پر ګونډو خيالي شهنشاه/محمد اسماعيل

0 899

هغه خبرې ټولې غلطې شوې، چې د بلخ د شهنشاه پر وړاندې څوک غبرګون نه شي ښودلی، تر دې، چې مرکزي حکومت يې هم پر وړاندې بې وسه دی. سمه ده، مرکزي حکومت يې له تېرو څوارلسو کلونو پر وړاندې بې وسه وو، خو د خلکو زور د خدای زور.

له تېرو درې مياشتو د شمال بلخ ميشتی خيالي سلطان وېرې پسې اخيستی دی. دی پوهېږي، خپلې مخنيې ته ګوري، چې څوک ورپسې راپاڅېدلي دي. نه يې په خپل توره باور دی او نه پر خپل ډال يقيني دی، چې د کوم سيمه ايز سياسي ګوذار مخه دې ونيولی شي.

نور، اوس د کابل په سياسي بازار کې د ځان پر وړاندې د پيدا شوي شورش د غلي کېدو لارو چارو پسې ګرځي. هماغه کابل، چې څو کاله وړاندې يې د بلخ په سياست وېراوه.

د شمال سلطان عطامحمد نور د بلخ ازبکانو او هزارګانو ته د پښتنو ګومان کړی وو. داسې يې انګېرله، چې ازبک او هزاره هم د شمال د پښتون په څېر بې مشره او بې سياسي مسيره قومونه دي. ده داسې فکر کاوه، چې جنرال دوستم او د بلخ د ولايتي شورا هزاره وکيلان به همدومره د خپلو قومونو پر وړاندې له عملي سياست څخه لرې وي، لکه جمغه خان همدرد، چې د خپلو پښتنو پر وړاندې بې تګلارې مشر دی.

کله چې د بلخ ولايتي شورا ته د تېر ځل په پرتله ازبک او هزاره وکيلانو ډېره لاره پيدا کړه نو له همدې ځايه د بلخ ولايت مقام پر وړاندې د سياسي ګوذارونو لړۍ پيل شوه.

تېر کال د بلخ ولايتي شورا ريس هزاره وکيل محمد ابراهيم خير اندېش و، د چا د رياست پر مهال چې به هر اونۍ رسنيو د ده د مستقيمو نقل قولونو په مرسته د بلخ د ناسمې حکومتدارۍ اړخونه بربنډول.

روان کال، عطامحمد نور د ولايتي شورا په تشکيلاتي ټاکنو کې نرۍ لاسوهنه وکړه، د خيراندېش پر ځای ډاکټر محمد افضل حديد د بلخ ولايتي شورا د ريس په توګه د جوړيو شويو تشکيلاتي ټاکنو په ترڅ کې وټاکل شو.

افضل حديد، چې د عطا محمد نور د زور تر سيوري لاندې د ولايتي شورا په چوکاټ کې د سيمه ايزې ناسمې حکومتدارۍ هره پړه پر مرکزي حکومت اچوي.

د نوي کال په درشل کې د عطامحمد نور د شاوخوا کسانو د ناسم سياست له امله په مزارشريف ښار کې د جنرال دوستم د تصويرونو ښکته کېدو انډوخر په دغه ولايت کې د سلطان پر وړاندې د ۱۲ کلن طلسم د ماتولو يو سست ټيسټ غوندې وو.

د تصويرونو د ښکته کېدو په پلمه د ازبک، هزاره سياسي محرومينو د عطامحمد نور پر وړاندې د خلکو د راپورته کېدو لپاره تبليغاتي چارو ته زور ورکړ.

دا يوه خبره روښانه ده، چې په بلخ کې د حکومتدارۍ، د ناسمو انکشافي کارونو، د انحصاري سياست او د ځمکو غصب په تړاو دومره سوړې دي، چې يو ماشوم سياست مدار ترې هم د بلخ د شهنشاه د پرزېدو لپاره ښه کار اخيستی شي.

نوره که کيسه هر لوري ته روانه وي؛ خو جنرال دوستم او په ځانګړې توګه جنبش ګوند دې ته تږی دی، چې څرنګه له عطامحمد نور او له جميعت ګوند څخه د تېرو څوارلسو کلونو حساب واخلي.

دلته له ازبک سره په سياسي ډګر کې د هزاره قوم نږدېوالي لا هم د جنبش ځواک پياوړی کړ او د تخت د پرزېدو شېبې يې رالنډې کړې.

نور، دغو دواړو قومونو ته د خوارو پښتنو ګومان کړی و، چې د سياسي مشرتابه د نشتوالي او يا هم د جمعه خان همدرد په شتون کې د سم سياسي مشر د نه پيدا کېدو له امله خو يا ازاد او بې غرضه پاتې شول او يا نو د والي د غضب سيوري ته کېناستل.

د عطامحمد نور سره په روانه جګړه کې به ممکن د جنبش بوغمې سړې شي؛ خو که مرکزي حکومت له دغه حالته ګټه پورته کړي؛ نو افغانستان به ګټه کړې وي.

د بلخ شهنشاه اوس په سيمه ايزه کچه هغه پخوانی زورور نه دی، له تېرو څو مياشتو يې بې نتيجې غږونو او د ولس د ملاتړ په نامه د څو مجبورو کسانو راټولېدو رنګونه هم پيکه شوي دي.

نور، اوس د جنګ هغه سرتېري ته ورته دی، چې د زغرې په اغوستو سربېره هم د ځان پر دفاع شکمن وي.

له روان حالت څخه بايد مرکزي حکومت ګټه پورته کړي، د نور خيالي بادشاهي بايد پای ومومي، خو په دې شکل نه چې بلخ له جميعت ګوند څخه واخله، جنبش او يا يې هم بېرته جميعت ته ورکړه.

دا به د بلخ له زاويې ټول وطن له نوی ناروين سره مخ کړي.

د سمې حکومتدارۍ له لارې د خلکو د خدمت لپاره بستر جوړول په کار دي، که چېرې د بلخ د روانو حالتو له لارې مرکزي دولت دغې چارې ته لاره هواره کړي؛ نو اغېز به يې د ټولو ولايتونو پر حکومدارۍ پرېوزي، چې د کورني سياست په دايره کې به يو نوی

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply