دوه اونۍ وروسته په سعودي کې لومړۍ سینما پرانیستل کیږي

0 559

دعوت میډیا ۲۴ (پنجشنبه، ۱۶وری، ۱۳۹۷ل): د سعودي رسنیو ویلي چې په دغه هیواد کې به د روانې میلادي میاشتي مارچ پر ۱۸مه نیټه لومړۍ سینما د مینه والو پر مخ پرانیستل شي او زیاته کړې چې په راتلونکو پنځو کلونو کې د ۴۰ نورو سینماګانو د پرانیستلو قرارداد شوی دی.

د سعودي رسمي خبري اژانس ویلي چې د دغه هیواد د اطلاعاتو او کلتور وزارت د امریکې یوې کمپنۍ «أي.إم.سي» ته د سینما پرانیستلو لیسنس ورکړی دی. دغه شرکت د امریکا او نړۍ په سطحه د سینماګانو د چلولو لوی شرکت بلل کیږي.

د اطلاعاتو او کلتور وزیر «عواد بن صالح العواد» په دغه مناسبت د سعودي خبري اژانس ته ویلي چې د سینما لیسنس ورکول د سینمايي شرکتونو لپاره د پانګي اچونې یو مهم فرصت دی، او زیاته یې کړه، د سعودي اکثریت اوسیدونکي تر ۳۰ کلنۍ کښته عمر لرونکي دي، ځکه نو دوی به خپل د خوښي فیلمونه په خپل هیواد کې ډېر په شوق سره وګوري.

همدې رسمي اژانس خبر ورکړی چې د «ترفیه» په نامه نوي دولتي ادارې د یادې امریکايي کمپنۍ سره د ۳۰ څخه تر ۴۰ سینماو د پرانیستلو قرارداد امضا کړی چې په راتلونکو ۵ کلونو کې به په ۱۵ ښارونو کې سینماوي خلاصوي، چې دا شمېر به تر کال ۲۰۳۰ پوري د ۵۰ څخه تر ۱۰۰ سینماوو پوري پورته کیږي.

سعودي له تیرو دریو لسیزو څخه پر سینماو بندیز لګولی وو خو د دغه هیواد نوي حکومت د تیرې میاشتي مارچ په لومړیو کې د سینماوو لپاره لومړۍ لایحه اعلان کړه او شرکتونو ته یې د لیسنس ورکولو په اړه امادګي وښودله.

باید وویل شي چې د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان په دوه اونیز رسمي سفر امریکې ته تللی چیري چې هغه د امریکايي جګپوړو چارواکو تر څنګ ددغه هیواد د سینما اړوند چارواکو او ډیزني لینډ د چارواکو سره لیدلي دي.
د سعودي د فرهنګي چارو عمومي ادارې په تېره میاشت مارچ کې د لومړي ځل لپاره د فیلم جوړونې شورا هم جوړه کړه چې د فیلم جوړونې په صنعت کې به یو متخصص جهت وي او یو له اهدافو څخه یې د فیلم جوړونې په صنعت کې سعودي لوړو درجو ته رسول او د فرانسې په کان ښار کې نندارتون ته د سعودي جوړ فیلمونه وړاندي کول دي.

سرچینه: الجزیره او رسنۍ

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply