١٥/٠٣/٢٠١٨
دوکتور محمد عثمان تره کی
د بهرنیو پوځیانو د وتلو منازعه
لند مهال حکومت ته وسپارل شي !
د وسله وال مقاومت او امریکا تر منځ د مستقیمو خبرو په سر اختلاف، د سولې پروسه په ټپه درولې ده. د یوه ملي اجماع په بنسټ د طالبانو په خوښه یو لنډ مهال حکومت جوړول پروسې ته تحرک وربښلي شي. وسله وال مخالفین او نورو سیاسي کړیو د امریکا سره د خبرو اترو صلاحیت لنډ مهال حکومت ته سپاري. حکومت د ملي اجماع په اسازیتوب د امریکا سره خبرې کوي. بناً د وسله والو مخالفینو ټولې مشروع غوښتنې د یو لنډ مهال حکومت په واسطه چه طالبان په جوړیدو او جوړښت یې ونده لري تأمینیداي شي.
دغه طرح د امریکا او طالبانو تر منځ د قطر دفتر د لارې د مستقیمو مذاکراتو ځاي نه نیسي. د سولې دواړه چینلونه همزمان پرمخ تلي شي.
اړینه ده چه مقاومت د تیر په څیر د خپلې ټولې سیاسي او نظامي ظرفیت په کارولو سره امریکا مستقیمو مذاکراتو ته اړ کړي.
* * *
د افغانستان نه د بهرنیو پوځیانو د وتلو د جنجال نه دک موضوع، د سولې په وړاندې خند او ځند رامنځته کړیده. وسله وال مقاومت غوښتنه لري چه د امریکا سره نیغ په نیغه خبرو کې، دغه موضوع باید د اجندأ په سر کې قرار ولري. د ځان نه راضي امریکا اصلاً د طالبانو سره نیغه او رسمي خبره نه مني. د سولې اوسني بن بست د ماتولو په مقصد وسله وال مقاومت کولي شي د سولې د پروسې د پلې کولو پړاونه ( د بهرنیو پوځیانو د وتلو موضوع په شمول )، یو لند مهال حکومت ته وسپاري. لند مهال حکومت د یوه ملي اجماع په ترڅ کې د وسله والو مخالفینو په بشپړ موافقت او ګدون رامنځته کیږي او بهرنیانو سره د سولې د مذاکراتو یو اړخ جوړوي. په ملي اجماع کې د افغاني تولنه تولې سیاسي او مذهبي دلې ( طالبان، تنظیمونه ، ګوندونه ، مدني تولنې، علمأ، قاومي مشران، … ) برخه اخلي. ملي اجماع په یو دول نه بل دول دودیزه لویه جرګه سره ورته والې لرلي شي. د دغه اقدام منطق او ګتې لاندې څرګندولي شو:
– د بهرنیو پوځیانو حضور یا عدم حضور یوازې طالبانو پورې اړه نلري. دا یوه ملي مسأله ده چه باید د افغانستان تول قومونه او ولسونه او د ملت تول مرکبات په کې خپل دریز څرګند کړي.
– د سولې پروسه د طالب تحریک، کابل اداره او امریکا د انحصار نه وزي او د ولس په استازیتوب ملي اجماع ته انتقالیږي. لند مهال حکومت د ملي اجماع په وکالت د سولې د پروسې نه څارنه کوي او د ذیدخلو اړخونو په مرسته ورته عملي زمینه برابروي.
– ګاوندیان د قطر دفتر د لارې په طالبانو باندې اغیز اچوي او سولې مذاکراتو ته په خپله ګته منحرفوي. لند مهال حکومت د ملي ګتو په بنست د سولې په پروسه باندې د ملت قبضه تینګوي.
ملي اجماع د ملت په ضمني استازیتوب لند مهال حکومت ته دنده سپاري چه :
– په تولو جبهاتو کې اوربند نافذ کړي.
– د امنیتي اوضاع په نظر کې نیولو سره له افغاستان څخه دټولو بهرنیو پوځونو او جنګیالیو د وتلو لپاره په واقعیتونو ولاړ پلان طرحه او پلی کړي.
– طالب مشرانو پر سر جایزې لغوه کړي.
– له ټولو زندا نونو څخه سیاسي بند یان خوشې کړي. د جنایي بندیانو برخلیک به د قانون سره سم په لنډ وخت کې وتاکي.
– د جګړې د اړخونو جنګي جنایتونه وڅیړي.
– د جګړې تاوان تر بحث لاندې ونیسي.
د لند مهال حکومت د قوت اصلي سرچینه وسله وال مقاومت دې چه په امنیتي اورگانونو کې د اوسنيو قطعاتو سره په ګده دنده تر سره کوي. دغه قوت د بهرنیانو سره د سولې په خبرو کې حکومت ته وړتیا او پیاوړتیا ورپه برخه کوي.
لند مهال حکومت د سولې د پلان د عملي کیدلو چارو په مقصد د ملګرو ملتونو د چارواکو سره خبرې او د هغوي دیپلوماتیک، سیاسي او تخنیکي موافقت راجلبوي.
لنډ مهاله حکومت خپلې دندې د اوسني اساسي قانون په چوکاټ کې پرمخ وړي. خو د اساسي قانون پنځم ( ملي شورا ) او شپږم ( لویه جرګه ) فصلونه تعلیق او اړوندې چارې د تقنینی فرمانونو په بنسټ باندې سر ته رسوي.
اساسي قانون د دویم فصل ( د اتباعو اساسي حقوق او وجایب ) حکمونه پدې شرط باندې نافذیږي چه د امنیتي حالاتو سره په ټکر کې نه وي.
لنډ مهاله حکومت د اسلامي او ملي اصولو د روحیې سره سم هغه مثبتې لاسته راوړنې چه د نړیوال نظامي ائتلاف د حضور په موده کې د بیان ازادي، بشر او ښځو حقونو په برخه کې تر لاسه شوې په مشروط دول خوندي ساتي. ’’ پاي ‘‘
فرانسه
١٥/٠٣/٢٠١٨
دوکتور م، عثمان تره کي
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320