فراه کې د افغان ځواکونه د بخش اباد بند تاوان پرې کوي

0 494

فراه کې د افغان ځواکونه د بخش اباد بند تاوان پرې کوي
ودان روښان
دا نو اوس لکه لمر روښانه شوې چې په افغانستان کې د روان کړکیچ یوه برخه د افغانستان خپلې اوبه دي چې ګاونډیان غواړي تر قیام قیامته یې وړیا ګړوت کړي.
د ورکړل شویو مالوماتو له مخې په افغانستان کې هر کال شاوخوا ۷۶ میللیارد مکعب متره اوبه تولیدېږي چې افغانستان یې له ۳۰٪ هم ګټه نه شي اخیستی نو ځکه خو زموږ له ۷۰٪ زیاتې اوبه په وړیا توګه ایران، پاکستان او منځنۍ اسیا ته بهیږي. اوس چې افغان دولت غواړي له خپلو اوبو د خوار ولس په ګټه کار واخلي او د یو شمېر وږو خیټې ډکې کړي د ګاونډیو هېوادو استخباراتي کړۍ د خپل نیابتي اجیرانو په لاس داسې حالت رامنځته کوي چې ولس او دولت د نفس ایستو چانس ونه لري نو ځکه خو په همدې موخه زموږ مسلمان ګاونډیان تل په افغانستان کې د جنګ جګړې اور بل ساتي چې مسلمانان افغانان په وینو کې ولمبوي دا ټول ددې له پاره دي چې د ګاونډیانو کروندې زرغونې او ښېرازې پاتي شي.
کله چې د ۱۳۸۶ کال د کب پر۲۵ نیټه پر هریرود سیند د هرات په چشت شریف ولسوالۍ کې د سلما بند د جوړېدو کار پیل او ټاکل شوې وه دغه بند په ۱۵ میاشتو کې د هندوستان هېواد په مالي مرسته بشپړ شي خو له یوې خوا د ایراني استخباراتو د خپلو اجیرو ډلو په لاس د یاد بند جوړېدو مخه نیوله، دهندي انجنیرانو له تښتولو بیا د امنیتي سرتېرو تر وژنې پورې یې له هیڅ راز، خنډ جوړولو ډډه نه کوله، له بله پلوه پخواني ولسمشر حامد کرزي هم په تورو خلتو کې د عمر داوود زي په لاس له ایراني استخباراتو د اخیستونکو پیسو په درناوي هم لور په لوټه تېره کاوو او د سلما بند کار ګړندي کولو ته یې چندان لیوالتیا نه درلوده، دا ځکه چې وېرېده که د سلما بند کار بشپړ شي نو تورې خلتې به بندې شي، پر همدغه دلیل د کرزي لالا په واکمني کې د سلما بند کار بشپړ نه شو او کله چې د هغه (کرزي) واکمني پای ته ورسېده د محمد اشرف غني واکمنۍ په دویم کال یانې ۱۳۹۵ کال کې دغه بند ولسمشر غني او د هند لومړي وزیر نریندرا مودي پرانیست.
له کله چې د ۱۳۹۵ کال د غبرګلي پر ۲۶ د فراه په بالابلوک ولسوالۍ کې د بخش اباد بند جوړېدو کار پیل شوی ورسره د فراه والو د لسیزو د هیلو غوټې په غوړېدو شوې دا ځکه چې له پلان سره سم باید ددغه بند کار په اتلس میاشتو کې بشپړ شوی وی. د بخش اباد بند په جوړېدو سره به ۶۸۰۰۰ هکتاره ځمکه خړوبه او ۲۷ میګاواټه برېښنا تولید شي خو له دې سره جوخت زموږ د مسلمان ګاونډي او هغه د ځینو په وینا همزبان او همفرهنګ ګاونډي ایران استخباراتو خپلو وران کاریو ته زور ورکړی. یوازې سږ کال په فراه کې له ۷۰۰ زیات کسان وژل شوي چې له نیمایي ډېر یې د امنیتي او دفاعي ځواکونو اړوندان دي.
په تازه پېښه کې د فراه په همدغه بالابلوک ولسوالۍ کې چې د بخش اباد بند په کې جوړېږي د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو شاوخوا ۲۰ اړوندان د ایران نیابتي لښکر په لاس شهیدان شوي دي.
تر دې مخکې یانې د کب پر پنځمه نیټه هم ایراني اجیرانو د امنیتي او دفاعي ځواکونو ۲۰ اړوندان وژلي وو او تر دې زیات بیا د کب پر لومړۍ نیټه د ایران استخباراتو اجیرانو په لاس ژوند بایللی و. نور نو د شک ځای نه پاتې کېږي چې په فراه کې پر امنیتي ځواکونو بریدونه او مرګ ژوبله له بخش اباد بند سره نیغ به نیغه اړیکه لري او دا کومه پټه خبره نه ده ځکه چې په ۲۰۱۱ کال کې افغان امنیتي څواکونو د ایران استخباراتو یو اجنټ نیولی و چې هغه بیا په خپل اعتراف کې ویلي و چې ایرانیانو د فراه په ګاونډ نیمروز کې د کمال خان بند الوزولو له پاره ۵۰ زره ډالر ورکړي وو.
اوس نو ولس او افغان چارواکو ته بویه چې نور د ابو پر سر د ګاونډیو لاسوهنې او د افغان بچیانو مرګ ژوبلې ته لاس تر زنې کې نه ني. افغان چارواکي باید دا مسله په روښانه ټکو کې له ایرانیانو سره راپورته کړي که اړتیا وي ملګرو او نورو نړیوالو بنسټونو ته شکایت وکړي او په دې اړه کره سندونه وړاندې کړي چې له تردید پرته همدا اوس هم دغه ډول سندونه شته او که نه هم وي باید پیدا یې کړي. تر ټولو مهمه دا چې ایرانیا پر دې وپوهوي چې که له دغه کاره لاس نه اخلي نو افغانستان هم په ورته عمل لاس پورې کولی شي او دغه پیغام ورته ورسوي چې که افغانستان کې داسې کسان پیدا کېږي چې د پنځو پیسو له پاره د خپلو ټولګټو پروژو مخه نیسي په ایران کې بیا شته داسې خلک چې له ایراني چارواکو د مذهبي تعصب، توکمیز، ژبني او ډول ډول زور زیاتي له امله پوزې ته رسېدلي او بیخي لږ ملاتړ ته اړتیا لري چې په ترلاسه کولو یې ایران ته د سر په کاسه کې اوبه ورکولی شي دا ځکه چې ایرانی ولس هسې هم نور اخوندي رژیم نه شي ذغملی او یوې وړې سپرغۍ ته اړتیا ده چې د باروتو پر ډېری ناست اخوندان د پیاوړې چاودنې د اور په لمبو کې لولپه شي.
له بله پلوه افغان چاروکو ته بویه چې په ملي امنیت کې د اوبو ساتنې له پاره په پوره شونتیاوو سمبال څانګه جوړه کړي، دا څانګه باید دومره پیاوړې او واکمنه وي چې د ایراني اجیرانو حرکتونه قدم په قدم وڅاري او شنډ یې کړي او هم ان په ایران کې دننه شبکې جوړې او هورې اجیران په نښه او له منځه یې یوسي.
دغه راز، افغان چارواکي باید د اوبو په خاطر د ایران بې شرمانه لاسوهنه په پراخه کچه په رسنیو کې راپورته کړي او ولس پر دې وپوهوي چې زموږ هغه د ځینو ډلو ټپلو د خوښې همزبانه او همفرهنګه ګاونډی د اوبو پر سر له توپیر پرته د افغان بچیانو وینه تویوي، دا مسله دې دومره وشاربل شي او دومره تبلیغ دې ورته وشي چې ایران پلوي پنځمه ستن په خپله مزدوري له شرمه که کوم زره شرم ولري چې په یقین سره ویلی شو چې نه یې لري نور د ایران له مزدوري توبه وباسي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply