملکه خود نورجهان بیگم  ضرب کرد واین بیت نقش سکه زد :

زحکم شاه جهانگیر یافت صد زیور  ـــ   بنام نورجهان بادشاه بیگم   زر  » (ماثرجها نگیري ص ۱۴۴)

لیکونکی لیکي چې جهانګیرپه خپله ټوله دوره کې یوکاراویوفرمان هم ددې له مشورې پرته صادر نه کړ، نورجهان په ۱۶۴۵ کال کې مړه شوې اوپه لاهورکې خاورو ته سپارل شوې ده چې  مزاریی په دغه ښارکې دی .

ممتاز محل

اصل نوم یې ارجمند بانو بیګم و، دا دنامتو درباري آصف خان لور او نورجهان وریره وه چې په  ۱۵۹۳م کال کې په اګرې کې زیږیدلی ده. په درباري کچه وروزل شوه اولویه شوه ، داچې په خپل وخت کې یې د ښکلا بیلګه نه وه ، ځکه خو شهزاده خرم  یاشاه جهان ورباندې مین شو،  سره له دې چې تردغه مهاله شاه جهان دوې نورې میرمنې هم درلودې ، خوپردې مین شو، او د دوی دواړو له یوه بل سره سخته مینه وه ،  په ۱۶۱۲کال کې یې واده وشو، سره له دې چې په درباري  کړو وړو باندې ښه پوهیده او ډیر څه یې د جهاندارۍ په برخه کې زده کړي وو ، خوبیاهم د شاه جهان لپاره دیوې ښې میرمنې په توګه پاتې شوه اودنورجهان غوندې یې له سیاست سره لیوالتیا ونه ښوده . ددې ښکلا او مینه ددې لامل شوه چې د دوی مینه ناکه کیسه دنړۍ له ډیرو نامتو او مینه ناکو کیسو څخه یوه شي . ممتازمحل په ۱۶۳۰ کال کې له شاه جهان سره د دکن په یوه جګړه کې مله وه ، مورخین لیکي چې داددې وروستني سفرو په  ۱۶۳۱ کال دخپل څوارلسم ماشوم د زیږون پرمهال مړه شوه .  شاه جهان ددې دمینې په یادون دتاج محل چې ترټولو ښکلي اوپرتمینه ماڼۍ  وه جوړه کړه ، اوهلته یې خاورو ته وسپارله ، دغه ماڼۍ چې نن سبا د نړې له حیرانوونکوهستونو څخه بلل کیږي .اوس ددغو دواړو مینانو وروستي دمه ځای دی.

(۵) پیرخان یا خان جهان لودي، نومیالی پښتون شاهوخیل سردار دنومیالي دولت خان لودي ( له دغه دولت خان څخه مراد نا سیاله دولت خان لودي ، هغه چې دلاهورحاکم و اود لوی ټولواکمن ابراهیم لودي پرخلاف یي مغل بابرهندوستان ته ور وباله نه دی )

خان جهان لودی   په ۱۶۲۹ کال کې

زوی دی، له تنکۍ ځوانې یې له مغلي واکمنانانوسره اړیکي وو، په شل کلنۍ د جهانګیردربارته منسوب څوک شو چې لومړی یي د صلابت خان او وروسته د خان خانان القاب دځان کړل . دعبدالستاربن قاسم لاهوري د مجلس جهانگیري محترم محشی  عارف نوشاهی ددغه اثرپه تعلیقاتو کې لیکي چې : « رفتار جهانگیربااو مثل آقا وبنده نبود، بل که دوستانه وندیمانه بود. خان جهان در روزگار جهانگیرو بعد درعصر شاهجهان نیز در دستگاه تیموریان نقش فعال داشت، ولی ازقضا برای او اتفاقاتی افتاد وکارهای انجام گرفت که وفاداری او به دربار مشکوک شد. فرید بکری مولف ذخیره الخوانین که ده باربا او ملاقات کرده بود، شرح حال او رابه تفصیل آورده است واخلاق وشخصیت خان جهان را بدین کلمات ستوده است : « بزرگی وحسب ونسب خان جهان ازآفتاب عیان تراست. سالهای دراز در هند نام نیک او باقی خواهد ماند . مذهب اهل سنت وجماعت داشت اما برغبت تمام به اهل ایران می کرد… مردی با وقار وبا تمکین ومدبر به حیا وحلم آراستگی داشت »   (مجالس جهانگیری چاپ ایران   ۲۰۰۵ )

خان جهان لومړنی پښتون و چې دده په پاملرنه د پښتنودتاریخ لیکلو لپاره هڅه پیل شوه ، ملانعمت الله هروي دده په پاملرنه او سپارښتنه خپل نامتو اثر (مخزن الافغاني ) په داسې حال کې ولیکه چې چا په مغلي دربارکې د پښتنو، دهغوی دپرتمین تیرپه باره کې خبرې نه شوای کولای خوده په خپل امردخپل قام دغه نومیالی مورخ د دې لپاره وهڅاوه څو د پښتنو په باره کې په خپلو څیړنو باندې لاس پورې کړي. خان جهان د خپل وخت په هغو امراوو کې راته چې دپوهې په مټ او ویاړ سره یې د پښتو او پښتونوالي پالل پیل کړل او څوک نه وو چې د ده په درایت، پوهه او وړتیا باندې ګتنیوی وکړي. ځکه خو جهانګیر ته مقرب لیکوال په دغه ټکي اعتراف کوي او لیکي : «  خان جهان از طبقه افغانان لودی است که از غریب نوازی و مردم شناسی آن حضرت و اخلاص و عبودیت شایسته ی  خویش در دو سال به منصب والای پنج هزاری سوار ذات رسیده، خطاب مستطاب «فرزندی» سربلند و سرفراز است. »  (مجالس جهانگیري چاپ ایران ص  ۱۹ )

 

 ————————————————————————————–

ډالۍ : دغه مقاله ثنالله خان لالا ته ، هغه چا ته چې لمسي یې په ښکلي کشمیرکې په خوږه پښتو درسره غږیږي  په افغاني ویاړ سره ډالۍ کوم .

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply