د پاکستان ریاست دې نور د پښتنو سره زور زیاتی ختم کړي:هیومن رایټ واچ

0 865

ډیوه رادیو

د بشري حقونو نړیوالې ادارې هیومن راېټس واچ په پاکستاني حکومت غږ کړی، په دغه هیواد کې د پښتنو سره کیدونکی زور زیاتې دې ودرول شي، په پښتنو د ترهګرو ټاپه (لېبل) لګول دې بند شي او د دغه محرومه ساتل شوو(پښتنو)غږ دې واوریدل شي.

د بشري حقونو دغه نړیوالې ادارې دغه خبره په داسې مهال کړې چې پاکستان کې د پښتنو ژغورنې غورځنګ د مشرانو پرضد د چارواکو لخوا مقدمې درج کړی شوي.

د ادارې په وېب پاڼه ٫٫ د پاکستان محرومه ساتل شوو پښتنو غږ واورئ٬٬ په نامه مضمون کې لیکل شوي، روانه اونۍ په بلوچستان ایالت کې د پښتون لانګ مارچ مشر منظور پښتین او د هغه په ملګرو د حکومت او امنیتي ادارو خلاف نیوکو کولو په سر مقدمه درج کړی شوی. مضمون زیاتوي د منظور پښتین یواځېنی جرم دا دې چې د دغه هیواد دویم لوې قام (پښتنو) لپاره د نورو قامونو په رنګ حقونه او ژوند غواړي، او د پښتنو سره کیدونکی زور زیاتې بندول غواړي.

په مضمون کې په کراچۍ کې د پولیسو په نقلي مقابله کې د وژل شوي نقیب الله مسید د وژنې وروستو پیل شوو مظاهرو په اړه لیکل شوي، دغه پرامنه مظاهرې اوس ټول هیواد ته خورې شوي. د مضمون تر مخه تیره اونې د لاهور ښار په پنجاب پوهنتون کې هم پښتو زده کونکو د یونیورسټۍ انتظامې لخوا د پښتنو سره کیدونکي ناروا سلوک په سر د واېس چانسلر د دفتر وړاندې پرامنه مظاهره شوې ده.

د بشري حقونو نړیوالې ادارې تر مخه د پاکستان ځېنو ایالتي حکومتونو د پښتنو پرضد په نژدیو کې ځېنې داسې ګامونه پورته کړي چې دوي يې نور هم په قهر کړي. د دغې په یو مثال کې لیکل شوي، د فرورۍ په میاشت کې د پنجاب صوبې ایالتي حکومت یو سرکاري امر جاري کړی وو چې پکې عامو خلکو ته ویل شوي وو ٫٫ خپل ګیر چاپیره په شکمنو خلکو نظر ساتۍ، په خاصه توګه هغه خلک چې پښتانه ښکاري او یا يې تعلق د پاکستان قبایلي سیمو سره وي.٬٬

د دغه مضمون په پايه د پاکستان ریاست نه غوښتنه شوې ده په دغه هیواد کې د پښتنو پرضد د اوږدې مودې راهسې د زور زیاتي قانونونه دې وتړي، د دوي پرضد چلیدونکي غیر انساني رویې دې ختمې کړي. د پاکستان حکومت ته وړاندیز شوی، د دغې کار پیل دې د منظور پښتین او د هغه د ملګرو پرضد جوړو د دروغو مقدمو د ختمولو، د نقیب الله مسید قاتلانو نیولو او هغوي ته سزا ورکولو په صورت کې وشي او د پښتنو غږ دې واوریدل شي.

د مضمون په اخره کې ویل شوي پاکستان دې په دغه هیواد کې اوسیدونکو بیلا بیلو ژبو خلک خپله کمزوري نه جوړوي، د دغې نه دې خپل طاقت جوړ کړي.

 

Listen to Pakistan’s Marginalized Pashtuns

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply